دتدریب ائمه او دینی علومو دتعلیماتو ریاست دکړنو او تأسیس تاریخ پاڼه

پيژندنه: دتدریب ائمه اودینی علومو دتعلیماتو ریاست د (80) لسیزی په جوړښت کې د ښوونی او روزنی ریاست ترنامه لاندی په مستقل ډول دحجِ، ارشاد وزارت په چوکاټ کې دوم بست دښوونی او روزنی مرستیالی ترعنوان لاندی دمساجد او حسینیه وعمومی ریاست ترڅنګ یی خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

دغه اداره دوزارت دمقام او ملکی خدماتو اواداری اصلاحاتو دمستقل کمیسون ځانګری ‍پاملرنی له امله دجمهوری ریاست دمحترم مقام د ((3193)) حکم لامله چی په 24 / 5 / 1391 صادرشوی د 1391 کال په تشکیل کی دمعاونیت څخه ریاست ته لوړشو اواوس دتدریبائمه او دیني تعلیماتو ریاست نامه لاندی ددی وزارت په چوکات کې فعالیت کوي.

دغه ریاست دافغانستان دملي پراختیا ددیني سکتور استراتیژي پالیسي په بنسټ په دوهم بست کی خپل مسلکي او اداري کارونه دیو يو عمومي مدیریت په درلو دلو سره په ټولو ولایتونوکې تنظیموي او لارښونه یی کوي.

دتدریب ائمه اودیني تعلیماتو ریاست دملي پراختیا استراتیژي په رڼا کې او دیني سکتور‍پالیسي ته په کتلو دعلماؤ خطیبانو دمسجدونو امامانو دیني مدرسو داستاذانو او مدیرانو د ظرفیت دلوړولو دتدریس میتود دڅارنی او کنترول دافغانستان دخلکو ددیني او قانوني پوهی دزیاتولو او باسواده کولو په موخی چی دغه ریاست یی پرمخ وړي هغه په ټولو پرګڼوکی داسلامي ارزښتوبنسټیز کول دي.

دریاست وظیفوي مسؤلیتونه:

په عمومي ډول ددیني تعلیماتواوتدریب أئمه ریاست پروګرامونه په لاندی ډول دي.

۱: دارشاد، حج او اوقافو  وزارت ښوونيزو او روزنيزو  کارونوڅخه نيغ په نيغه کنترول اوارزونه اوهوډکول ترڅوټول هېواد کې اسلامي ارزښتونه فراختیاومومي اودودشي.

۲: علمي معیارونوسره سم درسي خصوصي نصاب ( تدریب أئمه انستیتوت )پلی کول.

3—دمعارف وزارت داسلامي تعلیماتودمعینیت منل شوو نورمونوسره سم دتدریب أئمه انستیتوت درسي صنفونوایجاد  .

4:دمعارف وزارت داسلامي تعلیماتودمعینیت سره په همغږی دکانکورله لاری دتدریب أئمه انستیتوت محصلینو جذبول.

5. دمعارف وزارت د اسلامي تعلیماتودمعینیت دتاییدوروسته دانستیتوت دزده کوونکودفارغینوشهرت اوامتحانونو جدولونه ترتیبول اوعالي تحصیلاتووزارت ته سپارل.

6— داسلامي تعلیماتودمعینیت دتاییداودارشاد،حج اواوقافواومعارف وزارتونو محترمووزیرانودلاسلیک وروسته دانستیتوت دمحصلینودفراغت اسنادبرابرول.

7- دخصوصي مدرسواوقرآن کریم دحفظ حلقاتوثبت اوراجستر چی کوم بل ځای کی راجسترنه وي .

8: ددينی مدرسو استاذانواوجماتونو دامامانولپاره دسيمينارونو تیارول ترڅودتدريس اصول په اوسنيو ميتودونو سره زده کوونکواو دجماتونوامامانوته ورکول شي او په کورنيو او بهرنيو  تعلیمي او روزنيزو سيمينارونوکی شرکت کول .

9:  دخصوصی مدرسو اوتدریب أئمه اکادمی اودقرآن کریم دحلقاتوددرسی کتابونودچاپ اوویش نه نظارت.

 10:دمعلمانو اودمسجدونو دامامانو دآزموينی مراقبت ددی لپاره چی دتعلیم اوتربیی کارونه پرمخ لاړشی.  اوپه جماتونو کی  فقهی مسلی وده وکوي .

11: دتعلیمی  پلان تیارول او دينی تعليماتوپه کورسونوکی چی په مدرسه اوجمات کی دايريږی دتطبيق لارښونه

12: دباسواده کولو فرصت برابرول او دملا امامانو له لياری کوچنيانو او تنکيو ځوانانو اوهغوسپین رعبوته د مسئلورسول چی دزده کولو علاقه یی لري .

13: دنوم ليکنی دسويی  دمعلومولو دآزمويني اوتدريب آئمه داکادمي کارونو ارزو نه اونظارت په مرکز،ولايتونو اوزونونوکی .

14:په مرکز او ولايتونوکی دتدريب آئمه دمرکزونو دتعمیرولو نظارت اومراقبت

15: دبهرنيو او کورنيو مرستندويه موسسوسره دارتباط نيونو لپاره لازم تدابير نيول ، اولازمه همکاری  راوستل تردی چی دمرکز اوولاياتوپه کچه د مدارسو تدريب أئمه تعلیمي  پروگرامونه تطبیق شي .

16: دديني  مدرسو او  دار الحفاظونو درهبري هيئت سره هم نوایي اویووالی چی  سوالونه تيار اوترتيب شی او په مرکز او ولايتونوکی دسياليو ترسره کولوسره د زده کوونکو وړتياوی  وده وکاندي .

17: په راجستر شوو مدرسو کې دزده کوونکو دآزموينی منظم پلی کول ، اودفارغانو لپاره دتصديقنامو دويش محفلونه دايرول .

18 : دمرکزاو ولايتونوپه کچه  دد ارالحفاظونو او مدرسو سره ارتباط ددی لپاره چی  دمعلمینو، زده کوونکو دفعاليتونو ارتباط کارونه منظم شي.

19: دارتباطي موسسوسره دروابطوساتنه چی د شريعت موافق تعليمي کليپونه تيارکړي او خلک پوه شي .

20: دويناوالو  دويناو دثبتول ،دپوهانو دمصاحبو ثبتول او دهیواد دبيلابیلو مذهبی پوهانو داخترونو اوجمعود خطبو ثبتول او دهغو خورول او نشرول يی په مدرسو اودارالحفاظونوکی .

21 : ددينی علومو دورکشافونو ،کنفرانسونو او محفلونو ترتيبولو لپاره تياری او نظارت او درسينو سره    چی درسينو له لاری کارونه خلکوته ورسول شی .

22: دديني مدرسواودارالحفاظونو زده کوونکو لپاره تعلیمی کليپونه برابرول چی په مربوطه  مدرسوکی د استاذانو اوزده کوونکو پوهه اوچته شي .

23: دحج اونشراتو درياستونو په مرسته زده کونکوته دحج دمناسکو داداء کولو فليمونو برابرول اومراقبت .

24: دتدريب أئمه او ديني تعليماتو لرونکی موسسوسره دتوافقاتو دکولو زمينه برابرول

25: په مرکز او ولاياتوکی دتعليمي او تربيتي سکتور درلودونکو مؤسسو دفعاليتونومراقبت اونظارت چی تفاهملیک کې وي.

26- دیني تعلیماتو پوری اړوند مؤسسو سره دتفاهملیکونو زمینه برابرول.

27- اړوند مؤسسو روابط ټینګول ترڅو دمحمدی غراشریعت سره سم زده کړیزکلپونه تیارکړئ.

28- ددیني مدرسو اودارالحفاظونو سره یوځای کارکول چی سوالونه ترتیب او په مرکز او ولایاتوکی دیني اوعصري مرکزونه وده وکړي.

29- دسویی امتحاناتوڅارنه اوتدریب أئمه اکادمی چارو سمون په مرکز ، زونونو او ولایاتوکې.

30- دملا امامانو په مرسته دضروری دیني مسئلواوسوادزده کړی ورکولو لپاره زمینه برابرول.

الف: په مدرسواو دقرآنکريم دحفظ په حلقوکی :

۱: دهغو مدرسو شميرچی ددی ریاست په چوکاټ کې راجستر دي په مرکز کې(دکابل ښار په نواحیو کې) (164) ته رسيږي  اودهېواد په (34) څلور دیرشو ولایتونوکې (3410) چې جمعا (3574) ته رسیږي .

2- دپورته يادشوومدرسو زده کوونکو برسيره په زرهاوداسی زده کوونکي شته چی دداسی مؤسسو په چوکاټ کې درس وايي چې دارشاد، حج اواوقاف وزارت سره پروتوکول لري لکه : دآفرين مؤسسه ،فلاح تعليمي او تربيوي مرکز ، افغاني خيريه جمعيت چې قرآن پکې حفظ کيږي .

ددی مؤسسومربوط مدرسی ددی  رياست  مستقيم نظارت لاندی کار کوي او دضرورت په مهال ددی مدرسو استاذان اوهيئت مديره نه دنورو مدرسوپه شان  دظرفيت دارتقاء او دميتود اساسي زده کولوپوره پوره استفاده کوي .

ب: دديني مدرسو داستاذانو او امامانو دظرفيت داچتولو په ډګر کې:

۱: دزیږونونو ترمینځ واټن اوکورنی تنظیم اواسلام ترنامه لاندی دری ورځینی سیمیناردروغتیاوزارت او(unfpa) په مرسته  په برګ کانتننتال هوټل کې دایرشوچی پکې (153) تنوعلماءاوجماتونوامامانو اشتراک وکړ.

2-  پروان  ،بغلان ، تخار ، سمنګان  ،لغمان ولایتونو (3000) تنو زده کوونکو مینځ کې سیالي ترسره شوه چی دهرولایت نه (30) تنواستاذانوپکې اشتراک کړی وه اود(5) تنوترینرانولخوا ورته د( اسلام اوبین المللي قوانینو له نظره دښځو حق ) په هکله اساسي معلومات ورکړل شول.

3: دکندهار، ارزګان ،زابل اوهلمند ولایتونو (125) تنوعلماؤ، دیني مدرسو استاذانولپاره دکندهار ولایت قصرپاریس په هوتل کې داسلام له نظره دزنانه حق ترعنوان لاندی څلورورزنی سیمینار د(undp) موسسی په مرسته دایر شو.

4: داسلام او بین المللي قوانینو له نظره دکوچنیانوحق تر سرلیک لاندی دوه ورزنی ورکشاپ دایر شوچی (50) تنوعلماؤ اومدرسو استاذانوپکې اشتراک وکړاوداسیمینار دیوی کانادایی موسسی لخوا د نوی ښار آسایش هوټل کې ترسره شو.

۴: په مدرسوکی دمدیریت دظرفیت دارتقاء په موخه ددیني تعلیماتو ریاست په مقرکی (50) تنو مدیرانو لپاره یو ورزنی ورکشاپ منعقد شو.

جلسوته دورتلو په برخه کې:

-دوزارت محترم مقام لخوا ددیني تعلیماتواو تدریب أئمه رئیس توظیف او تعین دحج داخلي کمسیون او(1396) کال حج تنظیم لپاره،اودهغه اشتراک په دحج موضوعاتوبیاکتنی ،طرزالعملونواود(1396) کال داخلي کمیسیون مقدماتي کارونوکې اودحاجیانو دناظمینوټاکل.

-ددیني تعلیماتواوتدریب أئمه رئيس ناسته دمرستندویه موسسو له استازوسره لکه (undp ( )  giz ( آفرین دریاست په خونه کی او دهغوسره یی دمسابقو او استاذانو دعامه پوهاوي لپاره دسیمینارونو په هکله خبری اتری وکړی.

- دوزارت دمقام دهدایت سره سم وزارت نه بهر سیمینارونو،جلساتواو سیمینارونوکې برخه اخستنه.

- ددی وزارت دمشاورینواورئیسانوپه اشتراک سره مشورتي جلسه ددی اداری په مرکزکې چې دتدریب أئمه انستیتوت علاقمندانونه دکانکور امتحان اخستلو تعیین چی(300) تنو ته رسیدل.

-  دلاندی موضوعاتو په هکله ددینی تعلیماتواوتدریب أئمه رئیس اودانستیتوت آمرلیدنه دعالي تحصیلاتوداستازوسره:

1-دتدریب أئمه انستیتوت تحصیلي نصاب تایید دکابل پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي درئیس سره.

2-  دمالیی محترم وزارت دبودجی ریاست دتایید نه وروسته دانستیتوت لپاره دودانی کرایه کول.

3-  د(giz) دفتر داستاذو سره ناسته دمرکز او ولایتونو په کچه دعلماؤ اوخطباؤ دتعلیمي پلان په هکله.

4- د(undp) دفتر داستازوسره ناسته چی ددیني مدرسو دزده کوونکونه داخستل شوی امتحان نمرو  ورکولو په هکله بحث وشي چی پخوا د پروان ، لغمان، تخار، سمنګان اوبغلان ولایتونوکې داسلام له نظره دزنانه حق په هکله سیالي  ترسره شو ی وه او(300) تنوزده کوونکوپکې برخه اخستی وه.

5- دریاست په مرکزکې  دمقام دحکم مطابق دنارینه اوزنانه کارمندانو لپاره دعربی ژبی کورس.

6- د وزارت دکارمندانو لپاره دعربی ژبی دتعلیم دطریقو په هکله ددیني تعلیماتو اوتدریب أئمه ریاست له یو شمیرجیدو علماؤ اومسلکي کارمندانو سره ناسته .

7- د تعلیماتو ریاست په مرکزکی په  4/2/1396 تاریخ دارشاد، حج او اوقافو وزارت موظف کمسیون ،عالي تحصیلاتوباصلاحیته استازی ، کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي په شمول یوه ناسته ددواړو  وزارتونو ترمینځ  دتفاهملیک  خاکه لیکلو په هکله .

8- هره اونی ددینی تعلیماتواوتدریب أئمه رئیس اشتراک دوزارت رهبري جلسه کې.

دتفاهم لیکونو په هکله:   

  • د معارف او ارشاد ، حج او اوقافو وزارتونودهمکاری په هکله تفاهملیک برابرول اوترتیب.

  • د1396 /13/1 تاریخ دصادری له مخی دارشاد ، حج او اوقافو او معارف وزارتونو مابین کی دتدریب أئمه اوخطیبانو انستیتوت په هکله تفاهملیک په داسی حال کې لاسلیک شو چی  ددواړو خواوو رهبري هیئت اومشاورین اورئیسانو شتون درلود.

  • داجتماعي خدمتونو په هکله دسولی لپاره زنانه ومطالعات نهاد محترمی موسسی سره تفاهم لیک لاسلیک شو.

  • د(5) کلونو لپاره د پروتوکول تمدید دارشاد، حج او اوقافواو دفلا ح تربیوي اوتعلیمي مرکزمابین کې لاسلیک شو.

  • دارشاد،حج او اوقافو وزارت اوعالي تحصیلاتومابین کې دتفاهم لیک تنظیم اوترتیب.

 

 

(الف) دتدریب أئمه انستیتوت آمریت په برخه کې:

  • دتدریب أئمه انستیتوت داسلامي جمهوري افغانستا ن کابینی 11/1/1395 نیټی لومړی ګڼی مصوبی له مخی دمعارف اولوړوزده کړووزارتونوسره په همغږی د نیمه عالي په کچه  ترڅو غښتلي او متخصص کادرونه دامامت،خطابت، دمدرسواوجماتونوغوره مدیریت په ډګر کې په ټولنې کې کار اوفعالیت کوي اوتفاهملیک هم دارشاد،حج او اوقافو، معارف او لوړو زده کړووزارتونوترمینځ لاسلیک شوی دی.

  • دشایقینودشمولیت اوتدریب أئمه انستیتوت ایجاد په هکله دخبرولو په موخه دکابل په اتو مهمو نقطو کې دبلبوردونو نصبول.

  • هره اونی دوزارت سلاکارانو اورئیسانوته بلنه ورکول چې دتدریب أئمه انستیتوت دایجاد مراحل طی شي.

  • دتدریب أئمه انستیتوت دشتون اوعلاقمندانو دخبرولو په موخه دکابل ښار په ګڼ میشتو ځایونوکې د(500) قطعوبروشورونو نصبول.

  • د معارف وزارت دتایید وروسته ددارالعلومونو،دیني مدرسو(12) صنفونو(300) تنوفارغینو نوم لیکنه.

  • د تدریب أئمه انستیتوت کانکور امتحان د سوا لونوترتیب.

  • دلوړوزده کړو اومعارف محترمو وزارتونوباصلاحیته استازوبلنه چی د تدریب انستیتوت شایقینودامتحان څارنه وکړي.

  • په کمپیوتر کې دانستیتوت (300) اشتراک کوونکونومونو لیکل.

  • د انستیتوت برنامی اشتراک کوونکو دکانکورآزموینی داخستلو وروسته اوراقی بیلول  اوپه خاصو کارتنونو کې نصبول.

  • د تدریب أئمه آمریت ناسته چی طریقه دتصحیح داوراقو معلومه اونظارت یی دانستیتوت آمرلخوا وشي.

  • د انستیتوت دنصاب بیاکتنی اولازمومشورو ورکولو په موخه دکابل پوهنتون  شرعیاتو پوهنځي ته دمکتوب  استول.

  • د کار، ټولنیزوچارو اوشهیدانو اومعلولینو  وزارتونو کې د  ( cepan) په جلسه کې دتدریب أئمه آمریت مسلکي اعضاؤ  اشتراک چی دهغه ماشومانو په هکله وه چی قاچاق یا په مخدرو موادو روږدي شي   .

  • دښځو چارو په وزارت کې د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالي دمخنیوي نړیوالی ورځی په مناسبت  محفل کې د تدریب أئمه  ښوونکو نه یو تن اشتراک کول.

         (ب) ددیني زده کړو آمریت په برخه کې:

1-  مرکزاو ولایاتوکې دخصوصي مدرسواو دارالحفاظونو ثبت اوراجستر:

  • دمرکز په مربوطاتو(کابل ښار) کې د(12) مدرسو اودارالحفاظونو راجستراودفعالیت جوازورکول او په ولایاتوکې د(75) مدرسو او دارالحفاظونوراجستر.

د دیني مدرسودنظارت اوکتنی برخه کې:

  • دهغو مدرسو  چی  ددینی تعلیماتو اوتدریب أئمه  چوکا ټ کی ثبت اوراجستردی په مرکز کی ددی ریاست دکارمندانو لخوا او په ولایاتو کی دحج  او اوقافو وزارت  دتدریب أئمه  اودیني تعلیماتودمدیرانو له لوري تل کنترول اونظارت صورت نیسي.

دمدرسو دآزمویونو برخه:

  • ددیني مدرسو د(  809) تنوفارغینونه چې ددی ریاست دپوښښ لاندی  یی دپوره قرآن کریم دحفظ ،تفسیر، اصول تفسیر،حدیث اصول حدیث ،عقاید، فقه، تجویداوقرائت، سیرت النبي،عربي ژبه،  ناظره ، نوراني قاعده، اوسوادزدکړه کړی  وه وروستی امتحان اوارزونه وشوه.

دافتخاري تقدیرنامو  اوتصدیقنامو ثبت او ویش برخه:

  • د(2089) قطعو په شمیر تصدیقلیکونه دمرکز اوولایاتودمدرسو دبیلابیلو برخوفارغینو لپاره ترتیب او داندراج کتاب کې دثبت نه وروسته وویشل شوی.

  • د(10) قطعو په شمیر افتخاری تقدیرلیکونه وړو اوفعالو مدیرانو ته ورکول شوی.

مرکزکې ددارالحفاظونو اومدرسودطالبانو دفراغت برخه:

  • دکابل ښار بیلابیلو نواحیوکې دمدرسو دشاګردانو  فراغت محفل نیونی په لړکې په (1396) کال کی هم لاندی مدرسوځینی شاګردان دبیلابیلو برخوڅخه فارغ ورکړل اودپرتمینو غونډو په ترڅ کې تصدیقلیکونه ورته ورکړل شول:

  1. خدیجة الکبری اناثیه مدرسه:(93) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دقرائت اوتجوید له برخی فارغ ورکړل  اودیوځانګړي  محفل په ترځ کې چی  دپارلمان یو شمیروکیلانو، دولتي ادارو رئیسانو خصوصا دتدریب أئمه او دیني تعلیماتورئیس ،علماؤ اودشاګردانو داولیاؤ په شتون کی فارغینو باندی تصدیقلیکونه ، اوډالی وویشل شوی.

  2. ارشادالقرآن اناثیه مدرسه: (390) تنو په شمیر کې خپل زده کوونکی دمختلفو دیني برخواوقرآنکریم حفظ نه فارغ کړ چې دیو خاص محفل په ترڅ کې چی دحج، او اوقافووزارت مسلکي معین اود تدریب أئمه اودیني تعلیماتورئیس اونورو دولتي ادارو رئیسانو علماؤ او دشاګردانو خپلوانو په کې ګډون کړی ووپه برګ سبزهوتل  کې تصدیقلیکونه اوډالی فارغینوباندی وویشل شوی.

  3. الفلاح اناثیه مدرسه: (772) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دبیلابیلو دیني برخو، قرآن کریم حفظ، ګټورو حرفو  نه فارغ ورکړ  دافغانستان نوین هوټل کې دیو خاص محفل  په جریان کې چې دارشاد ، حج اوقافو وزارت مسلکي معین ،دیني تعلیماتورئیس ، دولتي اداراتو رئیسانو، دیني زده کړوآمر،تدریب آمر، تدریسي عمومي مدیر، ددی ریاست مسلکي مدیرانو، علماؤ اوزده کوونکو خپلوانوپکې ګډون کړی وو،په فارغینو باندی تصدیقلیکونه اوډالی وویشل شوی.

  4. سعدبن ابی وقاص مدرسه:(15) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دقرآن کریم کامل حفظ له برخی نه فارغ ورکړل اودمدرسی په انګړ کې دیو بختور محفل په نیولو سره چې ددیني تعلیماتورئیس ،ددی ریاست مسلکي مدیرانو، علماؤاودشاګردانو خپلوانو پکې  ګډون کړی ووفارغینو باندی تصدیقلیکونه اوتحفی وویشل شوی.

  5. شمس القرآن اناثیه مدرسه:(66) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دناظره اوتجوید برخوڅخه فارغ ورکړاو دیو پرتمینی غونډۍ په ترڅ کې چی دمدرسی په انګړ کی وشوه او ددیني تعلیماتو رئیس ، علماؤ او د زده کوونکو خپلوانو پکې ګډون کړی وو  فارغینوباندی تحفی اوتصدیقلیکونه وویشل شول.

  6. خالد بن ولیدمدرسه:(19) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دپوره قرآن کریم دحفظ  له برخی نه فارغ ورکړل دیوی ستری غونډۍ په ترڅ کې چې دمدرسی په انګړکې وشوه اوددیني تعلیماتو رئیس ،دهېوادجیدوعلماؤ، دولتي لوړ رتبه کارکوونکو اودزده کوونکوخپلوانو پکې ګډون کړی وو شاګردانو ته تصدیقلیکونه او ډالی ورکړل شوی.

  7. جامعه اسلامیه نور:( 22) تنو په شمیر کې خپل شاګردان دکامل قرآنکریم حفظ له برخی  نه فارغ ورکړل  اودیوعظیم مجلس په ترڅ کې چی دمدرسې په انګړکې وشو او ددیني تعلیماتو رئیس ،دهېواد جیدو علماؤ،یوشمیرلوړرتبه  دولتي کارکوونکو اودشاګردانو خپلوانوپکې ګډون کړی وو زده کوونکوته تصدیقلیکونه اوتحفی ورکړل شوی.

  8. المحصنات اناثیه مدرسه:(144) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دمختلفو دیني برخو،قران کریم حفظ نه فارغ ورکړل اودیوخاص محفل په ترڅ کې چې ددیني تعلیماتو رئیس ،دهېواد جیدو علماؤ،یوشمیرلوړرتبه  دولتي کارکوونکو اودشاګردانو خپلوانوپکې ګډون کړی وو زده کوونکوته تصدیقلیکونه اوتحفی ورکړل شوی.

  9. بی بی فاطمة الزهراء اناثیه مدرسه:(99) ) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دمختلفو دیني برخو،قران کریم حفظ نه فارغ ورکړل اودیوخاص محفل په ترڅ کې چی ددیني تعلیماتو رئیس ،دهېواد جیدو علماؤ،یوشمیرلوړرتبه  دولتي کارکوونکو اودشاګردانو خپلوانوپکې ګډون کړی وو زده کوونکوته تصدیقلیکونه اوتحفی ورکړل شوی.

  10. مدرسه اناثیه بی بی زینب:(78) ) تنو په شمیرکې خپل شاګردان دقرائت اوتجوید،ناظره ،قاعده نوراني برخو نه فارغ ورکړل اودیو خاص محفل په ترڅ کی چی ددیني تعلیماتو رئیس ،دهیواد جیدو علماؤ،یوشمیرلوړرتبه  دولتي کارکوونکو اودشاګردانو خپلوانوپکې ګډون کړی وو زده کوونکوته تصدیقلیکونه اوتحفی ورکړل شوی.

  11. حضرت بلال اناثیه مدرسه:(40) تنو په شمیرکی خپل شاګردان دقرائت اوتجوید برخو نه فارغ ورکړل اودیوخاص محفل په ترڅ کې چی ددیني تعلیماتو رئیس ،دهیواد جیدو علماؤ،یوشمیر لوړ رتبه  دولتي کارکوونکو اود شاګردانو خپلوانو پکې ګډون کړی وو زده کوونکوته تصدیقلیکونه اوتحفی ورکړل شوی.

    • دهیواد ولایتونو دخصوصي مدرسواودارالحفاظونوفارغینو برخه:

  1. حضرت عثمان( رض مدرسه (40) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  2. دارالعلوم بی بی سمیه (28) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  3. خالدبن ولید مدرسه (18) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  4. بی بی عائشه رض مدرسه(8) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی بدخشان.

  5. تعلیم القرآن مدرسه:(12) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  6. بی بی سمیه مدرسه:(24) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  7. خلفاء راشدین مدرسه:(24) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بدخشان.

  8. نبی الرحمن مدرسه:(18) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –پروان.

  9. صادقیه السلام مدرسه:(22) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –پروان.

  10. مسکین مدرسه:(12) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی – کابل.

  11. بی بی فاطمة الزهراء مدرسه:(24) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی لغمان

  12. محمدیه مدرسه:(8) تنه فارغان دقرآن کریم کامل حفظ بلخ ولایت.

  13. انوارالهدی مدرسه:(12) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی بلخ ولایت.

  14. پیام رحمت مدرسه:(12) تنه فارغان دکامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  15. فاروقیه مدرسه:(16) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  16. محمدیه دارالتجوید مدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  17. پیام اسلام مدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  18. دارالتجوید: (4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  19. محمد دارالحفاظ:(12) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  20. عبدالله بن مسعودمدرسه:(8) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  21. حضرت علی کرم الله وجهه مدرسه:(24)تنه دقران کریم کامل حفظ برخی نه بلخ ولایت.

  22. محمدیه مدرسه:(8) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  23. سیدمصطفی مدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی بلخ ولایت.

  24. سیدناحمزه مدرسه: (4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  25. حضرت علی کرم الله وجهه مدرسه:(12) تنه فارغان دپوره قران کریم حفظ برخی نه بلخ ولایت.

  26. عبدالله بن عباس مدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  27. علی (3) نمبرمدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  28. محمودیه دارالحفاظ:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  29. فاروقیه مدرسه:(4) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  30. سیدمصطفی مدرسه:(20) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  31. خالدبن ولید مدرسه:( 8)تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

  32. حمزه دارالحفاظ:(8) تنه فارغان دقران کریم کامل حفظ له برخی –بلخ ولایت.

                       دمرکزمدرسوترمینځ  دتشویقی سیالی کولو برخه:

  1. داسلام دسترپیغمبرنیکمرغه میلاد دلمانځنی تطبیقی  پلان په بنسټ چی پخوا څه پوښتنی دسیرة النبی صلی الله علیه وسلم په هکله ترتیب اودکابل ښاردینی مدرسو نارینه اوښځینه شاګردانوباندی ویشل شوی وو او دروان کال جدی میاشت کی (184) تنودینی مدرسو شاګردانو نه دتدقیق اواسلامی مطالعاتوریاست په مرسته اودیوشمیر رئیسانو اوسلاکارانو په شتون کی  آزموینه دنوی ښارهراتیانو جامع جومات  کی واخستل شوه

  2. دمرکز دمدرسو(200) تنوشاګردانو ګډون دنعت ویلواوترانوویلو په سیالی کی.

  3. دمرکزدمدرسو(50) تنوشاګردانوګډون دحسن قرائت په سیالی کی.

  4. دارشاد، حج اواوقافو وزارت په نوښت  په کانتننتال هوټل کی یو ه پرتمینه غونډه  نیول  ترڅو ددینی مدرسوهغو شاګردانو ته  ډالی ورکړي  چی دسیرت النبی صلی الله علیه وسلم اونعت اوترانو ویلوکی وړی وه.

  5. د ( 500) تنو خویندو دپوهی کچی اوچتولو لپاره اسلام مقدس دین له نظره  اسلام اوکورنی  اودخویندوپه وړاندی په بازارونوکی دآزار ولو په ضدکمپاین  ترنامه لاندی علمي کنفرانس چی  دارشاد، حج او اوقافو وزارت ددینی تعلیماتو اوتدریب أئمه ریاست  دڅارنی لاندی دالفلاح اناثیه مدرسی دفرهنګی اوخپرندویه کمیټی لخوا دافغانستان نوین  هوټل کی  چی دکابل ننداری مخی ته دی لخوا نیول شوی  او په دی هکله لا پخوا (2000) بروشوری اودعوتونه په فرهنګی اوتعلیمی مرکزونوکی د دوو میاشتولپاره فعالیت درلود، په نوموړی غونډه کی  دارشاد، حج اواوقاف  مسلکی مرستیال، دینی تعلیماتورئیس  ، ګڼ شمیرلور رتبه دولتی کارمندانواواهل خبره ،دیني زدکړو آمر، تدریب أئمه آمر،دمدارسو عمومی تدریسي مدیر ،اونورګډون کړی وو. دیادونی وړ دی چی دویناوالو خبری راتلونکو موضوعاتو باند ی راڅرخیدی: داسلام له نظره کورنی ، کورنی باندی دزده کړی اغیز، دکورنی په رفاه کی دروغتیا ارزښت،دکورنی دغړو متقابل حقوق. محفل دګروپی کار اونتیجه اخستنی اودعاء سره پای ته ورسید.

دمرستندویه مؤسسو برخه:

  • خصوصی دینی مدرسو(158) تنواستاذانوته میاشتنی (1000 تر2000) مبلغو پوری حق الزحمه دآفرین مؤسسی  له لوري دارشاد، حج او اوقاف وزارت او آفرین مؤسسی ګډ کمیسیون په شتون کې وویشل شوه.

  • په مرکز او ولایاتو کې(11) مدرسو لپاره چی دتدریب أئمه اودیني تعلیماتو ریاست دپوښښ لاندی دي دآفرین مؤسسی لخوا  ددی ریاست د استازو په شتون کې لرګی وویشل شول.

د مرکزمدرسو او  ولایاتو  ارشاد ،حج او اوقافو ریاستونو ته داړینو لارښونو برخه:

  • ټولو ولایتو نو ته  مکتوبونو استول  اوددینی علماؤ اودینی مدرسو استاذانو تنظیمول ترڅو دجماتونو ،مدرسو او محفلونو له لاری داتم دمارچ دښځی د نړیوالی ورځی  په هکله همداشان ټولو دیني مدرسو  مسؤلینو اومدیرانو ته لارښونه شوی چی ښوونیزو ټولګیو کی دمارچ اتمی په اړه ویناوی وکړئ ترڅو ددی لاری زرګونو خلکواوزده کونکوخپلوانو  غوږونو ته داسلام له لرلیده دښځو دحقوقو په اړه ځانګړي اوګټور پیغامونه ورسیږي.

  • دمرکزدخصوصي مدرسو  اودارالحفاظونو مدیریتونو  اودولایتونو  ارشاد، حج او اوقافو ریاستونوته مکتوبونه  واستول شول اوهدایت ورکول چی د جماتونو دمنبرونو ، کنفرانسونو، اجتماعاتو ،ملی مناسبتونو او دیني مدرسو دټولګیو له لاری لاندی موضوعاتو په هکله ویناوی وکړئ:

  • اداري فساد په ضد مبارزه.

  • داسلام له نظره دنشه یی توکو کارولو اضرار.

  • دښځو په وړاندی په وړاندی تاو تریخوالی اوناوړه پایلی یی.

  • داسلام له لرلیده دناوړه دودونو اورواجونو ضررونه.

  • دچاپیریال ساتنه.

  • داسلام له نظره سوله.

  • دمرکزمدرسو مدیریتونواوهېواد ارشاد ،حج او اوقافو ریاستونو ته مکتوبونه استول چی پکې هدایت شوی ترڅو دولایاتو او مرکز خصوصي مدرسو اودارالحفاظونو مسؤلین دهېوادیتیمانو، شهیدانو ورثه ،معلول اومعیوبو بچیانو ښونې اوروزنې ته ځانګړی پاملرنه وکړئ اودفیس پرته یی په خپلو مدرسوکی شامل کړئ.

     دګزارش اخستنی برخه:

  1. دمارچ داتمی (ښځی نړیوالی ورځی) اداري فسادپه ضد مبارزی، نشه یی توکو مادي اومعنوي زیانونواونورو په هکله د محفلونواوجلسو جوړولو په اړوند دولایاتو دارشاد، حج اواوقافوریاستونواودیني تعلیماتو اوتدریب أئمه مدیریتونولخوا دګزارشونو رارسیدل.