دامام ابو حنيفه (رح) نړيوال سمپوزيم

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۹ - ۸:۴۳
سمپوزیم

دارشاد، حج اواوقافو وزارت په مقرکې دامام ابو حنيفه (رح) نړيوال سمپوزيم په اړه ابتدای ناسته تر سره شوه
کابل، افغانستان: ټاکل شوي ده چې دامام ابوحنيفه (رح) په اړه نړيوال سمپوزيم په کابل کې دجلالتماب ولسمشر په لارښونه او د اړوندو ادارو په مرسته دارشاد،حج او اوقافو وزارت له لورې دکابل په ښارکې ترسره شی.
په همدې موخه نن دارشاد، حج اواوقافو وزارت دغونډو په تالارکې مشورتی اومقدماتی غونډه دمولوي عبدالحکيم منيب چارسمبالی وزير، دکتورامين الدين مظفری د وزارت مسلکی مرستيال او اړونده رييسانو، دولسمشرۍ ماڼې د اداره امور او بهرنيو چارو وزارت، د علماو شوراء، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځی رييس، د پوهنتونو، دينې مدرسو او د دارالعلومو استازو په شتون کې ترسره شوه.
مولوی عبدالحکیم منیب ميلمنوته دښه را غلاست ترڅنګ وويل: دا لومړي ځل دې چې دامام ابو حنيفه (رح) دستر علمي شخصيت په اړه د ولسمشر په ميلمه پالنه چمتو کيږي د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د عالی مقام دا اقدام نيک او پرځای بولى اوددې ستر سمپوزيم دچمتوکولو لپاره هرډول همکاری ته ژمن دي.
بيا د ادارہ امور او بهرنيو چارو وزارت استازو ددې غونډې دچمتو کولو په اړه خپل اندونه بيان کړل او دخپلو ادارو هوډ او چمتوالې يى وښوده
په پای کې يې د ګډونوالو بلنه له اسلامي هېوادنو څخه، د موضوعاتو عنوانونہ، اجرايوي او ګزينش کميتې ټاکل او دسمپوزيم په لاره اچولو وخت په اړه سلاح مشورې وکړې اوپه اړه يې تصميم ونيوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۳۷
Background image

دارشاد،حج اواوقافو وزير ليندنه د قرغز قوم له مشرانو سره.

کابل، افغانستان : مولوي عبدالحکيم منيب دارشاد،حج اواوقافو وزير نن دخپل کار په دفترکې دقرغز قوم دمشرانو سره ليدنه وکړه.

په پيل کې حاجی محمود ديادقوم مشر او داجراييه  سلاکار دنورو په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۲۹
Background image

دارشاد، حج اواوقافو وزير له لورې دابوبکر صديق (رض) دمسجد بنسټ ايحودنه وشوه

کابل، افغانستان: مولوي عبدالحکيم منيب دارشاد، حج اواوقافو وزير نن دحضرت ابوبکر صديق(رض) جامع مسجد بنسټ ايحودنه وکړه چې په دې موخه د مسجد په انګړکې ستره غونډه چمتوشوي وه دارشاد، حج. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۲۳
Background image

دارشاد، حج اواوقافو وزارت او دافغان ملي بانک ترمنځ داحجاجو داستونې د پيسو هوکړليک تر سره شو

دارشاد، حج اواوقافو وزارت  او دافغان ملي بانک ترمنځ داحجاجو داستونې د پيسو هوکړليک تر سره شو

کابل، افغانستان: نن دارشاد،حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب او دافغان ملي مشر احمد. . .

BACK TO NEWS