د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز او ټولو ولایاتو کې د روان (۱۴۴۸هـ ق) کال د حجاج کرامو د انتخاب په موخه د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۲۹
قرعه کشی

چهارشنبه، ۳۰/ جمادیٰ الأولیٰ/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۰/ عقرب/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق ۱۴۰۶هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو متقاضیانو ترمنځ د حج د قرعه اچونې بهیر نن په پلازمینه کابل او د هېواد په ټولو ولایاتو کې ترسره شو.

په پلازمېنه کابل کې د قرعه ‌اچونې دغه بهیر د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب، یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو پکې ګډون کړی ؤ، ترسره شو. 

د روان کال د حج لپاره د نوو متقاضیانو د نوم ‌لیکنې بهیر، چې د وزارت د اعلان پر اساس، د جمادیٰ ‌الأولى میاشتې له (۲۰ څخه تر ۲۷) نېټې پورې په ټول هېواد کې ترسره شو، په ترڅ کې یې ټولټال یو نوي زره، اته سوه او اووه شپېته (۹۱،۸۶۷) تنو هېوادوالو نوم ‌لیکنه کړې وه، چې نن د دوی ترمنځ د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو او اړوندو ادارو د مؤظفو هیئتونو تر څارنې او نظارت لاندې، د ټاکل شوو اصولو له مخې په شفافه او عادلانه توګه قرعه اچونه ترسره شوه.

ټاکل شوې ده چې له یاد شمېر متقاضیانو څخه به د هېواد د ټولو ولایاتو لپاره د نفوسو پر اساس د وېشل شوې سهمیې مطابق، انتخاب شوي دېرش (۳۰) زره حاجیان د روان کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د هغه ګڼ شمېر هېوادوالو لپاره چې دغه مهم دیني رکن ورباندې فرض شوی او له کلونو راهیسې یې اداء کولو ته منتظر دي، هغوی ته د زمینې برابرولو په موخه، د نفلي حج غوښتونکو او همدارنګه د هغو مریضو هېوادوالو لپاره چې د وزارت په مخکیني اعلان کې پر یادو شویو ناروغیو مبتلاء دي، د حج په سفر کې د تنظیم ګنجایش نشته.

وزارت د قرعه اچونې پر اساس له منتخب شوو حاجیانو څخه غواړي، چې د پنځلسو (۱۵) کاري ورځو په جریان کې له اړوندو ریاستونو څخه تعرفه ترلاسه او د حج له لګښتونو څخه لومړی قسط (یو لک او پنځوس زره «۱۵۰۰۰۰» افغانۍ) د افغانستان بانک ته تحویل کړي.

د حج د لګښتونو پاتې (دویم قسط) پیسې به، په هېواد کې دننه او سعودي عربستان کې، د حج د ټولو لګښتونو د اندازې تر معلومولو وروسته د وزارت د بیا اعلان پر اساس تحویل کیږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز او ټولو ولایاتو کې د روان (۱۴۴۸هـ ق) کال د حجاج کرامو د انتخاب په موخه د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

چهارشنبه، ۳۰/ جمادیٰ الأولیٰ/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۰/ عقرب/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق ۱۴۰۶هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال حجاج کرامو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک شو

سه شنبه، ۲۹/ جمادى الأولى/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۸/ عقرب/ ۱۴۰۵ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸ هـ ق کال د دېرش (۳۰) زره حجاج کرامو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

BACK TO NEWS