د رسنیو درنو استازو!
![اطلاعیه](/sites/default/files/2024-01/whatsapp_image_2023-05-01_at_13.17.20.jpg)
د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای غونډه ترسره کړي په دغه غونډه کې امامانو او زده کړیالانو ته ستاینلیکونه هم ورکول کېږي.
په همدې موخه د ملي او بین المللي رسنیو له درنو همکارانو څخه په ډېر درنښت هيله کوو، چې د دې غونډې په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړﺉ.
ځای: زاړه مکرویان د ملي بس څلور لارې، د مرکزي زون د حاجیانو مجتمع ته مخامخ د امپریال کانټیننټال هوټل.
نېټه: یکشنبه، ۲۵جمادي الثانیة ۱۴۴۵ هـ ق (۱۷ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)
وخت: د سهار (۹:۳۰) بجې
د اړیکو شمېرې: ۰۷۸۸۸۸۳۲۸۸/۰۷۴۴۷۲۰۰۷۰