د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتي ارګان (پیام حق) مجلې بیا خپرېدل

bakhshi_admin
اعلامیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چې د افغانستان د اسلامي امارت په تشکیلاتي جوړښت کې د دیني چارو د ودې او پراختیا مسؤلیت په غاړه لري. د الله تعالی جلّ جلاله په نصرت او کومک د اسلامي امارت د بیا حاکمیت وروسته د امارت له پالیسي سره سم ددې وزارت رهبري د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره په علمي او فرهنګي برخه کې د عامه اذهانو د روښانتیا په موخه په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د پیام حق مجلې چې شاوخوا (۷۰) کاله تاریخي شالید لري، د نشر په برخه کې چې په دا وروستیو حالاتو او تحولاتو کې یې دوه ګڼې له چاپ څخه پاتې شوې وې د متن او تيراژ له زیاتونو سره په ښکلي صحافت د مهمو موضوعاتو د خپرولو لپاره د چاپ لاندې ونیول شوه، چې له نېکه مرغه لومړنۍ ګڼه یې د ۱۴۴۳هـ ق کال د ربیع الاول په میاشت کې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد په مناسبت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث قضاوت پوه دکتور مولوي نور محمد ثاقب په ځانګړې پاملرنه او سپارښتنه په (63) مخونو کې چې د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم د مبارک عمر له مودې سره مطابقت لري او له دولس سوه(۱۲۰۰) څخه یې تیراژ دوه زره (2000) ته په لوړولو له چاپه را ووته.

ددې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست او د پیام حق مجلې مسؤلین د وزارت د رهبري د دغه نېک اقدام ستاینه کوي او دا د هېوادوالو د علمي کچې د لوړاوي په برخه کې مهم ګام بولي

 او د هېواد علمي کدرونه او د قلم خاوندان د دې مجلې د موضوعاتو د لازیاتې ښکلا او بډاینې په خاطر همکارۍ ته رابولي.

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د رسنیو درنو استازو

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن چهار شنبه، د  روان کال د غویی (ثور) میاشتې ۱۹مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حرمینو شریفینو ته د محترمو حاجیانو د لېږد د لومړنۍ الوتنې په تړاو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

Back to announcements