د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورو د پیل په تړاو لومړنۍ غونډه ترسره شوه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۹:۹
تفسیر ترجمه

۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ دلو ۱۴۰۲ هـ ش)

نن پنجشنبه: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د یوې غونډې په ترڅ د هغو شیوخو، جیدو علماء کرامو، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست له مسؤلینو سره د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) مې نېټې پورې د هېواد په نظامي مراکزو کې او دغه راز په ملي راډیو تلویزیون کې په پښتو او دري ژبو د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورو د پیل په تړاو لومړنۍ غونډه ترسره کړه.

په جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سر محقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزات مرستیالان، د هېواد په کچه جیدو علماء کرامو، شیوخو، مفتیانو، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو او د استخباراتو لوی ریاست استازو او د وزارت مرکزي ریاستونو رئیسانو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې په پیل کې د قاریانو چارو رئیس مولوي عبدالغفار ثاقب د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د دورو په تړاو گډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل: د اسلامي امارت د راتگ څخه وروسته دا دریم ځل دی چې د هېواد په کچه په ټولو لویو نظامي مرکزونو او په ملي راډیو تلویزیون کې د ترجمې او تفسیر دورې تر سره کېږي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سر محقیق دکتور مولوي نور محمد ثاقب عالمانه او هر اړخیره وینا وکړه نوموړي وویل: نن چې موږ او تاسو په دې غونډه کې سره راټول یو دا دقرآن عظیم الشان د ترجمو او تفسیر دورو په تړاو جوړه شوې ده او زیاته یې کړه چې ددې غونډې په پیل سره په ټولو ولایتونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورو په تړاو له شیوخو او جیدو علماء کرامو سره غونډې نن ورځ ترسره کېږي.

همدارنکه ښاغلي ثاقب وویل: چې د شریعت اصل قرآن کریم دی او ټول علوم او هدایات په قرآن عظیم الشان کې دی. قرآن کریم هغه آسماني کتاب دی، چې د نورو آسماني کتابونو څخه لوړ مقام لري.

محترم وزیر صاحب په خپلو خبرو کې وویل: د تیرو کلنو په څېر سږ کال هم د ټول هېواد په کچه په (۲۶۰) لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې تر سره کېږي، چې په دغو مرکزونو کې (۳۵) مرکزونه په مرکز کابل کې او پاتې (۲۲۵) مرکزونه په ولایتونو کې، چې ټولټال به (۶۱۵۳۱) تنه مجاهدین پکې گډون وکړي.

همدا شان محترم وزیر صاحب زیاته کړه، چې نه یوازې د مجاهدینو لپاره بلکه د ټولو هېوادوالو  (سپینږیرو، ځوانانو، نارینوو او ښځینوو) لپاره د ملي راډیو تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه په پښتو او دري ژبو باندې هم د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې نشریږي.

محترم ثاقب صاحب د خپلو خبرو په پای کې له هغو محترمو شیوخو کرامو سره  په تفصیلي توګه  لازمې او ضروري سپارښتنې او هدایات شریک کړل کوم چې په نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم ترجمې او تفسیر دورې ترسره کوي.

په دغه غونډې کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست مسؤلینو او منسوبینو په نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل او زیاته یې کړه، چې د شیوخو کرامو لپاره به ټولې اسانتیاوي  په پام کې نیسي او جدي توجه به ورته کوي.

د غونډې په پای کې د شیوخو کرامو په استازیتوب شیخ محمد اسماعیل رحمانی او شیخ نقیب الله صاحب خبرې وکړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه اقدام یې د قرآن کریم خدمت وباله او زیاته کړه، هر هغه څه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلین د دیني برنامو د عملي کېدو په برخه کې اړین گڼي او لارښوونه ورته کوي، موږ علماء کرام یې ستاینه کوو او عملي کول یې اړین گڼو.

غونډه د ارشاد حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوی عارف الله عارف په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۱۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د الکترونیکي مسار کمېټې (د حاجیانو ویزې د چاپ سیسټم) له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

جمعه ۲۴ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۴ ثوز ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د الکترونیکي مسار کمېټې له کاري جریان څخه لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۵ هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم پړاو پیل شو.

شنبه ۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۸ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په مرکز کابل کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۲۱:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل

۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د. . .

BACK TO NEWS