په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
مسلمان شدن چینی

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ، د اسلام مبارک دین د حقانیت په درک کولو او له مسلمانانو سره د تعامل او تأثر په نتیجه کې په خپله خوښه او بشپړ رضایت سره د اسلام د مبارک دین د منلو اراده څرګنده کړه او د همدې موخې لپاره یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته مراجعه وکړه.

د نوموړي د اسلام راوړلو د ښه استقبال او د شرعي اصولو له مخې ورته د اسلامي عقیدې د روښانولو په خاطر، د وزارت د محترم مقام له هدایت سره سم د جوماتونو د ارشاد او انسجام عمومي رئیس محترم مولوي محمد اشرف حقاني په ملتیا د پُل خشتي جامع مسجد ته بوتلل شو او د یاد مسجد د امام او خطیب محترم شیخ نقیب الله صاحب له لوري ورته د شهادت کلمې تلقین او اقرار ترسره او د محمد بلال په نوم ونومول شو.

همدارنګه د وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر اساس نوموړي ته د اسلام مبارک دین پنځه بناوې، مهم اعتقادي اصول، اساسي عبادات او اخلاقي ارزښتونه وروښودل شول، څو وکولای شي چې خپل نوی اسلامي ژوند د صحیحې عقیدې، سالم فهم او عملي التزام پر اساس پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي دعوت، فکري اصلاح او د خلکو د دیني پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د اسلام د سپېڅلي دین پیغام د حکمت، نیکې موعظې او ښه تعامل له لارې تر ټولو ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS