د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه
جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د پرمختګ بهیر یې له نږدې وارزاوه.
دغه لوی اوقافي سوداګریز مارکېټ، چې د مزار شریف ښار، روضې شریفې ته څېرمه، د مرکزي منطقې په شپږ (۶) جریبه ځمکه کې جوړیږي، شاخوا لس (۱۰) میاشتې وړاندې یې د جوړوېدو د بنسټ ډبره د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب او د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو مسؤولینو لخوا کېښودل شوه، چې تر دې مهاله یې د جوړولو چارې شاوخوا پنځوس (۵۰٪) سلنه پرمخ تللې دي.
یاد اوقافي سوداګریز مارکېټ، چې په اتو (۸) پوړونو کې، د (۷۴۲) ملیونه افغانیو په لګښت، د دوو خصوصي قراردادي شرکتونو له لوري په اساسي او عصري بڼه جوړیږي، اته سوه او اته اویا (۸۷۸) بابه دوکانونه، د شپږ سوه (۶۰۰) متره مربع مساحت لرونکی مسجد، څلور (۴) عصري رستورانتونه، د وسایطو معیاري پارکېنګ او نور اړین ملحقات لري.
د لیدنې په ترڅ کې، د وزارت مسلکي معین د پروژې له مسؤولینو او انجنیرانو سره د ودانیزو چارو د پرمختګ، کیفیت او د کار د بهیر په اړه خبرې وکړې او سپارښتنه یې وکړه چې د ساختماني چارو په ترسره کولو کې د ساختماني او تخنیکي معیارونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چارې په منظم ډول پرمخ یوسي او د ټاکلي مهالوېش له مخې د پروژې بشپړېدو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دغه لوی اوقافي سوداګریز مارکېټ په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د مزار شریف ښار په ښاري ښکلا او آبادۍ کې د مثبت بدلون ترڅنګ، زرګونه تنو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر، د خلکو لپاره سوداګریزې اسانتیاوې رامنځته او په اوقافي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي، چې د شرعي اصولو په رڼا کې به د خیریه او عام المنفعه چارو په ترسره کولو کې ورڅخه استفاده کیږي.
