دتدارکاتو ملي کميسيون سعودي عربستان ته د۳۰ زرو څخه د ډېرو حجاجو داستونې قرارداد د منظور کړل.

 

 

دملي تدارکاتويو سلو څلور څلويښتمه اونيزه غونډه  دافغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ په ولسمشري ماڼۍ تر سره شوه.

 په دې غونډه کې دتدارکاتو ملي کميسيون غړو ۱۹ قراردادونه تر څيړنې لاندې ونيول چې په  پايله کې  ۱۶ قراردادونه دکميسيون له لورې منظور شول چې يويې  دهېواد ۳۰۳۵۰ تنو دحجاجو دانتقال لړۍ ده  سعودي عربستان ته چې په دې غونډه کې پري توافق وشو لکه څرنګه چې د تدارکاتو ملي کميسيون غړو په ياده پروژه کې دبحث په ترڅ کې  هوکړه وکړه چې داريانا افغان هوايې شرکت او دکام اير هوايې شرکتونه دي په ګډه اوپه مساويانه توګه دي حجاج سعودي عربستان ته انتقال کړي.

دافغانستان اسلامي جمهوريت جلالتمآب ولسمشر تاکيد وکړچې اړونده ادارې دي دافغان حجاجو د انتقال په برخه کې  دي اسانتياوې رامنځ ته کړي.

ديادونې ده چې دکميسيون په دې غونډه کې دافغانستان اسلامي جمهوريت داجرائيه رياست رئيس جلالتمآب دکتور عبدالله عبدالله دافغانستان اسلامي جمهوريت عالي مقام دويم مرستيال دمالي، اقتصاد، عدليې وزيرانو ، د دافغانستان اسلامي جمهوريت عالي مقام خاص سلاکار دکانوپه برخه کې ، ملي او نړيوالو  ناظيرنو ، له فساد سره دمبارې پالماني کاکس، دافغانستان د روڼتيا سازمان، دولسي جرګې د ملي بودجې او ملي اقتصاد کميسينونو، دافغانستان دبيا جوړونې لپار دمتحدايالاتو استاری (سيکار) اووسيس تيکا ( غوڅ ملاتړ) هم شتون درلود.