د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ پيل شوه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
تفسیر

سه شنبه، ۱/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳۰/جدي/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم ‌الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د وزارت مرستیالانو، د هېواد جیّدو علماء کرامو، شیوخو، مفتیانو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو او همدارنګه د وزارت مرکزي رئیسانو پکې ګډون کړی وو، پیل شوه.

دغه دَورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ابتکار او غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام په منظورۍ، هر کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د ټول هېواد د سلګونو تنو جیّدو علماء کرامو او شیوخ عِظامو لخوا په سلګونو لویو نظامي مرکزونو کې زرګونو تنو مجاهدینو ته وړاندې کېږي او د عامو هېوادوالو لپاره هم د ملي راډیو تلویزیون له لارې په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) کې خپرېږي. وزارت د اسلامي امارت له فتحې څخه راوروسته د مجاهدینو او عام ملت د دیني پوهاوي، عقیدوي او اخلاقي اصلاح او روزنې په موخه د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورې په (۱۴۴۳) هـ ق کال کې په (۱۱۵)، په (۱۴۴۴) هـ ق کال کې په (۲۱۲)، په (۱۴۴۵) هـ ق کال کې په (۲۶۰) او په (۱۴۴۶) هـ ق کال کې په (۳۳۴) لویو نظامي مرکزونو کې ترسره کړې وې، چې د ټول هېواد عامو خلکو ته د ملي راډیو تلویزیون له لارې په پښتو او دري ژبو هم خپرې شوې وې.

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر د غونډې ګډونوالو ته د قرآن عظیم ‌الشأن د ترجمې او تفسیر د ارزښت په اړه عالمانه وینا وکړه او ویې ویل: سر له سبا به د هېواد په ټولو (۳۴) ولایاتو کې د جیّدو علماء کرامو او قدرمنو شیوخِ عِظامو لخوا د قرآن عظیم الشأن ترجمې شروع کیږي او د رمضان المبارک میاشتې تر پنځه ویشتمې (۲۵) نیټې پورې به دوام لري.

همدارنګه محترم وزیر صاحب د روان کال د ترجمو د ځایونو تعداد ته په اشارې سره وویل: وزارت هڅه کوي، چې دغو مبارکو دَورو ته د هېواد د مرکز او ټولو ولایاتو په کچه نوره هم پراختیا او وسعت ورکړي، لله الحمد په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د دغو مرکزونو شمېر (۴۱۱) ته رسېدلی، چې (۳۶۴) مرکزونه د هېواد په ولایاتو او پاتې (۴۷) نور یې په مرکز کابل او نواحیو کې دي. او مونږ هوډ لرو، چې په راتلونکو کلونو کې دا بهیر لا پسې وغځيږي، تر څو د قرآن کریم له تعالیمو او فیوضاتو څخه ټول هېوادوال په پوره توګه برخمن شي.

محترم وزیر صاحب همدارنګه د اسلامي امارت لخوا د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دَورو اهمیت او ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرآن کریم خدمت ته ډېره توجه کړې ده، ځکه قرآن کریم د اسلام د مبارک دین او اسلامي نظام اساس او بنیاد، د شریعت لومړنی مصدر او د ټولو احکامو سرچینه ده، نو پر همدې اساس یې باید هر اړخیز خدمت ته پوره پاملرنه وشي. همداراز دغه دَورې یو ډېر لوی او مهم اقدام دی، چې الله تعالی پر مونږ او تاسو پیرزو کړی دی، ځکه چې د دغو مبارکو دَورو په ترڅ کې د قرآن کریم لارښوونې، مفاهیم، معاني، اسرار، دقائق او پیغامونه خلکو ته بیانیږي.

ددې ترڅنګ ښاغلي ثاقب صاحب د قرآن کریم د تعلّم او تعلیم سربېره هېوادوال د ژوندانه په ټولو برخو کې د قرآن کریم د احکامو او لارښوونو عملي کولو او تطبیق ته وهڅول.

ښاغلي ثاقب صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې محترمو شیوخو او علماء کرامو ته د دغو دَورو د ښه نظم او انتظام اړوند ځینې مهمې او اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې:

1.          د ترجمو او تفسیر په دَورو کې دې ټولو طالبانو او هېوادوالو ته په ډېر تأکید سره د نیت د سموالي، دیندارۍ او امانتدارۍ تلقین او توصیه وشي.

2.          مجاهدینو ته دې له مظلوم ولس سره په نرم چلند او ښو اخلاقو تأکید وشي او لکه تکبر، غرور او نورو داسې حرکاتو څخه دې منع کړل شي چې د ولس د نارضایتۍ سبب ګرځي.

3.          د حنفي مذهب حقانیت او ارجحیت دې په ښه مؤثر انداز او په قناعت بښونکو دلائلو سره بیان شي.

4.          د باطلو او منحرفو افکارو په اړه دې د شرعي دلائلو په رڼا کې کافي تردیدي توضیحات ورکړل شي.

5.          مجاهدین دې د خرافاتو، خودساخته افکارو، نظریاتو او داسې اعمالو څخه راوګرځول شي چې د اسلام او مذهب د بدنامۍ سبب ګرځي.

6.          مجاهدین او عام ولس دې وپوهول شي چې د داسې خبرو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې تفرقې، شکونه او شبهات رامنځته کوي.

7.          د اسلامي شریعت له پلوه له کفارو سره باید د جائزو او ناروا تعلقاتو لکه، موالات، مدارات، مواسات او معاملاتو وضاحت وشي.

8.          مجاهدین او ولس دې وپوهول شي چې د دښمنانو پروپاګندونو او تبلیغاتو ته وارخطاء نشي، دښمن اوس تبلیغاتي جګړه کوي، نور توان یې نشته، مونږ باید دغه جګړه هم وګټو او دښمن ذلیله او نامراده کړو.

9.          د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا به په ټول هېواد کې د ترجمو له بهیر څخه د نظم او مدیریت په موخه دوامداره څارنه او نظارت ترسره کیږي او د ارشاد، حج او اوقافو ولایتي رئیسان هم مکلف دي چې د ترجمو له مرکزونو څخه وقتاً فوقتاً لیدنه وکړي او خپل معلومات له وزارت سره شریک کړي.

10.     د عامو هېوادوالو لپاره به د ملي راډیو تلویزیون له لارې د دوه تنو جیّدو شیوخِ کرامو لخوا په ژوندۍ بڼه په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو هم د قرآن کریم ترجمه او تفسیر کیږي او په ټاکلې موده کې به دغه ترجمه هم پای ته رسول کیږي.

د غونډې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم مولوي مخدوم عبدالحق، د ملي دفاع وزارت استازي محترم مولوي سیدآغا او د استخباراتو لوی ریاست استازي محترم مفتي محمود الحسن او دغه راز له رابلل شویو شیوخِ کرامو څخه هر یو محترم شیخ طالب جان ادیب او محترم شیخ مفتي محمد طاهر هم مفصلې خبرې وکړې، د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ارشاد، حج او اواقافو وزارت له دغه مهم اقدام څخه یې ستاینه وکړه او دا یې د ولس او مجاهدینو لپاره ستر خدمت وباله. غونډه د وزارت د مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ پيل شوه

سه شنبه، ۱/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳۰/جدي/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۹:۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه کتنه وکړه

چهارشنبه، ۲۵/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۵/ جدی/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې د وزارت مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ مع التجوید د دیارلسمې او حُسنِ قرائت د لومړۍ دورو سیالۍ د ممتازو حافظانو او قاریانو په اعلانولو او تقدیر سره پای ته ورسېدې

سه شنبه، ۱۶/رجب المرجب/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۶جدي/۱۴۰۴هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم د حفظ مع التجوید او حُسنِ قراءت دغه مسابقې څه موده وړاندې د ټول هېواد په کچه د. . .

BACK TO NEWS