د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۹:۵۳
ملاقات با سفیر عربستان

۲۷ رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۹ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د سعودي عربستان هېواد له سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي سره وکتل، په دې کتنه کې د دواړو  اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابیلو برخو کې د اړیکو په پیاوړتیا او د راتلونکي ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسې د اسانتیاوو په موخه هر اړخیزې خبرې وشوې.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي فیصل بن طلق البقمي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ  په کابل کې د ده د نوې ماموریت (ډیپلوماسۍ) د پېل په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر مخېنه، د اسلامي هېوادونو په یووالي، او له اسلامي امارت سره د اړیکو د لا پراخیتا په برخه کې مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلي ثاقب همداراز وويل، سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د یووالي او د مسلمانانو د راټولیدلو مهم ادرس دی او د نورو اسلامي هېوادونو تر څنګ یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته او همکاري کړې ده، په ځانګړي ډول د حج او عمرې په برخه کې هغه اسانتیاوې چې دوی یی د حاجیانو او معتمرینو  لپاره برابروي د ستاینې وړ وبللي او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه زیاته کړي، د عمرې په چارو کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او په سعودي عربستان کې د افغانستان هغه اوقافي ځمکې چې د حرم شریف په پراخوالي کې داخلي شوې دي په عوض کې حرم شریف ته نږدې بدیل ځمکه یا ودانۍ راکړي.

ورپسي ښاغلي فیصل بن طلق البقمي د ارشاد،حج او اوقافو وزیر د غوښتنو او وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د خپلو خبرو په دوام یې د اسلامي امارت په کړنو  او لاسته راوړنو خوښي وښوده، او زیاته یې کړه چې موږ د افغانستان له اسلامي امارت سره  ښې او مثبتې اړیکې غواړو او په راتلونکي کې به د دغو اړیکو د پیاوړیتا لپاره  په ګډه کار وکړو او همداراز یې د حج پروسې په وروستیو کلونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په سعودي عربستان کې  د افغان حاجیانو د ښه مدیریت او هلته د حج په چارو کې له ښکیلو ادارو سره د ښې همغږۍ ستاینه وکړه .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه لیدنه وکړه

پنجشنبه ۶ / جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶ /قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د کندهار ولایت د ارشاد،. . .

BACK TO NEWS