د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت خبرپاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم

﴿ ... لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ... ﴾

 

د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت د سرلیک یوازنی دینی سکتور دی په افغانستان کښی کوم حقوق او وجایب چه د اسلام مقدس دین و ښځو ته قایل شوی ده تل دمسجدونو او حسینیه وو د منبرونو او دتبلیغاتو او مجلسونو له لاری بیان شوی دی او دهغه څخه یی په عملی توګه ملاټر کړی ده .

 

ښځی داسلام د ښکاره کیدو څخه مخکی د جاهلیت په دوران کښي  د بی ارزښته توکی په شان پيرودل او پلورل کیدلی او د ټولو بشری او ټولنیز حقوقو څخه محروم پاتی وی لکه د تعلیم حق ، دمیراث حق ، رای ورکولو حق او ملکیت حق څخه محروم پاتی وی او د انجلی زیږون د نړی په ډیرو قومونو کښی دننګ او عار په سرلیک ګڼل کیدی حتی یو شمیر دهمدی بی وزله انجونو ژوندی ښخیدلی هم.

د اسلام دین مبارک دین دی او  د نن ورځی څخه ۱۴پیړی درمخه یی د لمړی ځل لپاره و ښځو ته حقه ای حقوق  قایل شوی ده، خو په نورو دینونو کښی نه لیدل کیږی.

د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت دمسجدونو دتنظیم چارو مشر مولوی فضل الکریم سراجی په وینا د اسلام دین دلارښونو  او دانسان جوړونی په پرتو کښی  دمیراث حق ، دملکیت حق ، تعلیم حق او کار حق دمحمدی  (صلی الله علیه وسلم ) غرا د شریعت په حدوده کښی و ښځو ته تسجیل شوی دی.

لکه څنګه چه بیان شول د اسلام مقدس دین دلمړی ځل لپاره دبشریت په تاریخ کښی د ښځو لپاره حقوق په رسمیت پیژندلی دی چه دهغوی د فطرت سره یی مطابقت کوی او هیڅکله یی و ښځو ته  د پر قوته ، مرهق او دهغوی دفطرت سره ناسمه چارو د ترسره کولو لازمتیا نده کړی ، د بل لوری د افغانستان داسلامی جمهوری دولت همدا راز د اسلام دمبین دین  د لارښود په تعقیب د ښځو لپاره حقوق او امتیازات او ځانګړی درنښت په مختلفو سیاسی ، ټولنیز ، اقتصادی او علمی عرصو کښی قایل شوی چه مناسب د ستاینی دی.

د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت رهبری د ښځو و حقوقو ته د اسلام د مقدس دین او دافغانستان داساسی قانون په پرتو کښی د  دینی عالمانو لخوا یی د عزت کولو ملاتړ کوی او دافغانستان د ټولو عالمانو څخه غواړی ترڅو دمسجدونو او حسینیه وو د منبرونو له لاری یاده موضوع نور هم درنو وطن والو ته بیان کړی ترڅو په اړه  د عامه  پوهاوی کچه زیاته شی.