د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست لنډه پیژندنه

د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست په لومړنیو کې د اسلامي علومو د تحقیقاتو ریاست په نوم او وروسته بیا د امام قتیبه بغلاني (رح) د اسلامي علومو دتحقیقاتي مرکز تر نامه لاندې یادیده، او په دی ورستیو کې لازمه ګڼل شوه چې ( د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست ) په نوم باندې ونومول شو.

د اسلامي فرهنګ د حقیقت او ماهیت په سم ډول معرفی کول، د ټولنی د ثبات او پر دوام ولاړ د ژوند په مختلفو ا‌ړخونو کې د اسلام د سپیڅلی  دین د احکامو توضیح او شرحه، د دیني، فرهنګي، ټولنیز او نورو چارو پر محور ولاړ د ملي پراختیا د ستراتیژی په برخه کې فعاله او ښکاره ونډه ددی بنسټ له مهمو او اساسي موخو څخه دی او په دی وروستیو کې د وړ او روزل شوو کسانو پرمټ د خدماتو د وړاندې کولو له لارې چې د تالیف، ژباړی او علمي سیالیو په برخه کې نوی او بی ساری لاسته راوړنی لرلی دي چې د ( خطبه های جمعه) تر نامه لاندې کتاب چې په دوه ټوکونو د هیواد په دوه ملي ژبو (پښتو او فارسي) کې د دې لاسته راوړونو یوه بیلګه ده.

د جمعي خطبې کتاب: یو پیاوړی علمي، څیړنیز او تدقیقي اثر دی، چې له یوی خوا د خطبو په ښه والی او سازماندهي او جوماتونو د خطیبانو لپاره د منابعو او اسانتیاوو په رامنځته کولو کې ډیر ګټور دی او له بلی خوا د خلکو د پوهي او زده کړی په لوړوالی، د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو په ټینګوالی کې یو ښه لیدلوری لری.

له دی سره سره د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست ان شاء الله په دی تصمیم لری چې په دی لاره کې ټولې اکاډمیکي توانایي ځواک او امکانات بسیج کړی او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي د علمي ظرفیتونو په لوړوالي او د اسلامي موخو د تحقق په لاره کې خپلو خلکو ته د ټولنې د ترقي پوهوني په برخه کې نوی او ځلیدونکی خدمتونه وړاندې کوی.

د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست له لاندې شپږو دیپارتمنټونو څخه جوړ شوی دی:

  1. د اسلامي فرهنګ او پوهنې د ډیپارټمېنټ امریت.

  2. د ښځو د اسلامي حقونو د مطالعاتو د ډیپارټمېنټ امریت.

  3. په ساینسي علومو باندې د اسلامي علومو د تطبیق د دیپارټمېنټ امریت.

  4. د عقیدې او فلسفې د مطالعاتو د ډیپارټمېنټ امریت.

  5. د اصول دین د تدقیق د ډیپارټمېنټ امریت.

  6. د اسلامي تاریخ د مطالعاتو د دیپارټمېنټ امریت.

  7. د اجرائې مدیریت.

د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو ریاست په دې تشکیل سره د موضوعه قوانینو د روحیې مطابق او د ملي پراختیا د ستراتیژۍ غوښتنې په لاندې څانګو کې د لیدو وړ اجراآت تر سره کړي دي چې په لنډه توګه یې وړاندې کوو:

کاري شاخصونه (برخې):

  1. بیا کتنه، مطالعه او وزارت ته د وارده اثارو په اړوند د نظر وړاندې کول.

  2. له افراط او تفریط، زیادت او تنقیص څخه لرې د اسلام د روښانه لیدلوري او واقعي انځور د وړاندې کولو په منظور د اصلي اسلامي فرهنګ نشر او خپرول.

  3. په ټولنه کې د ناوړه دودونو او خرافاتو په وړاندې مبارزه او د اسلامي حقایقو د ځلیدو په لور د عامه ذهنیتونو جوړول.

  4. د اسلام د سپیڅلي دین له اساساتو او زده کړو څخه د ځوان نسل خبرول.

  5. په دیني، فرهنګي، اخلاقي، ټولنیز او تاریخي برخو کې افرادو، دولتي او خصوصي ارګانونو او بنسټونو دیني او علمي پوښتنو ته ځواب ورکول.

  6. د علمي اثارو تصحیح او بیا ارزونه او د هغو په اړه مناسبه لیکنه.

  7. د وخت او زمان د غوښتنې او ضرورتونو په اساس د علمي اثارو ژباړل، تالیف، تحقیق او تدقیق، نشر او تعمیم د دې ریاست له کلیدي دندو څخه دي، چې پرته له شکه د دې څانګو هره یوه برخه یې د دې مرکز وجودي مفهوم ته اولویت بښلی دی او د هغې شتون یې د درنو چارواکو په چوپړ کې تیار کړي دي.

  8. د ځوان نسل (ذکور او اناث) د تشویق په موخه د دیني علومو، تاریخي، فرهنګي، او د مقاله لیکنې سیالۍ په لاره اچول.

  9. د بشریت د منجي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د نېکمرغه میلاد نماځل.

  10. د ذیصلاح مقاماتو د لزوم دید په اساس د سیمینارونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو دایرول.

  11. د ذیربطه ادارو سره همکاري او همغږي او په علمي محفلونو او تحقیقي سیمینارونو کې ګډون کول.

  12. د ذیصلاح مقاماتو د لارښوونې سره سم د ارشاد، حج و اوقافو وزارت په استازولۍ د ذیربطو ادارو په سیمینارونو او کاري کمېټو کې ګډون او برخه اخیستل.

دا یاد امور د بنسټیزو دندو د دغه ریاست څخه یادیږی، چې پرته د شک څخه دا هر شاخص دې مرکز، شتون ته د اولیت حق ورپه برخه کول او د ده مرتبه د ذیصلاح مقاماتو په وړاندې ځلوی.

مسلماً د داسې یوې علمي او مطالعاتي ادارې شتون او علمي او تحقیقي څېړنو په لار کې ګامونه اخیستل د اهمیت وړ دي او یو ځانګړی ځای لري، نو د دې لیدلوري اجرايي ماهیت، د اسلامي حکومت د استحکام، صلابت او متانت سببونه شمېرل کېږي.

د کار څرنګوالی:

  1. اداره، رهبري، پلانګذاری، د اجرااتو کنټرول، مراقبت، تحلیل، ارزیابي او اجراات.

  2. د کاري پلانونو ترتیب او تنظیم او ذیصلاح مقاماتو ته په میاشتني، ربعوار او کلنۍ بڼه د اجرااتو راپور وړاندې کول.

  3. د کتابونو، رسالو او نورو علمي او تحقیقي اثارو تحقیق او څیړل، ژباړه، تالیف او تصحیح.

  4. ټولنې ته د ښو او لازمو خدمتونو په غرض د ګټورو برنامو په طرح او وړاندې کولو کې د علمي او تحقیقي مرکزونو او دولتي او خصوصي بنسټونو سره مرسته کول.

  5. په علمي او فرهنګي برخه کې د افکارو د تبادلې او د تجربو د لاسته راوړلو په غرض د هېواد په دننه او بهر کې له علمي او تحقیقاتي بنسټونو سره د اړیکو ټینګول.

  6. د کتابونو، مجلو او نورو علمي او تحقیقي اثارو د تالیف او تصنیف لپاره د معلوماتو د تبادلې په غرض له اکاډمیکي مراجعو.

  7. د علمي د ارشاد، حج و اوقافو وزارت د نشراتي ارګان په پیام حق مجله کې د خپرولو په موخه د علمي مقالو لیکل.

  8. د دیني مجلسونو او کنفرانسونو جوړول او دایرول او همدارنګه د ټولنې د ضرورت وړ موضوعاتو د تشریح او توضیح په منظور او د شبهو او عامه افکارو د روښانولو په منظور د ټولیزو رسنیو له لارې په اسلامي علمي بحثونو کې فعاله ونډه اخیستل او ګډون کول.

  9. د وزارت د اهدافو په تطبیق کې او د ذیصلاح مقاماتو د مصوبو، لارښوونو، احکامو او فرمانونو په اجرا کولو کې ونډه اخیستل.

فعالیتونو او لاسته راوړنې:

الف: د تالیف او تصنیف په برخه کې:

چاپ شوي علمي اثار:

  1. د (خطبه های نماز جمعه) کتاب په دوه ټوکه او شپږ فصلونو او له (۱۲۷۸) څخه په زیاتو پاڼو کې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی.

  2. د (جمعې خطبې) کتاب چې اوس د چاپ په حالت دی.

  3. د (راهنمائی ایراد خطبه برای خطباء) رساله د چاپ په ګاڼه سمبال شوې ده.

  4. (د امامانو او خطبیانو د خطبو لارښود) رساله د چاپ په ګاڼه سمبال شوې ده.

  5. لومړۍ سلسله د ( اشنایی با بزرګان دین ) (زندګی نامه مولفین صحاح سته ) رساله د چاپ په ګاڼه سمبال شوی ده.

  6. دوه همه سلسله ( اشنایی با بزرګان دین ) ( زندګی نامه مختصر ابن حبان بستی هلمندی ) دا رساله د چاپ لپاره په مطبعه تیاره ده .

  7. د ( مهریه زنان ) رساله د لیکلو څخه وروسته د علمي کمیټې د غړو لخوا تصحیح او د چاپ لپاره تیاره ده .

  8. ( حقوق زن در خانواده ) رساله د لیکلو وروسته د علمې کمیټی د غړو لخوا تصحیح او د چاپ لپاره اماده ده.

  9. ( په افغاني ټولنه کې د ناوړی دودونو او رواجونو له منځه وړو کې د اسلامي شریعت ونده ) رساله لیکل شوی ده .

  10. د شپږ تنو د دین علماو بیوګرافی چې په لنډ وخت کی به یی په نومونو باندې مډالونه ولیکل شي چې دهمدې ریاست لخو د وزارت رهبري مقام ته پیشنهاد شوی او د ریاست جمهوری عالي مقام لخوا  څخه تایید شوی دی.

ب: د علمي مقالاتو په هکله:

  1. په هره ربعه کې د اداری فساد په اړه مقالې لیکل چې د خپرولو لپاره د همدی وزارت د نشراتو ریاست د پیام حق مجلي ته سپارل کیږی.

  2. د اسلامي معارف او مختلفو مضامینو په اړه علمي او تحقیقاتی مقالې لیکل هغه مقالې چې ددې وزارت د نشراتو ریاست د پیام حق مجلي لخوا په نشر رسیدلی په لاندې ډول دی:

  3. ( اهمیت و منزلت علوم طبي در احکام و قوانین اسلامي ) مقاله.

  4. (تبعیض و تعصب از دیدګاه اسلام) مقاله.

  5. ( عظمت قلم و اهمیت نوشتن ) مقاله.

  6. ( اضرار و اقسام مواد مخدر ) مقاله.

  7. ( دلایل حرمت مواد مخدر ) مقاله.

  8. ( ربا از دیدګاه اسلام ) مقاله.

  9. ( فساد اداری و پیامد های ان ) مقاله.

  10. (اهمیت و مسایل رمضان مبارک ) مقاله.

  11. ( حقوق اطفال ) مقاله.

  12.  ( ممنوعیت قاچاق انسان از منظر اسلام ) مقاله .

  13. ( اضرار و پیامد های سوء قاچاق انسان ) مقاله .

  14. ( نقش خدیجة الکبری در ګسترش دعوت اسلامي ) مقاله.

  15. ( اضرار و پیامد های بدزباني ) مقاله .

  16. ( خصايص و ویژیګی های مدیریت موفق ) مقاله .

  17. ( اخوت اسلامي و راهکار های تحکیم آن ) مقاله .

  18. ( فساد اداری ) مقاله .

ج: د ترجمی په برخه کې:

۱ – د ( خطبه های جمعه ) کتاب له دری څخه پشتو ته ترجمه شوی دی .

۲ – ( رهنمای ایراد خطبه برای خطبا و امامان مساجد ) له عربی څخه دری ته ترجمه شوی دی.

۳ – ( د امامانو او خطیبانو د خطبو لارښود ) له عربي څخه پښتو ته ترجمه شوی دی.

۴ – هغه قرارداتونو چې په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې په په بعثه د مکې مکرمې او مدینې منورې کې ترسره شوی ول.

۵ – ( کتاب الطریق الی الجنته ) له عربی څخه دری ته ترجمه شوی دی.

د: بیا کتنه او د نظر څرګندول:

۱ – د وزارتونو او د خپلواکو ادارو ترمنځ د اطفالو تخلفاتو ته د رسیدګی قانون د تطبیق په منظور د څو اړخیزو پریګړه لیک په اړه مطالعه او نظر ورکول .

۲ – بیا کتنه او نظر څرګندول  د هغه دوه اړخیز قرارداتونو په اړه چې د حج او اوقافو وزارت او د امداد انکشاف سریع موسسي سره ترسره شوی.

۳ – نظر څرګندول  د هغه قرارداتونو په اړه چې د وزارت حج او اوقافو او د هغه  موسسو ترمنځ چی د انسانانو او مهاجرو د قاچاق د مخنیوی په برخه کې فعالیت لری.

۴ – نظر څرګندول د هغه قرارداتونو په باره چې د وزارت حج او اوقافو او د صداقت او فضیلت موسسو سره اجرا شوی دی.

۵ – د ( ادیان شناسی تطبیقی ) کتاب تصحیح او بیاکتنه.

۶ – د ( معلومات قراني ) کتاب تصحیح او بیاکتنه.

۷ – د ( درس های برګزیده شده تربیتی از سیرت نبوی برای جوانان ) رسالې تصحیح او بیا کتنه.

۸ – د انساني قاچاق په برخه وړاندې د مبارزی د ښوونیزی لارښونی په اړه نظر څرګندول .

هـ: سمینارونه دایرول:

  • د سیرت النبوی صلی الله علیه وسلم مسابقه په لاره اچول د شهر نو د هراتیانو په مسجد کې.

  • د حضرت محمد ص د سیرت او اخلاقو په باره د مقالو لیکلو مسابقه په لاره اچول.

  • د افغانستان د علومو اکاډمی په هغه سمینار کې ګډون چې د مواد مخدرکرلو، استعمال او تجارت مخنیوی تر عنوان لاندې ترتیب شوی وو.

  • د مهاجرینو او انساني قاچاق سره د مبارزی په عالي کمیسون کی ددې ریاست استازی په ګډون د یاد کمیسون د تخنیکی کمیټی دوامدره او مستمر ګډون.

  • د مهاجرینو او انساني قاچاق د بدو پایلو په اړه عامه پوهاوی او علماوو ته د تبلیغاتو لپاره (۱۷۰۰) بنرونو او مانولونو ویشل.

  • د حج او اوقافو د وزارت په نمایندګۍ په اساس ددې ریاست د کارمندانو ګډون په عامي روغتیا وزارت کې د ملي کمیټې ( زینوتیک مرضونو ) په جلسو کې.

  • ددې ریاست د کارمندانو اشتراک په هغه سمینار کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د اسلامي تصوف تر عنوان لاندې دایر شوی وو.

  • ددې ریاست د مسلکي کارمندانو اشتراک د ښځو په هغه محفل کې چې د ( برابری صلح برای افغانستان ) د اداری لخوا په لاره اچول شوی وو.

  • ګډون په هغه غونډه کي چې د بی سوادۍ  په هکله  د افغانستان  اسلامي جمهوري د صدارت عظمی د کانفرانسونو په تالار کې جوړ شویوه .

  • ددې ریاست د علمي غړو ګډون د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دمیلاد تجلیل په اړه چې د ریاست جمهوري د سلام خانی ماڼی کې جوړ شوی وو.

  • ګډون په هغه ناسته کې چې د تبې ویني ورکوونکی ( تب کانګو ) مرض څخه د ژغورلی په هکله دایر شویوه.

  • ګډون په ملي ورکشاپ (د یوې بین السکتوري کمټې ایجادولو چې  په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم پروګرام د ترویجولو، ساتنی او د زیږدنو ترمنځ د فاصلې ورکولو په هکله جوړشوی ورکشاپ) کې .

۱۳ ګډون په هغه  بین الوزرای ناسته کې ( چې د بین السکتوری مرستو  دافغانستان کې د ټولو  روغتیا ته  د رسیدلو په اړوند جوړه شویوه ).

و: د ظرفیت لوړونه:

  • په اداری او مسلکی برخه کی ددی ریاست کارمندانوته د ظرفیت لوړولو په موخه علمي او تحقیقاتي ورکشاپونه دایرول.

  • د ظرفیت لوړونی په خاطر ددې ریاست کارمندانو ته د کمپیوتر او کتاب جوړونی په برخه کې ورکشاپ دایرول .

  • د ظرفیت لوړونی په خاطر ددې ریاست مسلکي کارمندانو ته د علمي اثارو په برخه کې د تصحیح او بیا کتنی ورکشاپ دایرول.

  • له تحقیقاتي، مطالعاتي مرکزونو او کتابتونونو سره په دوامداره توګه اړیکه ټینګول.       

ز: نور فعالیتونه:

  • د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت او اخلاقو په اړه ۱۱۰ پوښتنو او جوابونو جوړول.

  • په ملي او بین المللي سطحه په دیني او علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو کې ګډون کول.

  • په مختلفو کنفرانسونو او ورکشاپونو کې فعاله سهم او ګډون کول چې د هغې له جملې څخه د چاپیریال ساتنه ، د مخدره توکو له کرلو استعمال او قاچاق څخه مخنیوی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی منع، د انسان قاچاق او د اداري فساد په وړاندې مبارزه او د اسلام او صحت د یادولو وړ دی.

  • په دوامداره ډول ددې ریاست د مسلکي کارشناسانو ګډون په تلویزوني پروګرامونو کې د عامه پوهاوی او دورځنی ګرمو موضوعاتو لپاره.

ح - له ذیربطو ادارو سره همکاری او دمرستو شریکول:

  • د هیواد په دننه او بهر کی د بیت الله شریف د حج په ملي او دیني پروسه کې فعاله او دوامداره برخه اخستل.

  • د وقفي ملکیتونو حقیقي جدول جوړونه او ترتیب.

  • په دوامداره ډول برخه اخستل د عامي روغتیا محترم وزارت په ملي کمیټه کې د ( زونور) مرضونو په وړاندې مبارزه کول.

  • برخه اخستل د عامی روغتیا وزارت د کورنیو د تشکیل او تنظیم په مشورتي کمیټه کې.

  • برخه اخستل د عدلي وزارت کې د انسانانو د قاچاق د مخنیوی په کمیټه کې.

  • د حج او اوقافو وزارت په نمایندګی په دوامداره ډول برخه اخستل د ښځو چارو وزارت په کنفرانسونو او سمینارونو کې او په هغه نهادونو کې چې علمي ، حقوقي او اجتماعي برخو کې فعال ډول.

  • په ټولنه کی د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له منځه وړلو منځور د سواد په علمي سیمینار کې فعاله ونډه اخستل چې د ښځو چارو وزارت درانه مقام په مقر کې دایرشو.

  • په عامه روغتیا وزارت کې دمور له شیدو څخه دتغذیی په ملاتړ په ملي کمیټه کې برخه اخستل.

  • اشتراک او سهم اخستل په هغه مختلفو ورکشاپونو او برنامو کی چې د روغتیا وزارت ، ښځو چارو وزارت ، عدلي او ملي نورو بین المللی اداراتو لخوا اچول کیږی.

  • د ښځو د ځورونی د منع کمیسون کې د حج او اوقافو وزارت په استازولی ددې ریاست مسلکي کارکوونکو څخه د یو تن فعال حضور.

بودجه :

د علمي او تحقیقي امورو په سرته رسیدو کې د څیړنې او د اسلامي علومو د مطالعاتو مطالعاتو ریاست د ارشاد، حج او اوقافو وزارت عادي بودجې  څخه کار اخستی ده .