د قاریانو د چارو د ریاست د 1397 مالي کال د لومړۍ او دوهمې ربعې کاري راپور

  1. د ازموینو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون لخوا د شاوخوا 800  جوماتونو لپاره د څه له پاڅه 2,000 تنو څخه د قرآن کریم د حفظ ازموینه په دې موخه اخیستل، چې جید او تکړه حافظان د قرآن کریم د ختم کولو لپاره غوره او وټاکل شي.
  2. د قاریانو او فاتحانو د پېژندنې او شهرت د جدولونو ترتیب او د کابل ښار په اړوندو ناحیو کې يې د روژې په مبارکه میاشت کې په تراویحو لمونځو کې د قرآن کریم د ختم کولو په موخه غوره کول او ټاکل.
  3. نړیوالو سیالیو ته د ممتازو حافظانو د ورپېژندې په موخه د قرآن کریم د قرآت له اصولو سره سم، د حفظ د سیالیو پلان چمتو کول.
  4. د سیالیو د ازموینې د کمیسیون لخوا د ازموینه اخیستلو په پایله کې، د ترکيې او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته د حفظ په نړیوالو سیالیو کې د گډون په موخه د 4 تنو ممتازو حافظانو معرفي کول.
  5. د (بي بي عافیه، تعلیم القرآن، فاروق اعظم، مصباح القرآن او ام سلمه) په مدرسو کې د (108) تنو د ښځينه او نارینه ؤ حافظانو ازموینه اخیستل.
  6. د (بي بي عافیه، تعلیم القرآن، فاروق اعظم، مصباح القرآن او ام سلمه) په مدرسو کې (108) تنو ښځينه او نارینه ؤ فارغ شوو حافظانو ته د شهادتنامو او تصدیق پاڼو وېشل او ورکول.
  7. د کابل ښار د (دریمې، څلورمې، لسمې او دولسمې) ناحیو په اړوندو سیمو کې د قرآن کریم د درسي 4 مدرسو او حلقاتو ثبت او راجستر کول.
  8. د رتبو او معاشونو د نوي سیستم سره سم د ازادې سیالۍ له لارې او د ازموینې په بنسټ، د کابل ښار په هغو شمېر جوماتونو کې، چې هلته فاتحه ویل کېږي د قاریانو ټاکل او غوراوی.
  9. د قاریانو د چارو د ریاست په چوکاټ کې د ارشاد، حج اواوقافو او د پوهنې وزارتونو تر منځ د قراءات د عالي معهد د تفاهم لیک لاسلیکول.
  10. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب او د اسلامي زده کړو د معین ښاغلي دوکتور شفیق صمیم او د دواړو ارگانونو د یو شمېر مشرانو له خوا د قراءات د عالي معهد پرانیستل.
  11. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري پلاوي او د پوهنې وزارت د استازي په وړاندې، له یو لوی شمېر محصلینو څخه، چې د معهد لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، د کانکور ازموینه اخیستل.
  12.  د قراءات د عالي معهد د لومړي ښوونیز کال د عملي درسونو پیل.