د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مکه مکرمه کې د حج بعثې د کاري کمېټو له مسؤولینو سره غونډه ترسره کړه.
۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق (۱۰ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)
د افغانستان دحج بعثې په مرکزي دفتر کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او دحج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ؛ د وزارت مرستیالانو، په مکه مکرمه اومدینه منوره کې دحج بعثې اړوند کاري کمېټو مسؤولینو سره دحاجیانو د ترحیل د ښه مدیریت په موخه غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سرکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حاجیانو د پروازونو پر مهالویش او مکې مکرمې څخه جدې او مدینې منورې ته د افغان حاجیانو د لیږد او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ښاغلي ثاقب په مکې مکرمې او مدینې منورې کې د حج بعثې اړوند کاري کمېټو د کارکوونکو د کار، زیار او په کارونو کې د سخاوت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې الحمدلله د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په اړه ډیر کار شوی، دا ستاسو د زیار او کوښښ نتیجه وه؛ چې په سږني کال کې مو یوه کامیابه او بریالۍ د حج پروسه درلوده.
ښاغلي ثاقب د کمېټو ټولو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه؛ چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې یو ځل بیا له هر ډول تلاش او کوښښ څخه کار واخیستل شي او په کارونو کې یو له بل سره همغږي رامینځ ته شي او د بعثې غړي باید خپلو ورسپارل شویو کارونه ته متوجي واوسئ.