نن جمعه د ۱۳۹۷کال د وری په ۳ نېټه د دلکشا ماڼۍ مسجد ولسمشر غنی پرانيست.

 

 

دافغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر محمد اشرف غنی نن د ارګ د دلکشا ماڼۍ مسجد د ډبرينې لوحي په ښودلو سره  دلومنځ کونکو لپاره پرانست.

ولسمشر د جمعې دلمانځ له اداء کولو څخه مخکې چې د هېواد يو شمېر جيد علمای کرامو هم شتون درلود، دوري په لومړي نېټه د ترورستې فاجعې دشهيدانو روح ته دعا او ټپيانو ته  دروغ سټې غوښتنه وکړه نوموړي وويل: نن مونږ يومهيمه دنده په ځاي کوو، داځکه چې دملي وحدت حکومت ترټولو اړينیکړنې دجوماتونو اعمار اوبيا جوړونه په هېواد کې ده ، هغه ډېره کړه: تقريبا له ۱۱۰ کلونو کېږي چې دګلخانی ماڼۍ جامع مسجد پرانستل شوي دي، دا دويم مسجد دي چې د ارګ په انګړکې چې ټول مسلمان هېواد وال يې دپرانيستې شاهدان دي.

ولسمشروويل: چې دخرقې شريف مسجد، د روصه مبارکه، پلخشتی او عيدګاه او داسې نور جوماتونه داعمار اوبيا جوړونې په حال کې دي او په ملي بودجه کې يې داعمار او مرمت لپاره يې هرکال ډېره بودجه تخصيص کېږي اوپه دي برخه کې زمونږ اراده په ډاکيزه ده.

ولسمشر غنی تاکيد وکړ: دهېواد جوماتونه بايد په داسې توګه اعمار اوبيا رغونه وشئ چې را تلونکو نسلونو ته زمونږ د جهاد، عقيدې او ايماندارې ښکارندوې وي.

دهېواد ولسمشر دخپلو خبرو په پای کې وويل: په ارګ کې هرډول غونډې او مراسم ترسره کېږي ، نو د پنځ وخت لمونځ د اداء کولو  لپاره بايد د ارک په هر برخه کې مسجد شتون ولري، ترڅو  زموږ مسلمان وکړي  خپله دينې فريضه  اداء کړي.

د ويلو ده چې دلکشا ماڼۍ مسجد په ۱۳۷۹کال کې  په ابتدايې بڼه  اعمارشوي وو بيا جورړنه او مرمت په موخه  د ۱۳۹۶ کال د عقرب په مياشت کې يې دبياجوړونې چارې پيل شوي،دلکشا ماڼۍ مسجد داخلي جورړښت۲۲۰ متره مربع او ۱۵۹ متره مربعه برنډه لري او په يووخت کې د ۵۲۵ تنو لومنځ کونکو چوګه دي.