د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د (۲۵) محرابه جوماتونه د ترمیم پروژه د (۱۴۰۳) مالي کال لپاره د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د (۲۵) محرابه جوماتونه د ترمیم پروژه د (۱۴۰۳) مالي کال لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړئ او خپلې سر بندې وړاندیزونه د شرطنامې د شرایطو، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د اعلامیې له خپریدو سره سم تر (۲۱) ورځو پورې خپل تړلي وړاندیزونه د قرارداد له طرز العمل سره سم وړاندې کړئ.
تاسو کولی شئ چې شرطنامه له لاندې ادرس څخه ترلاسه کړئ:
کابل، شهرنو د فیض محمد خان څلور لارې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست.
په شرطنامه کې شامل شوي مواد د رسمي وخت په جریان کې د سي ډي او فلش له لاری ترلاسه کولی شئ .
د آفرگشايي په وخت کې د داوطلبانو د ستور العمل لپاره د صفحې محتوا شرط پاڼه ده.
هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې مودې څخه وروسته مونږ ته سپارل کیږي یا د انترنيت له لارې دې دفتر ته ليږل کیږي د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ د معلوماتو پاڼې د محتوياتو له مخې د (۱۹۸,۰۰۰) یو لکو اته نوي زره افغانۍ د بانکي تضمين په توگه اخيستل کېږي.
نوت: که چیرې د شرطنامې متن او د داوطلبۍ په بلنه کې توپیر شتون ولري د شرطنامې متن د اعتبار وړ دی