د قرآن عظیم الشان د ترجمو او تفسیر دورو څخه د ارزونې او څارنې په تړاو د وزارت مرستیال پکتیکا او لوگر ولایتونو ته ولاړ.
۲ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۲۲ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله عارف او ورسره مل پلاوي د پکتیا او خوست ولایتونو څخه وروسته په پکتیکا او لوگر ولایتونو کې له هغو نظامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چې د دغه وزارت له لوري په کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وې.
د یادو نظامي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي عارف د خپلو خبرو ترڅنګ د قرآن کریم په فضیلت او اهمیت هر اړخېرې خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه چې د نبي کریم ﷺ له ټولو معجزو څخه لویه معجزه قرآن کریم ده او په نړۍ کې چې کوم علمونه دی هغه ټول په قرآن کریم کې شتون لری او موږ او تاسو باید کوښښ وکړو، چې په قرآن کریم باندې عمل وکړو او خپلو درسونه ته په پابندی سره حاضري وکړو.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا او لوگر ولایتونو اړوند په یوولس (۱۱) نظامي مرکزونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې تر سره کېږي، چې د یادو نظامي مرکزونو څخه سلگونه تنه مجاهدین د تفسیر او ترجمو په دورو کې گډون کوي