دارشاد، حج اواوقافو وزارت چارسمبالی وزير په کابل کې د سعودی سفير سره ليدنه وکړه
دارشاد، حج اواوقافو وزارت چارسمبالی وزير په کابل کې د سعودی سفير سره ليدنه وکړه
کابل ، افغانستان: نن مولوی عبدالحکيم منيب دارشاد، حج اواوقافو وزير په کابل کې د ياد هېواد ميشته سفير سره په داسې حال کې وليدل چې دپوهنې محترم وزارت د اسلامي تعليمانو مرستيال دوکتور شفيق صميم، قاضی فيض حمد مختار دحج او زيارت رييس او دمقام سکرتر وحيدالله حقمل شتون درلود.
په پيل کې دسعودي عربستان ميشته سفير په کابل جاسم محمد خليفه الخالدی خبرې وکړي: دسعودي هېواد هوډ لری چې دتير په څير خپلې مرستی اوهمکاری دحج، جوماتونو، دينې مدرسو او روژې مبارکی مياشت کې دقرآنکريم دمصحفونو ويشلو لړۍ ته پراختيا ورکړي هغه ډېره کړه: حرمين شرفين هرکال دمیليونونو ملمنو کوربه وي چې له ټولې نړۍ څخه راځی سږکال مو کوښښ دا دي چې دافغان حجاجو لپاره دپام وړ او پرځای اسانتياوي چمتوکړو.
بيا مولوی عبدالحکيم منيب دښه راغلاست د سعودي عربستان له کړومرستو څخه مننه وکړه چې په ګڼ شمېر برخو کې يې کړی دي وويل: سعودی عربستان هېواد د ورور، دوست، ستراومهم اسلامي هېواد په نړۍ کې کولای شی چې زموږ دهېواد په اقتصادی او اجتماعی برخوکې پراخه ونډه واخلی چې زموږ ولس ورڅخه په يادو برخوکې دمرستوغوښتونکې دي
بيا دواړو لورو دخوښې وړ موضوعاتوباندې د اندونو بدلون وکړ: دسعودی عربستان لورې د خپلو مرستو اوهمکاريو په تداوم ټېنګار وکړپه ځانګړې توګه: دجوماتونو، داسلامي مرکزونو دښوونيزو سفرونو داندونو او تجربو دبدلون په موخه .