د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال حجاج کرامو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک شو

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
عقد قرار داد سکن

سه شنبه، ۲۹/ جمادى الأولى/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۸/ عقرب/ ۱۴۰۵ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸ هـ ق کال د دېرش (۳۰) زره حجاج کرامو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منیٰ، عرفات او مزدلفه) کې د هر اړخیزو، منظمو او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت سره قرارداد لاسلیک شو.

یاد تړون د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د خدماتو په تړاو د جوړ شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په ترڅ کې، چې د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ د حج، عمرې او زیاراتو د عمومي رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ تللي پلاوي، په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج قونسل محترم حاجي ملا عبدالباقي سجاد او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی ؤ، د ښاغلي محمدي او د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس ښاغلي استاذ محمد عدنان حمزة ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې، قراردادي شرکت چې د حج د خدماتو په وړاندې کولو کې پراخه تجربه لري او فعالیتونه یې د سعودي عربستان د اړوندو مراجعو له لوري د ممتازو شرکتونو په کتار کې درجه بندي شوي، مکلف دی چې په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې حجاج کرامو ته د اوسېدو مناسب ځایونه او خیمې، درې وخته خواړه، د جده، مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ترمنځ ترانسپورټي خدمات او نور اړین سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د تړون د شرایطو او تعهداتو د سم تطبیق او حجاج کرامو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د قراردادي شرکت د فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي، څو د حج د مناسکو د اداء کولو پر مهال د حاجیانو د هوساینې او اړتیاوو پوره کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال حجاج کرامو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک شو

سه شنبه، ۲۹/ جمادى الأولى/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۸/ عقرب/ ۱۴۰۵ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸ هـ ق کال د دېرش (۳۰) زره حجاج کرامو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS