د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حج د نویو ثبت شویو متقاضیانو لپاره نن په ټول هېواد کې د پچې اچونې بهیر ترسره شو.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۲
قرعه کشی

۲۵ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق (۱۷ دلو ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په پلازمینه کابل او ټولو ولایتونو کې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره د نویو متقاضیانو نوم لیکنه څه موده وړاندې پیل شوې وه، چې نن په پلازمینه کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د دې وزارت مالي او اداري مرستیال له لوري په رسمي ډول د پچې اچونې بهیر تر سره شو.

په یاده جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او حج د داخلي کمېټې غړو گډونکړي وو .

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف ددغه بهیر په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د نوم لیکنې پروسه څه موده وړاندې پیل شوې وه چې نن د حج داخلي کمېټې هیئت په شتون کې دغه بهیر پیل کېږي.

نوموړي وویل: په ولایتونو کې د پچې اچونې بهیر بیا د مربوطه ولایت د مقام او د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مسؤلینو په حضور کې تر سره کېږي.

د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري د پچې اچونې صندوق پرانستل شو او د پچې اچونې بهیر په رسمي ډول پیل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

د مرکز او شمال زونونو حاجیان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

شنبه ۱۰ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن له غرمې وروسته د مرکزي زون ( د کابل ناحیو او لغمان ولایت ) او د شمال زون ( کندز، سرپل او تخار ولایتونو) حاجیان له مدینې منورې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۲۲:۴۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې له مشر سره وکتل

سه شنبه ۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي کنفرانس له پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۵۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له مشر سره وکتل

سه شنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي. . .

BACK TO NEWS