د فرضی حج رياست خبرتيا

د کابل ښار د ناحيو ټولو هغه اوسيدونکوته خبر وکول کيږي چې د فرضی حج اداء کولو هوډ ولری د ۱۳۹۸کال په  کم سهم  د نوم ليکنې او لومړی قسط روپو د تحويلو په موخه د اصلی تائيد شوی تذکرې له دوه کاپيانو، ۸ قطعه انځورنه  چې (۳په۴) کې چې  اوسنيی وي، د ۵۰۰ آمريکايې ډالرو سره د ۱۳۹۷کال د ليندۍ مياشتی ۲۰ نېټي سه شنبی  ورځی څخه د ۱۳۹۷کال دمرغومې ۱۹ نېټې پورې په رسمي وخت کې د مرکزی زون دحجاجو پنغالي  ته د غوښتل شوو اسنادوسره مراجعه وکړي چې د مرنجان تپې په لنمن، د خوشحال تيلو پمپ ( زړو مکرويانو) ترڅنګ شتون لری.

د کابل ښار۲۱ ناحي اوسيدونکو سهم د ۱۳۹۸کال او ۱۳۹۹کال لپاره پوره شوي نوهيله کووچې د دې ناحي اوسيدونکي دي زحمت ونه باسی .

د ولايتونو محترم غوښتونکی دي د کم سهم لپاره  په ياده موده کې د ښودل شوو  اسنادو سره په ولاياتوکې دارشاد، حج او اوقافو  رياستونو ته مراجعه وکړي.

د يادونې وړده چې متکرر حجاج ( هغه وګړی چې يوځل يې فرضی حج اداء کړي وي) بيا د حج په پروسه کې نه مل کيږي خو پرته له شرعی محرم چې مېرمن وی او فرضی حج يې نوي اداء کړي  منل کيږي.

يادونه: له ټولو غوښتونکو څخه هيله کيږي چې الکترونيکی پاسپورت ولري له ځان سره دي راوړي.