د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه

د کابل ښار د ټولو ناحیو  اوسېدونکي چې د حج بیت الله شریف د فریضې د ادأ کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د ١٣٩٩ کال د نوم لیکنې او راتلونکو کلونو له پاره د خپلو اړونده ناحیو د سهم نوبت ته نوم لیکنه د چهارشنبې ورځې ٢٠\٩\١٣٩٨ نېټې څخه پیل او تر  ٥\١١\١٣٩٨ پورې زړو مکرویانو( د ملي بس څلور لارې) ته څېرمه  د مرکزي زون د حاجیانو ټولنځای (مجتمع حجاج) کې دوام لري.

 د خپلو اسنادو د تکمیلولو له پاره د لاندې ذکر شوو اسنادو سره تشریف راوړﺉ.

١۔ د اول قسط تحویلولو لپاره (٥٠٠) امریکایي ډالر.

٢۔ د اصلې تأید شوې تذکرې او دوه رنګه کاپي درلودل.

٣۔ د اته قطعو (٣×٤) اوسني انځورونو درلودل.

٤۔ د الیکترونیکي پاسپورت د لرلو په صورت کې د هغې کاپي.

په ولایتونو او د کابل ولسوالیو کې د حج متقاضیان د اړونده ریاستونو د خبرتیا په صورت کې کولای شي چې له پورته ذکر شوي اسنادنو سره په ټاکلي وخت خپلو ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

په مرکز او ولایتونو کې ټولو علما ؤ کرامو ته خبر ورکول کېږي، چې د حاجیانو د ناظم په توګه په آزموينه کې د ګډون له پاره نوم لیکنه د روان کال د سلواغې(دلوې) د میاشتې په ۱۹مه نېټه پلېږي او د . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د کابل ښار د ټولو ناحیو  اوسېدونکي چې د حج بیت الله شریف د فریضې د ادأ کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د ١٣٩٩ کال د نوم لیکنې او راتلونکو کلونو له پاره د خپلو اړونده ناحیو د سهم . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۲:۳۱
Background image

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د زیارت او عمرې ریاست خبرتیا!


ټولو هغو هېوادوالو ته چې د عراق اسلامي جمهوري هېواد ته سفر لري خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفارت په بغداد کې د یو رسمي مکتوب په وسیله د بهرنیو چارو وزارت د . . .

Back to announcements