د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج اراده لري خبر ورکول کیږي، چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج د ثبت نام لپاره د شنبې له ورځې ۸/رجب/۱۴۴۵ هـ ق مطابق ۳۰/جدی/۱۴۰۲هـ ش، څخه تر ۲۰/رجب/۱۴۴۵هـ ق مطابق ۱۲/دلو/۱۴۰۲هـ ش نیټې پورې، په مرکز کې د حاجیانو مجتمع ته چې د زړو مکروریانو، د ملي بس څلورلارې د مرنجان تپې لمنې ته څېرمه موقعیت لري او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته له اصلي او کاپي تذکرې او دوو قطعو اوسنیو عکسونو چې اندازه یې ((4×3 کې وي، سره یوځای تشریف راوړی او خپل ثبت نام وکړئ. یادونه: د کابل ولایت اړوند ولسوالیو د حج اراده لرونکي اشخاص دې ‏د ثبت نام لپاره د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې د قرآن کریم شپږ‌ شپېتمه نړیواله سیالۍ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شي او په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره دوه تنه کاندیدان په لاندې برخو کې غوښتل شوي دي:

  1. د قرآن کریم . . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۳ هـ ش کال د کب ۱۶مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) ناحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۶هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان د ختم اداء کولو . . .

Back to announcements