د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

 

د کابل ولایت د ولسوالیو  او د لغمان ولایت هغو محترمو حاجیانو ته چې د مرکز زون په دویم پرواز کې شامل وي خبر ورکول کېږي  چې مهربانی وکړي د یکشنبه په ورځ د ۱۴۴۳/۱۱/۱۳ ه ق چې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولې ۲۲ نېټې سره سمون خوري، سهار ( ۸بجې ) د کابل زون دحاجیانو مجتمع ته تشریف راوړي او د کنړ او پکتیا ولایت حجاج دې په یاده نیټه د ماسپښین (۲بجې)د دویم قسط تحویلۍ اصلي آویز ، د نوبت سند او د حج سفر وسایلو سره د دریم پرواز لپاره د چمتو کېدو په موخه د زړو مکروریانو د ملي بس څلور لارې، مرنجان تپې ته څېرمه، د مرکز زون حاجیانو مجتمع ته تشریف راوړي، تر څو د هغوی واکسین او د کرونا (PCR) ټيسټ ترسره شي او په معینو پروازونو کې د حرمین شریفینو پر لور تنظیم شي.

د حاجیانو څخه هیله کېږي، ترڅو نوبت په جدي توګه مراعات کړي او په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل نشي، کنه نو وروستی مسئوولیت به د دوی پر غاړه وي.

د یادولو وړ ده، چې د حاجیانو مجتمع ته د معیتي اشخاصو دننه کېدل جدا منع دي.

د پورتني ذکر شویو شمېرو د حاجیانو مکمل نوملړ  د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په ویبپاڼه او ټولنیزو پاڼو کې شتون لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ.

0704642905/0744811619

1-        د وزارت ویب سایټ:

https://www.mohia.gov.af

2-        د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست

3-        د ټویټر صفحه:

 https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08

4-        د وزارت انسټګرام:

https://instagram.com/nasharat_hajj

5-        ټیلي گرام:

https://t.me/MinstryAfghanistanhajj

6-         یوټیوب چینل:

https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۶
Background image

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای . . .

Back to announcements