د وزارت تاریخچه

دارشادحج اواوقافووزارت لنده تاريخچه

داوقافوعالي اداره په كال1349تاسيس شوه چي اعلحضرت محمدظاهرشاه په افتخاري ډول ددغي اداري سرپرستي په غاړه درلوده، اوعامل رئيس ئي سيدحكيم كمال شينواري وه. داوقافواداره په كال1357منحل اويوازي دحج اواقافولوي مديريت دصدارت العظمي پوري تړلي باقي پاتي شوي په كال1359داسلامي شئوونورياست منظورشواوپه كال1364داسلامي شئوونووزارت ته لوړتياپيداكړه، چي په سركي عبدالولي حجت داسلامي شئوونووزيرپه ټوګه مقررشو.

دارشاد،حج او اوقافو وزارت چارچلند

دارشاد حج او اوقافو وزارت څرنګه چه له نامه څخه ئى څرګنديزى . يو له ډيړو مهمودولتى نهادوڅخه دى چه دخلكو ددينى كړنو تنظيم برسيره ديوه ارتباطى پله په څيردافغانستان اسلامى جمهورى دولت او اسلامى نړى ترمنځ عمل كوى . دغه وزارت يوه كليدى ارګان په عنوان په دينى سكتوركى ددينى اموراتو دمبادى دانسجام دودى او پراختيااو دافغانستان دخلكودملى او  فرهنګى ارز ښتونو دساتنى په منظور.دبودجوى او كداى نميګړتياؤسره سره . دقانونى مراتبوپه چوكات كى . چه ملى ستراتيژى دديني سكتورپه برخه كى پرهغه تكيه لرى . فعاليت كوى دارشاد ،حج او اوقافووزارت دافغانستان خلكوته دديني خدمتونو دپرځاى كولو په برخه كى . دكارى خپلواكى دساتنى سره سره دخپلو دندوترسره كولو په لړكى دپوهنى ،دلوړو تحصيلاتو ، دعلومو اكادمى ، سترى محكمى ، دعدلى وزارت ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او پارلمان ارګانونو سره په داخلى برخوكى او داسلامى هيوادونو سره په بهركى دقانونى مقرراتو په چوكات كى كارى او ستراتيژيكى اړيكى لرى ، نو زيارباسى خپل حقوقى مراتب دنهادى په چوكات كى دافغانستان دينى سكتورستراتيژ ى او دملى ودى ستراتيژى ته پراختيااوټنګښت وبښى .

دغه وزارت  په لاندى برخوكى ديوى معينى اومخه ايزى پاليسى  لرونكى دى

۱- ددينى امورو دارشاداتوپه برخه كى دمساجدو ، حسينيواودينى مدرسوله طريق نه جوړونه په مركز او  ولاياتوكى دوقفى عوايد و له طريق څخه دوقفى جايدادونو بياجوړونه  

2-  حاجيانوته دخدمت په برخه كى . دحج اوزيارتونو دپروسى تنظيم دمسلمانانو اونورو اديانو دپيروانو لپاره .

۳- دوقف امورو اوغصب شنووقفى ملكيتونو داسترداد دنظم په برخه كى

4-دفرهنگی، تحقيقي اوعلمي كړنوپه برخه كې داسلامي علومودتحقيقاتواونشراتي كانال له لياري له هغه جملي نه دپيام حق مجله، ارشاداسلام اوداسلامي معتبروكتابونوچاپ .

۵- دعامه فكرونودروښانه كولوپه برخه كې: دفقهي تحولاتواودخلكودديني ستونزودحل په لياركي مرسته كول.

۶- دمذهبي اوټولنيزخدمتونوپه برخه كښې دمساجدو، حسينيواوخانقاګانودآبادي اوبياجوړوني په مركزاو ولاياتوكې دحج عملياتي مركزونه. دارشاد، حج اواوقافودرياستونودودانيوجوړول په مركز او ولاياتو كې، دكتابخاني اوموزيم جوړول دمزارشريف په روضه كې. دتدريب ائمه داكادمي تعميردوزارت دكامپلكس دتعمير جوړونه. ښځوته دفاتحه خواني دسالونونوجوړونه په مركزاوولاياتوكي. دوقفي عوايدوله طريق څخه دوقفي جايدادونوبياجوړوني. دذكات راټولوني اوويشتني ديوي اداري تاسيس اوددغي اداري په اړوند خدمتونه، دمسجدونواعماراوتخصيص. دښځودجماعت لمانځه اداكولولپاره. دقنوايوخپلواك، صلاحيت لرونكي ، علمي اوقوي مركز.

 دشرعي مسائلوپه اړونددكابل په ښاركې .              (3)

1-     دقانونمنده اوښايسته ديني خدمتونووړاندي كول- اودخلكودويښتيادسطحي لوړتيا- اودهغوي پراخه اوټينګه برخه اخيستنه دافغانستان داسلامي جمهوريت په پرمختيائي برناموكښي، فرهنګي اوعنعنوي بياجوړوني. اودملي اعتماددجلب اوددولتي نهاددتقويي لپاره ديوي پايه داره ملكياوكلك امنيت په منظوردفقرلري كول- اوديوه پرمخ تللي متمدن اودوياړه ډك هيوادپه بين المللي ساحه كې لاكن چارچلنديادارشاد، حج اواوقافووزارت كاري فعال سياست. دملي پراختيادمندرجي ستراتيژي ګټوته په پام كې نيولوسره داسلامي دولت دوتي ستراتيژي په برخه كې په لاندي ډول ده .

الف:- دزړه پوري ديني خدمتونودپرځاي كولوپه برخه كې- اودخلكودپوهي دسطحي لوړتيا. چه دفقردلري كولواودملي يووالي دروحيى دساتلوپه مخه سرته رسيږي .

1-     دمحراب اومنبردنهادتقويه، دمساجدو، حسينيواوخصوصي مدرسواعمارپه مساجدوپوري اړوند.

2-     دپوهوخطيبانو، اوامامانواستخدام داصل ښايسته سالاري دټينگښت اوتقوي په منظور.

3-     دتخصصي وركشاپونوتدويردمسلكي اومتخصصوامامانواوخطيبانودكداونودروژني په منظور.

4-     دخصوصي مدرسوتقويه اوپراختيادمسجدونوپه چوكات كې دبي سوادي دلري كولوپه منظور. اودديني مبادي نشرداطفالو، نارينه ځوانانواوښځودپاره .

5-     دتبليغ اوخطابت دتيؤوسيستماتيكه جوړونه دخلكودچټكي اوپه موقع پوهي په منظور. دديني ارزښتونواودخلكودحمايت راجذبول له دولت څخه  .

6-     دجمعواواخترونوپه خطبوكې داغيزناكه تبليغاتوپرځآي كول . دعامه خلكودهمكاري راجذبول، دبشر دحقونوارزښتونوته درناوي، چاپيريال ساتنه صحي اوروغتيايي امورات، داطفالواوښځوحقونه، دقانون حاكميت، په ټول ټاكنوكې برخه اخيستنه، دمخدره موادواومسكراتواواداري اواخلاقي ناخوالوپرضدمبارزه.

7-     دحفظ دحلقواودخصوصي مدرسومنظم راجستريشن- ددولتي روحئ ددفاع دتقوئي په منظورپه مدرسوكې دښووني اوروزني څخه. دهيوادڅخه دافغاني زده كوونكودبي ځايه وتلومخنيوي. اودافغاني ښووني اوفرهنګ پراختيادننه په هيوادكې .

ب:-دعبادي، فرهنګي اوثقافتي خدمتونوپرځاي كولوپه برخه كې. چه دتشريك مساعي په مخه دهيوادعمومي پراختيااوعبآدي سياسي كړني اوپايلي سازمان وركول كيږي .

1-     دپيام حق مجلي اوارشاداسلام دهفته نامي چاپ اونشردخلكودمعلوماتودسطحي لوړتيااودمسلكي اوديني ويښتناپه منظور. اودوزارت دكړنواوفعاليت انعكاس په ټولوكاري خواؤكې .

2-     دكنفرانسونواومحفلونوتدوير، دكتاب اوسنت درانه مقام ته درناوي دهيوادتاريخي ورځودرناوي اوديوبل غوښتني دروحئ پراختياپه ديني اوهيوادني غوره فضاكې .

3-     دعبآدي كړنوانسجام دهغه له جملي نه دروژي دمباركې مياشتي برنامه- دكلام الله مجيددختم دتنظيم پروسه، دقرآن عظيم الشان دنزول دحسن لمانځنه اودخلكوتشويق داسلام ددريم ركن دكړنودپرځاي كولوپه منظور. اودعامه خلكودځلانده ښودل نفس دتحمل دفرهنګ په پراختياكې. دفقرپرضدمبارزه- دفقيرانواومسكينانوڅخه لاس نيوي. اوداجتماعي عدالت ټينګښت .

4-     دښه قرائت اوتفسيردمسابقوپه لارآچونه دهيواددټولوحافظانوترمينځ دحافظانودروښانه استعداددودي په منظور. دهغوي لوړتيانقش په بين المللي مسابقوكې. اواصل ساتني پراختيادكلام الله مجيددحفظ دتدويردمركزونوڅخه. په دين مينوځوانانولپاره .

5-     داسلامي علوموپه حوزه كې داكادميكواوعلمي تحقيقاتوسر ته رسول داسلام دبډاي فرهنګ دپراختياپه منظور. اودعالمانودنقش تقويه دافغانستان په ملي اسلامي اوكلتوري دوروكې دتاريخي، علمي، فرهنګي ارزښت منده ميراث ساتنه .

6-     دافغانستان دعالمانوڅخه ايزه سازماندهي دعلمي مجمع په چوكات كې. خلكوته دفقهي پښتنودرسيدلوپه منظور. اويودديني لاركړني منځته راوړل. دويره اچوني، تروريزم، سړي تښتوني، قومي لساني، نژادي، سمتي اوحزبي تعصباتوپرضدمبارزه كې .

7-     دحج اوعمري دتنظيم په پروسه كې بدلون راوستل. سعودي عربستان دافغاني دحاجيانودآبرومندانه ليږلوپه منظوراودافغانستان دخلكو. قانون منده اخلاقي اوځلانده شته والي دحج په بين المللي كنگره كې .

8-     عراق اوايران ته دكربلااوامام رضادزايرينودليږلوزمينه برابرل . دحضرت امام حسين(ع) اوامام رضادمقبروزيارتونوپه منظور .

9-     هندوستان ته دآب گنگ دزايرينودلږلوزمينه برابرول. افغاني سكانواوهندوانوته دكلني مذهبي مناسكودپرځاي كولوپه منظور .

۱۰-اسلامي هيوادونوكې خطيبانواوامامانوته دمنځي اوعالي تحصيلاتوزمينه برابرول. دعالي تحصيلاتو دنفوس  په منظوراوپه افغانستان كې په فرهنګي اوعلمي بياجوړونه كې ونډه  خستنه  .

ج:- دوقفي املاكودتنظيم په برخه كې. دهيوادداقتصادي سيستم تقويى په منظوراودخلكوديني ستونزوته رسيدنه .

1-     دوقفي املاكودوضعي دمقرري تنظيم دزورمندانوڅخه دوقفي املاكوربيرته اخستني په منظور. دټولني عدالت تحقق اودوقف دارزښت پراختيادخلكوپه مينځ كې .

2-     په بانك كې دخپلواك حساب پرانستنه دوقفي عوائدودراټوئي په منظور. اودحيف وميل څخه دهغي مخنيوي دافرادواوغيرمسئول كسانوڅخه .

3-     دعشراوذكات دراټولوني په شكلواوميتودونوكې ستربدلون راوستل دهيوادداقتصاددمياني دلغوي په منظور .

-       داسلامي هيوادوسره دافغانستان وقفي امورودكارپريدونكو .

داړيكوتقويت دنومړهيواودكافي تجربودانتقال په منظور