د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوي ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار له مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ د دغه ښار له اسلامي مرکزونو او مدرسو څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۳۰
سفر ازبکستان

دوشنبه ٩ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (٢٩ حوت ۱۴۰۲ هـ ل)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار ته ورسېد، چې ددې ښار د والي، حکومتي مسؤلینو او د یاد ولایت د علماوو له لوري یې تود هرکلی وشو.

په دغه کتنه کې د ازبکستان هېواد د بخارا ښار له مسؤلینو سره د افغانستان د اسلامي امارت د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې ډول د ارشاد، حج او اوقافو په برخه کې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د هر اړخیزه اړیکو، همکاریو، له یو بل سره د اوقافو په برخه کې د نظرونو شریکولو او په مدرسو کې د تدریس د کیفیت د ښه والي په تړاو خبرې وشوې.

تر لیدنو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل پلاوي یې د مرحوم میر عرب اړوند عالي مدرسې، ټولګیو، جومات او د نوموړي د مقبرې، د جویبار کلان مدرسې، د حضرت امام ابو حفص کبیر رحمة الله د مقبرې، د حضرت سید امیر کُلال د مقبرې او د حضرت امام خواجه بهاءالدین نقشبندي له مقبرې او جومات څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د حج پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره شو

۴ شعبان المعظم۱۴۴۶هـ ق (۱۵ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په پلازمینه کابل او په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمو او د تفسیر دورو لړۍ پيل کړه

۲۹ رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۱۱ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري نن د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمو او د تفسیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل

۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۹ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د سعودي عربستان. . .

BACK TO NEWS