د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا

په پام کي ده چه دقرآنکريم دکامل حفظ په څانګو کی د نارینوو د ډلي څخه د عشره تلاوتونو لپاره د 2019 کال د اپريل په میاشت کی دکويت هیواد کی نړیواله سیالي ترسره شی، په همدی توګه د یو تن حافظ چه د قرآنکريم دکامل حفظ درلودونکی وی (د عشره تلاوتونو په ډول شاطبیه یا الدره) په یاده سیالی کی د افغانستان څخه یی د ګډون وړاندیز شوی.
د قرآنکريم د ټولو حافظانو څخه کوم چه د صوت يا آواز دحسن، کامله آشنایی د عشره تلاوتونو سره ولری او عمر یی د سیالو د ترسره کیدو پوری له (۴۰ ) کالو پورته نه وی، کولای شي د لومړني آزمويني په موخه د یادی سیالی لپاره د شنبی په ورځ ۱/۱۱/۱۳۹۷ د سهار په (۹:۰۰) بجو د قاريانوو د رياست و انګړ ته کوم چه په نوی ښار (شهرنو) سيمه کې موقعيت لري د خپلي تذکره سره حاضر شي.