ارزګان ولایت ته د ارشاد، حج او اقافو وزارت مرستیال سفر
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال استاد تاج محمد ”مجاهد“ د ولسمشر د لارښوونې په اساس د سفرونو په لړ کې په ٢٨\٨\١٣٩٨ نېټه ارزګان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي، د ارشاد، حج او اوقافو ریس، د ولایتي شورا غړو او د ولایتي ادارې له ریسانو سره وکتل.
د دغه ولایت مسؤولین په یاد ولایت کې د حاجیانو د سهم زیاتوالي، د مساجدو اعمار او رسمي کېدل او د ولایت په کچه دیوې لويې مدرسې دجوړېدو غوښتونکي شول.
په پای کې استاد تاج محمد ”مجاهد“ د دغه ولایت د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له والي او همکارانو یې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له مرکزي دولت سره به دغه ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي