دوزارت تاريخي شاليد

 

دافغانی  ټولنې داساسی اړتيا او دوخت حکومت دتصميم په نيولوسره دلومړي ځل لپاره په ۱۳۴۹ هجري شمس کال کې  داوقافو عالي ادارې ترغنوان لاندې يوه اداره  دعدلې جليه وزارت په اډانه کې  ديوغير انتفاعی اوعام المنفعه تصدۍ په توګه دبنسټ ايښودنه وشوه چې په دې لاندنيو برخوکې ټولنې ته خدمتونه وړاندې کول:دوقفی جايدادنو او ملاکو ثبتول ، دمنقولو او غيرمنقولو توکو لاس ته راوړل، متبرکه ځايونو، مزارت، دجوماتونو دښه سمون  چارو په موخه تشکيل چمتوکړ چې دکابل ښارپه لومړيو مکرويانوکې  په کراي خونه کې په کار پيل وکړ.

ددط عالي ادارې  افتخاری رييس  دوخت پادشاه  اعليحضرت محمد ظاهرشاه وو او دچارو رييس يې سيد حکيم اکمال شينواری  ووچې په ولايتونوکې يې ددې ادارې چاری څارنوالانو له لورې پرمخ وړل کيدي  دا اداره په ۱۳۵۲ هجری شمس کال کې د رژيم په  بدلون چې له شاهی دولت څخه  جمهوري دولت ته بدل شو داداره هم منحل شوه چې دوه اوقافو او حج  مدريتونوله لورې په صدارت عظما په تشکيل کې مدغم شو چې وروسته په ۱۳۵۷  هجري شمسی کال کې  زين الله منلي ددې چارو دسمون درييس په توګه کارکاوه چې په څلور وځايونوکې استارولي دلودي

۱: دسعودي عربستان شاهی هېواد په مکې مکرمې ښارکې ( رباط افغانی نادرشاهی)

۲: دهرات په ولايت کې استارولي.

۳: دبلح په ولايت کې استارولي.

۴ دکتدهار په ولايت کې استارولي.

په ۱۲۵۸ هجری شمس کال کې دي اداري اراتقاء وکړه چې دشؤون اسلامي په نامه  ونوملول شو چې مشري دلومړي ځل لپاره  دکتورسعيدافغانی  کوله چې د شؤون اسلامي  بنسټ لپاره ديادي اداري له بوديجې څخه دوزارت اوسنې تعمير واخيست.

په ۱۳۶۲ هجري شمس کال کيږي دشعون اسلامي رياست دوزارت ته ارتقاء وکړه چې عبدالولي حجت  وزير وټاکل شو څه موده وروسته له دندې ګوښه او پرځاي يې  عبدالجميل ظريفی د وزير چاري پرمخ وړلي بيا په پرله پسي توګه  عبدالجميل ظريفی، صديق سيلانې ، عبدالغفورباهر اومولوي ارسلان رحمانی  دشؤونی اسلامي دوزيران په توګه خدمتونه کړي دي.

دطالبانو دحکومت پرمهال عبدالشکور دياد وزارت مشري پرغاړه درلوده له بده مرغه  په ۱۳۷۹ کال کې  دطالبانو حکومت پرمهال  ياد وزارت رياست ته تنزيل وکړ دعدلي جليله وزارت په اډانه کې دحج اواوقافو معينيت تراعنوان لاندې  يې ملت خدمت کاوه چې دعلماء او روحانيونو شوراء هم ددې له سورې لاندې فعاليت کاوه.

ورپسی په کال ۱۳۷۸ هجري شمسی کال کې د دويم ځل لپاره ارتقاء وکړه  چې عبدالشکور يې د وزيرپه صفت کارکاوه وروسته هريو حافظ محب الله، سيد غياث الدين آغا دوزات دمقام کورسي ته تکيه ووهله

 په ۱۳۸۱ هجری شمسی کال کې دامرالمعروف او نهی عن المنکر وزرات رياست ته  تنزيل  وکړ چې دارشاد اسلامي په نامه مسما شو اوبيا دحج اواوقافو وزارت سره يوځاي شو چې دارشاد، حج او اوقافو وزارت رامنځ ته په پيل کې يې مولوي محمد حنيق بلخی وزير وټاکل شو او بياهريو محمد امين ناصريار، پوهاند نعمت الله شهرانی، محمدصديق چکري، دکتورمحمد يوسف نيازي او فيض محمد عثمانی دوزارت دمقام چاری پرمخ وړي اوس مهال دهېوادجيدعالماومشهورسياستوال مولوي عبدالحکيم منيب دوزارت دوزير په صفت ملت ته دخدمت جوګه دي.

دارشاد،حج اواوقافو وزارت له بنسټ ايښودنې له پيل څخه دحج اوزيات ، جوماتونواو نسراتو چاري  تنظيم اوسمبالو په غاړه لري دي ته ورته دافغانی اوسنتي ټولنې داړتيا سره سم نوري څانګې دوزارت په تشکيل کې ډېرې شوي دي لکه دقاريانو چارو رياست، دارسادو اواړيکو رياست، دپالسي او انسجام رياست، ادارې اومالي رياست اوس مهال دوزارت په تشکيل کې  يو وزير دوه مرستيالان، څلورکورنې او پنځه بهرنې سلاکاران چې معاش يې داقتصاد وزارت له لورې ورکول کيږي همدارنګه دسترمحکمې داحتساب رياست په يوځای کيدو له وزارت سره دمرکزي رياستونوشمېر پنځلسوته  او دوه امريتونو ته ورسيده په ټوليزه توګه پکې ۸۳۳۰ تنه پرسونل  دجوماتونوخطيبانو ، تکايو او حسينيو واعظينو  په ټول هېواد کې فعاليت کوي ددې سربيره داړتياسره سم داسلامي علوم دڅيړنو اومطاليعاتو اوعلمي مجمع رياستونو نه هم جذب شول دوزارت ديوم واحدونه په ولايتونوکې دارشاد،حج اواوقافو رياستونو تر اعنوان لاندې فعاليت کوي