د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه
چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر، شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د لارښوونې او طرح شوي پلان پر اساس، د هېواد په څلورو دېرشو (۳۴) ولایاتو کې، د رسمي علماء کرامو سربېره، له غیر رسمي علماء کرامو سره د ځانګړو غونډو د لړۍ په دوام، د سرپل ولایت د ټولو ولسوالیو له غیر رسمي علماوو سره د دیني امورو د لا ښه تنظیم او په اړوندو چارو کې د انسجام او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د وزارت له منظور شوي پلان سره سم، د غیر رسمي علماء کرامو د انسجام، د هغوی د نظریاتو او وړاندیزونو د اورېدو او د یادو علماوو او وزارت ترمنځ په اړوندو چارو کې د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو او پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، د وزارت مسلکي معین محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د سرپل ولایت مرستیال والي محترم الحاج ملا خال محمد حقاني، د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ، مرافعه محکمې او علماوو شوریٰ رئیسانو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر استازي او د سرپل ولایت د ټولو لسو (۱۰) ولسوالیو لسګونو تنو غیر رسمي علماء کرامو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي عبد الاحد عابد د غونډې د اهدافو، اهمیت او د علماء کرامو د دیني او ټولنیز رسالت په اړه افتتاحیه وینا وکړه او ګډونوالو ته یې په اړوندو موضوعاتو کې لازم معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د سرپل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، محترم مولوي سمیع الله منصور، علماء کرامو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پیغام واوراوه.
ورپسې، د یاد ولایت د علماوو شوریٰ رئیس شیخ خیر الدین هاشمي د اسلامي نظام د اهمیت او د هغه د ساتنې او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي نظام د شهیدانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او موخه یې د شریعت د احکامو پلي کول، د دین او اسلامي ارزښتونو ساتنه، د ظلم او فساد مخنیوی، د عدالت ټینګښت، د خلکو د حقوقو تأمین، د امن او نظم ساتنه او د ټولنیز ثبات ټینګول دي. هغه عدالت د اسلامي نظام له اساسي ارزښتونو څخه وباله، له علماء کرامو او ولس څخه یې وغوښتل چې د نظام د ملاتړ، ساتنې او لا استحکام لپاره خپل دیني او ملي مسؤولیتونه اداء کړي.
همدارنګه، د سرپل دار العلوم استاذ شیخ الحدیث مفتي عبد المنان هاشم، د جهادي مدرسې استاذ شیخ جمالالدین جیحون، د مرافعه محکمې رئیس مفتي عبدالمجید، د معارف رئیس مولوي رحمت الله جابر، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر استازي مولوي خیرمحمد او یو شمېر نورو علماء کرامو د ټولنې د فکري او اخلاقي اصلاح، د ټولنیزو شخړو د هواري، د ناوړه رواجونو او فتنو د مخنیوي او د خلکو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په اړه ارزښتمنې ویناوې وکړې.
ویناوالو د منبر او محراب له لارې د خلکو د دیني او ټولنیزو پوښتنو د ځوابولو، د ځوان نسل د سالمې روزنې، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د ژغورنې او د ټولنیزو مفاسدو د مخنیوي په برخه کې د علماء کرامو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې علماء کرام د ټولنې د فکري لارښوونې، اخلاقي اصلاح، د خلکو ترمنځ د تفاهم او یووالي د پیاوړتیا او د اسلامي نظام د ساتنې او استحکام په برخه کې مهم مسؤولیت لري.
ورپسې، د وزارت مسلکي معین محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب، ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل، چې له علماوو کرامو سره اړیکې یوازې د ارشاد، حج او اوقافو تر وزارت پورې محدودې نه دي، بلکې د پوهنې، امر بالمعروف او نهې عن المنکر، محاکمو، د علماوو شوریٰ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه هم ورسره مستقیم تړاو لري.
نوموړي د اسلامي نظام د ساتنې او استحکام په برخه کې د علماوو کرامو مسؤولیت دروند وباله او ټینګار یې وکړ، چې علماء باید د نظام او ولس ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي، د ملت غوښتنې او ستونزې تر اړوندو مسؤولینو ورسوي او د نظام پیغامونه او لارښوونې له ولس سره شریکې کړي، هغه زیاته کړه، هر هغه فرمان او لارښوونه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهاللّٰه تعالیٰ له لوري صادرېږي، علماء کرام دې د منبر له لارې خلکو ته ورسوي او د هغو د عملي کولو په برخه کې دې د خلکو پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي معین همدارنګه وویل، چې د افغانستان خلک مسلمانان دي او د اسلامي امارت د لارښوونو اساس هم اسلامي شریعت دی، نو لکه څرنګه چې نن د مشورې او همغږۍ لپاره راټول شوي یو، همدارنګه باید د اسلامي نظام د ساتنې او د ټولنې د اصلاح په برخه کې هم د ولس د یووالي او همکارۍ لپاره هڅې وکړو.
ورپسې، د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت، د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د علماء کرامو پر مسؤولیتونو خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې د اسلامي نظام قیام د علماء کرامو، مدرسینو، ځوانانو، مجاهدینو او د ولس د ګډو قربانیو او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده؛ له همدې امله، د نظام ساتنه او استحکام د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
ښاغلي معین زیاته کړه، چې ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره د تبلیغاتي فعالیتونو له لارې د اسلامي نظام په اړه ناسمې آوازې خپروي، نو د دغو هڅو پر وړاندې د حقایقو روښانول، د عامه پوهاوي لوړول او د ولس ترمنځ د وحدت او یووالي ساتل د علماء کرامو مهم مسؤولیتونه دي. همدارنګه، نوموړي ټینګار وکړ چې علماء کرام دې د محراب او منبر له لارې د شریعت احکام بیان کړي، د اختلافاتو په حل کې دې مرسته وکړي او د ټولنې په اصلاح او انسجام کې دې خپل مهم کردار اداء کړي.
ښاغلي سعادت له تېرو نږدې پنځوسو کلونو جګړو او کړاوونو څخه د هېواد راوتلو ته په اشارې هیله څرګنده کړه، چې د علماء کرامو او ولس په ګډو هڅو به د هېواد د ثبات، پرمختګ او د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا زمینه نوره هم برابره شي.
د غونډې په پای کې د سرپل ولایت معاون، الحاج ملا خال محمد حقاني، د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت او راغلو علماء کرامو څخه د مننې ترڅنګ، د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ولایت مقام او ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي، نوموړي د علماء کرامو نظریات او وړاندیزونه د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ولس د ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. غونډه د خیر او فلاح په دعاء سره پای ته ورسېدله.
