د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکاری مستحقو کورنیو ته د ترکیی هیواد مرسته
د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکارۍ مستحقو کورنیو ته د ترکيې هېواد د مرستو وېش. دوشنبه، ۳ رمضانالمبارک، ۱۴۴۳ه.ق. - ۱۵ وری، ۱۴۰۰ ه.ش. د ترکیې سفارت مرستیال د مرکزي زون په مجتمع حجاج کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ورپیژندل شویو مستحقو کسانو باندې د اړتیا وړ ۷۰۰ کڅوړې وویشل شوې. یاد مراسم چې په همدې تړاو د مرکزي زون په مجتمع حجاج کې ترسره شو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رئیسانو سربېره په کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال او ورسره مل پلاوي ګډون کړی و. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ترکیې له حکومت، مرستندویه ادارو او د ترکیې له ولس څخه یې د دوی د دوامداره مرستو مننه وکړه. نوموړي زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د یوه معتبره دیني بنسټ په توګه یادې مرستې په غوره توګه پر مستحقو کسانو وېشي. ورپسې بیا په کابل کې د ترکیې د سفارت مرستیال علي تولګا کوجاتپي وویل، په دې حساس وخت کې د افغانستان له بیوځلو کسانو سره د خپل هېواد مرستې د دوستۍ او ورورګلوۍ یوه بېلګه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرستې به په بېلابېلو برخو کې دوام ولري او دغه مرستې به د مرستندويه ادارو په همکارۍ راټولې شي. ددې مراسمو په پای کې د ترکیې هیواد له خوا د مرستو بستې په مستحقینو کورنیو وویشل شوې.