د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج موسم د خدماتو وړاندې کولو تړون د جنوب اسیا شرکت سره لاسلیک شو
پنجشنبه ۸ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۰ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)
سعودي عربستان، مکه مکرمه: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت باصلاحیته هیئت د سعودي عربستان په مکې معظمې ښار کې له جنوب اسیا (ضیوف البیت) مؤسسې سره د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې په تړاو د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ.
یاد شرکت مکلف دی چې د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات له قرارداد سره سم په ښه کیفیت او کمیت وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو په سعودي عربستان کې له بیلابیلو مؤسسو او شرکتونو سره ترلیدنو او مجالسو وروسته، د را روان حج په تړاو د غوره خدماتو وړاندې کولو قرارداد له ضیوف البیت سره تیره ورځ لاسلیک کړل، دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې دخدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اوږده تجربه لري