د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

 

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روان کال (1443 هـ ق – 1401هـ ش) د حج مراسمو ټولو هغو ګډونوالو ته چې سهم یې تثبیت شوی او د حج په بهیر کې شامل وي، خبر ورکوي، داچې سږ کال د حج کارونه ناوخته پیل شوي دي، د ټاکل شوي سهم د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

1-      هغه حاجيان چې پخوا یې نوملېکنه کړې او سږ کال د حج په بهير کې شامل شوي وي، خو تر اوسه د دویم قسط د پیسو تحویلولو لپاره مرکز او ولایتونو ته نه دي حاضر شوي، په ډېر ټینګار سره خبر ورکول کیږي، چې د دغه خبرتیا له نشرېدو سره سم په (3) دریو ورځو کې د دغه بهیر د بشپړېدو لپاره حاضر شي او که چېرې په ټاکلې موده کې حاضر نه شول، د حج سهمیه به یې نورو منتظرینو ته ورکړل شي او له هغه وروسته د شکایت حق نه لري.  

2-      د اسلامي امارت ټولو هغو ادارو څخه چې د حج پروسې یوه مشخصه برخه ورته ټاکل شوې، خبر ورکول کېږي، چې د ټاکلې ونډې سره سم خپل اړوند حاجیان په (3) دریو ورځو کې د هغوی د اسنادو د طی مراحل لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج مرکزي ریاست ( د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع) ته وروپېژني، که نه نو وزارت مجبور دی د ونډې بشپړېدو لپاره نورو کسانو ته چانس ورکړي.

3-      د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت ولایتي ریاستونه مکلف دي، چې حاجیانو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته د حج سهمیې د بشپړولو په موخه، له طرز العمل سره سم له مخکیني ترتیب شوي لیست څخه منتظرو حاجیانو ته نوبت ورکړي.

4-      هر کله چې اداري واحد (ولسوالي/ ناحیه) تر ټاکلې نېټې پورې د خپلې تعیین شوې سهمیې په پوره کولو کې پاتې راشي او د راتلونکو کلونو لپاره اض‍افي راجسترېشن ( ثبت نام ) هم ونلري، اړوند رییسان کولای شي له ولایتي ادارې سره په موافقت د نورو اداري واحدونو (ولسوالیو / ناحیو) د ثبت شویو نوبت لرونکو متقاضیانو څخه د سږني کال لیست تکمیل کړي.

5-      د ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونه مکلف دي، چې په ټول توان سره د حج پروسه ګړندۍ کړي او د سهمیو د بشپړېدو ډاډ او تکمیل شوي اسناد دې وزارت او د حج مرکزي ریاست ته ورکړي.

6-      د ولایتونو او پروازي زونونو مسئوولین دې د الوتنو لپاره، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې یې لړۍ پیل کیږي، لازم چمتووالی ونیسي او مرکز ته دې په دې اړه ډاډ ورکړي.

7-      د حج متقاضیان کولای شي د نورو معلوماتو د اخیستلو لپاره له لاندې آدرسونو څخه استفاده وکړي:

1-        د وزارت ویب سایټ:

https://www.mohia.gov.af

2-        د فیسبوک صفحه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست

3-        د ټویټر صفحه:

 https://twitter.com/nasharathajj?t=ZHsfCc-nartutcg7e2gNLCA&s=08

4-        د وزارت انسټګرام:

https://instagram.com/nasharat_hajj

5-        ټیلي گرام:

https://t.me/MinstryAfghanistanhajj

6-         یوټیوب چینل: https://youtube.com/channel/UCgC_GwutZKMR32byjmjmXgA

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د رسنیو درنو استازو

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن چهار شنبه، د  روان کال د غویی (ثور) میاشتې ۱۹مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حرمینو شریفینو ته د محترمو حاجیانو د لېږد د لومړنۍ الوتنې په تړاو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

Back to announcements