نن د ۱۳۷۹ کال د ورې په ۱۵ نېټه دارشاد، حج اواوقافو وزارت له خوا د احوالو دنفوس عمومي رياست تر منځ دهمکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.

 

 

دارشاد، حج او اوقافو وزير استاد فيض محمد عثمانی داحوالو دنفوس عمومي رئيس ترمنځ دهمکاري هوکړليک لالسليک کړي چې هېواد والوته عامه پوهاوې ورکول د علماي کرامو او دمساجدو  او حسينو امامانو په ملتيا د وزارت دغوڼدو په تالارکې لا سليک شو.

غونده د کلام الله مجيد په څومبارک اياتونو په تلاوت سره پیل شوه .

په پيل کې دارشاد، حج اواو قافو وزير د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:  دهېواد دعلماء کرامو په استازيتوب  ډاډ ورکوم چې دالله جلاجلاله په مرسته به په دې برخه کې پوره پوره همکاري ترسره شئ.

هغه وويل : د وزارت له لورې دجمعې مبارکي ورځي دخطبې کتاب چاپ شوي په هغې کې دکوچنيانو د نومونو دثبت او په تاکنو کې برخه اخيستلو په اړه موضوعات راغلي دي چې ملاامامان به يې په خپلو خظبوکې داسلام مبين دين په رڼاکې هېواد والو سره شريک کړي.

بياد احوالو نفوس عمومي رئيس خبرې وکړې : پېژند پاڼه يوازې په ټاکنو کې مهمې نه بلګې  دپاسپورت اخستلو  او دنورو شخصي کړنو کې ترې ګټه اخستل کيږي، هغه دارشاد، حج اواوقافو وزیرڅخه دعلماي کرامو په  استازيتوب  مننه وکړه او په کړنو کې ورته د لا ډېرو بريالايتوب هيله وکړه غونډه د جوماتونو دانسجام رئيس په دوعايې سره پاي ته ورسيده