د تالقانو ښارجامع مسجد په انګړ کې ۱۴۵ دکانونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

دا دوکانونه په داسې حال کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه چې دتخاروالي دکتور فضل الله مجددي، داجرائيه رياست سلاکار مولوي عبدالقهار حکيمي، دارشاد، اواوقافو رئيس، دعلماي کرامو او درسنيو استازو شتون درلود چې دا دوکانونه تالقانوښارپه جامع مسجدکې  ۷.۲۸ مليونه افغانيو په ارزښت ګټې اخستنې ته وسپارل شوي.

 دتخار والي وويل : د دوکانونو دويش کميټه د مزايدې طريقې په پام کې نيولو سره تدارکاتو قاتون په رڼاکې غوښتونکو ته په ټول شفافيت سره درسنيو په مخکې ووېشل کيږي چې په داطلبۍ کې برياليو شوي وي  وويل چې تاسې دپاکواو حلالو توکو خرڅول او اخيستل مشروع تجارت وکړي او دمسجد شريف حرمت په پام کې ونيسئ او د دوکانونو کرايه په خپل وخت سره اداء کړي څو وزارت  خپلې پروژې په سمه توګه  پرمخ يوسې، دتخار والي دارشاد، حج اواوقافو وزارت له دې کړنې قدرانې کوم چې دمسجد په انګړ کې يې زمونږ ښاريانو ته دکار زمينه برابره کړه ، دارشاد، حج اواوقافو وزارت د دفتر له رئيس او دارشاد، حج اواوقافو دولايتې رئيس او د ګډې کمېټې څخه مننه وکړه چې په پوره حوصلې سره يې دې پروسه  ته تحق ور کړ.

دتخار ولايت دارشاد ، حج اواوقافو رئيس د خپلو خبرو په ترڅه کې ډېره کړه : دشرط نامې له اصولو سره  سم دا دوکانونه  ګټونکو ته په کرايه  ورکول شوي دي هغې نورو اشخاصو او ډلو ته په ترسرقلفي نشې ورکولاي ، هغه ډېره کړه: ددې ملکيت  عوايد دارشاد، حج اواوقافو وزارت حساب ته استول کيږي.