د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تاریخچه

د افغاني ټولنې د مهمې اړتیا او د وخت حکومت د پرېکړې په اساس په 1349 هجري لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره د اوقافو لویې ادارې په نوم یوه اداره، د عدلیې جلیله وزارت په چوکاټ کې، د غیر انتفاعي عام المنفعه تصدي په توګه رامنځته شوه او لومړی ځل يې په مکروريانو کې په کرایي ودانۍ کې خپل فعالیت پیل کړ. د دې ادارې کار (د اوقافي ملکیتونو او جایدادونو ثبت او  راجسترکول، د اوقافي املاکو د بېرته راګرځولو، د مقدسو ځایونو او زیارتونو منقول او غیر منقول مالونه، د جوماتونو د چارو تنظیم او انسجام او نور) و. د اوقافو د لویې ادارې افتخاري رئيس د وخت پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه و او اداري چارې یې سيد حکيم "کټوازي" سمبالولې، چې په ولايتونو کې د څارنوالانو له لورې د دې ادارې اړوندې چارې اداره کېدلې. په 1352 هجري لمريز کال، کله چې شاهي رژيم په جمهوري  نظام بدل شو، دا اداره یوازې د دوو مدیریتونو، د اوقافو عمومي مدیریت او د حج عمومي مدیریت، په درلودلو سره، د وخت عظمی صدارت په تشکيل کې مدغمه شوه. په 1357 هجري لمريز کال، زين الله "منلی" د دې ادارې اجرایوي  رئيس په توګه وګمارل شو.

په 1358 هجري لمريز کال، یادې ادارې ارتقاء وکړه او د اسلامي چارو رياست په نوم ونومول شوه. دکتور سعيد "افغاني" د اسلامي چارو د ریاست لومړنی رئيس وټاکل شو او دغه مهال یې د اسلامي چارو ریاست له بودجې څخه، د وزارت اوسنۍ ودانۍ په بیه واخیسته او د اسلامي چارو رياست پکې ځای پرځای شو.

په 1362 هجري لمريز کال، د اسلامي چارو رياست د اسلامي چارو په وزارت بدل شو او عبدالولي"حجت" د دې وزارت لومړنی وزير وټاکل شو او له هغه وروسته عبدالجميل "قريشي"، صديق "سيلاني "، عبدالغفور "باهر"،  مولوي ارسلا "رحماني"  او سخي داد "فايز" په ترتیب سره، د اسلامي چارو وزارت د وزيرانو په توګه دندې ترسره کړې.

په 1376 هجري لمريز کال، د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال، دا وزارت تنزیل او د حج او اوقافو د معينيت په نوم د عدليې وزارت په تشکيل کې شامل شو. دغه وخت د علماوو او روحانيونو شورا هم ددې معينيت په چوکاټ کې خپل فعاليت ترسره کاوه. په 1378 هجري لمريز کال، د دویم ځل لپاره یاد معينيت په حج او اوقافو وزارت بدل شو، چې مولوي عبدالشکور، حافظ محب الله او سيد غياث الدين "آغا" په ترتیب سره، په دغه وزارت کې د وزيرانو په توګه دندې ترسره کړې.

په 1381 هجري لمريز کال، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت رياست ته تنزیل او د اسلامي ارشاد تر عنوان لاندې د حج او او قافو وزارت په تشکيل کې مدغم شو او یاد وزارت د ارشاد، حج او اوقافو په نوم ونومول شو، چې مولوي محمد حنيف "بلخي"، محمد امين"ناصريار" پوهاند نعمت الله "شهراني"، محمد صديق "چکري" ، دکتور محمد يوسف "نیازی"، فيض محمد  "عثماني"،  مولوي عبدالحکيم "منيب" او محمد قاسم "حلیمي" د ارشاد ، حج او اوقافووزارت د وزيرانو په توګه خپلې دندې ترسره کړې.

د اسلامي امارت د دویمې دورې واکمنۍ

د دویم ځل لپاره، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د یکشنبې ورځ د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د محرّم الحرام د میاشتې په ۲۰ مه، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۷ مه او د  ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې په ۲۹ مه نېټه، شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد "ثاقب"، د عالي القدر امیر المؤمنین په فرمان، د ارشاد، حج او اوقافو د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

وروسته بیا د پنجشنبې ورځ  د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د صفر المظفر د میاشتې په ۲ مه، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۸ مه، چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د سپټمبر د میاشتې له ۹ مې نېټې سره  سمون خوري، نوموړی د یوې شاندارې او پُرتمینې غونډې په ترڅ کې، د رهبرۍ شوری د غړي شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم "حقاني" لخوا د وزارت کار کوونکو او منسوبینو ته له ورپيژندل کېدو ورسته، رسماً خپله دنده په یاد وزارت کې پیل کړه.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په اوسني تشکیل کې، څلور معینیتونه او د دفتر مقام، علمي مجمعې، اوقافو، فرضي حج، عمرې او زیارت، د مساجدو د چارو انسجام، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي، اداري او مالي، بشري سرچینو، د قاریانو د چارو د انسجام، داخلي تفتیش، د اسلامي علومو د څېړنې او مطالعاتو، د دیني تعلیماتو او د امامانو د تدریب، احتساب، حسینیه وو، د اعتدال، د عرفان او مقدسو ځایونو د چارو، د ښځو ارشادي چارو، د پروژو او برنامو، د بهرنیو اړیکو، د نظارت او ارزیابۍ، د پالیسۍ او پلان ریاستونه او همداراز د تدارکاتو او ټکنالوژۍ خپلواک آمریتونه شامل دي او هر یو د خپل کاري پلان له مخې، اجراءات ترسره او خدمات وړاندې کوي. په ټوله کې، د دې وزارت ټول فعالیتونه، د څلورو برنامو (ارشاد، حج، اوقاف او اداري) له لارې، پرمخ وړل کیږي.

همداراز ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو تر نامه لاندې (۳۴) ولایتي ریاستونه او دوه نور (د بلخ مبارکه روضه او د کندهار مبارکه خرقه) ریاستونه د دې وزارت په تشکیل کې شامل دي  او په عادي ډول خپل فعالیتونه ترسره کوي.

اوسمهال د وزارت مقام ترڅنګ، د څلورو معینیتونو، په تشکيل کې داخل او ورڅخه بهر مشاوریتونو، د (۲۲) مرکزي ریاستونو، د دوو خپلواکو آمریتونو او د جوماتونو د امامانو، خطیبانو، حسینیه وو او د تکایاوو مسؤلینو په ګډون، ټولټال د (۱۰۳۸۶) کارمندانو د تشکیل په درلودلو سره، یاد وزارت په ټول هېواد کې فعالیت لري.