تاریخچه

 

در قاريانو د چارو لرليد

د قاريانو د چارو رياست د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په چوكاټ كي يوه دولتي څانګه ده چي په ۱۳۶۷ كال كي د الهي كلام ښه قرائت ،تجويد او حفظ د كچي لوړوالي په غرض د شيخ القرا محترم قاري بركت الله سليم د رياست لاندي  رسماَ په فعاليت شروع كړي.

نوموړي رياست د مجهزو دفترونو په لرلو سره د حج رياست په څنګ كي د لاندي اداري تشكيل لرونكي دي .

۱- رياست

۲- معاونيت

۳- اجرائيه مديريت

۴-  د دارالحفاظونو لوي مديريت

۵- د دارالقرا لوي مديريت

۶- يو بست اجرائيه غړي او كمپيوتر كار

۷- مسلكي غړي څلور بستونه

۸- نګرانان دو بستونه

۹- مستخدمين اوه بستونه

۱۰- قراردادي دوه بستونه

د كاري فعاليت ساحي

۱- د فاتحو محفلونه.

۲-  قرآنكريم د حفظ او قرائت مسابقو دايرول.

۳- په ټول هيواد كي د خصوصي دارالحفاظونو تنظيم او ثبتولز.

۴- د هيواد په كچه د قرائت عالي معهد تاسيسول.

۵- د كابل ښار په ۱۸ ناحيو كي د (۸۰۰)په شاوخواكي قاريانو او سامعينو                        

     تنظيمول په تراويح كي د قرآنكريم د ختمونو لپاره .

۶- د فاتحه خوانو قاريانو او دارالحفاظونو استاذو د ظرفيت سطحي لوړولو په    

    غرض د تعليمي او تربيوي سمينارونه جوړول .

۷- په نړيوالو مسابقو كي د ګډون لپاره د ممتازو قاريانو او حافظانو تعينول.

د قاريانو د چارو رياست استراتيژيك پلانونه

 دغه رياست په نظر كي لري څو په ولايتونو كي د ارشاد، حج او اوقافو په رياستونو كي د دارالحفاظونو او قاريانو د چارو ښه سمون په غرض يو مديريت پرانيزي .

  د هيواد په ۳۴ ولايتونو كي د راتلونكي نسل لپاره د قرآني علومو د كچي لوړولو په غرض د قرآنكريم د حفظ (۳۵۰) مركزونو جوړول ز

  د هيواد په څلورو زونونو كي د قاريانو او حافظانو سويي لوړولو په غرض د حسن قرائت يو عالي معهد ايجادول.

   د هر ولايت په مركزونوكي د قرآنكريم د حفظ ،قرائت او تجويد كلني مسابقي جوړول.

  د هيواد په څلورو زونونو كي بين الولايتي مسابقو دايرول څو د قرآنكريم د حفظ قرائت او تجويد ستوري قاريان او حافظان په ګوته او بيا هغوي نړيوالو مسابقو كي د ګډون لپاره ور معرفي شي .

  د قرآنكريم د حفظ حلقاتو استادانو د سطحي لوړوالي په غرض د هيواد په څلورو زونونو كي تعليمي سمينار جوړول.