د منی او عرفاتو له خیمو څخه د ارشاد،حج اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس لېدنه
یکشنبه ۴ ذوالحجې/۱۲ سرطان ۱۴۰۱
د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب نن په منی او عرفاتو کې د افغان حاجیانو لپاره له جوړو شویو خیمو څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې نوموړي په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج بعثې له يو شمېر مسوولينو سره د افغانستان حاجیانو د خیمو د لیدلو تر څنګ زیاته کړه چې چې سږ کال په مني او عرفات کې د افغان حاجيانو خېمې د تېرو کلونو په
پرتله ډېرې اسانتياوې لري.
لکه:لویې خیمې، نوې غالۍ او توشکې، نوي ایر کنډیشنونه او مناسب ځایونه
هغه همدا راز مسولینو ته هدایت ورکړ ترڅو د حاجیانو د اسانتیاوو په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.