د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
قسط حج

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې، چې د وزارت مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو محترمو استازو پکې ګډون کړی ؤ، د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال د حج اړوند ځینې ترسره او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه اعلان کړل. محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په پیل کې وویل: د شکر ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت، هېواد او ولس بېلابېل خدمتونه ترسره کیږي او لله الحمد چې ورځ تر بلې دغه خدمتونه لاډېر وسعت او پراختیا مومي، نن چې مونږ او تاسو په دې غونډه کې سره یوځای یو؛ د سږني کال د حج سهمیه او د مصارفو اندازه اعلانیږي. همدارنګه محترم وزیر صاحب د قرآني آیتونو په رڼا کې د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام لخوا د کعبې شریفې د جوړلو، د حج د فرضیت او د حج د تاریخ په هکله د خپلې عالمانه وینا په ترڅ کې وویل: د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام لخوا د کعبې شریفې تر جوړلو وروسته، د حضرت ابراهیم علیه السلام لخوا حج ته د خلکو د رابللو اعلان، د هغه یوه لویه معجزه وه، چې آواز یې په دنیا کې یوازې د هغه وخت انسانانو نه، بلکې د قیامت تر ورځې د ټولو راتلونکو انسانانو ارواحو ته ورسېد او د هغه غږ ته چې چا لبیک ویلی وي، هغوی به د قیامت تر ورځې حج اداء کوي. همداراز محترم ثاقب صاحب د حج فریضې اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ حج د اسلام یوه لویه فریضه او د اسلام په پنځو بناوو کې اهمه بناء ده، چې د قیامت تر ورځې به قائمه او دائمه وي او دغه فریضه د لوی الله جلَّ جلاله یو لوی رحمت او سعادت، د ګناهونو د بخښلو او د ذمې د فارغولو یو ډېر لوی او مهم عمل دی، چې الله تعالی پر مونږ او تاسو فرض کړی دی. ښاغلي وزیر صاحب وویل: وزارت، د سعودي عربستان لخوا د افغانستان اسلامي امارت ته د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره د حج د راکړل شوې سهمیې پر اساس په ښه ډول د حج مناسکو د اداء کولو لپاره د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې د لازمو آسانتیاوو برابرولو، سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږد او رالېږد او نورو اړوندو خدماتو وړاندې کولو قراردادونه ترسره کړي او د یادو قراردادونو تر دقیقې محاسبې او سنجش وروسته د حاجیانو لګښتونه نهایي شوي دي. او مونږ د لوی الله جلّ جلاله په توفیق او نصرت او د اړوندو امارتي ارګانونو په همکارۍ توانېدلي یو چې په غوره توګه د حج پروسې د ترسره کولو په موخه لازم، ګټور او پرله پسې اقدامات او فعالیتونه ترسره کړو، چې ځینې مهم یې په لاندې ډول دي: ۱ – د سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره د دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو د حج سهمیه اخیستل شوې ده او د لازیاتې سهمیې اخیستلو په موخه، د جدي هڅو په ترڅ کې د سعودي عربستان د حکومت لخوا په راتلونکې کې د سهمیې د زیاتولو وعده راکړل شوې ده. ۲ – د راکړل شوې سهمیې لویه برخه مو په ټول هېواد کې د حج پر پخوانیو ثبتِ نام شوو متقاضیانو په شفافه او عادلانه توګه ویشلې ده. ۳- د اسلامي امارت د فتحې له راتګ وروسته په ټول هېواد کې اووه اتیا زره، یو سل او څلور (۸۷۱۰۴) تنه د حج پخواني ثبت شوي متقاضیان پاتې وو، چې د هغوی له جملې څخه په یو شمېر ولایاتو کې متقاضیانو ته د ورکړل شوي نوبت له مخې آن په څوارلس سوه او دولسم (۱۴۱۲) هـ ش کال کې نوبت رسېده، وزارت د حج سهمیې د دقیق، شفاف او عادلانه ویش په نتیجه کې وتوانېد چې نږدې دغه ټول منتظر حاجیان په پنځو کلونو کې حج ته ولیږي. ۴ – په روان ۱۴۴۷هـ ق کال کې د حج لپاره د تېرو دوه کلونو په څېر یو شمېر نوې نوملیکنه هم په ټول هېواد کې په بریالیتوب سره ترسره شوې ده او د قُرعه کشۍ له لارې منتخب شوي حاجیان معلوم شوي دي، چې سږ کال به هغوی هم حج ته ولیږل شي. ۵ – د عامو حاجیانو ترڅنګ، د مجاهدینو، امارتي اداراتو، د شهیدانو وارثانو، معلولینو او په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د مهاجرینو لپاره هم د حج سهمیې په جلا جلا توګه مشخصې شوې دي. ۶ – د وزارت لخوا به د حُجاج کرامو د لارښوونې او هغوی ته د حج د مناسکو د تعلیم او زده کړې ورکولو په موخه د حاجیانو د معلمینو د ټاکلو پخاطر، مرکز او (۳۴) ولایاتو ته با صلاحیته پلاوي ولېږل شي، چې د اړوندو ولایاتو له علماء کرامو څخه به د معلمۍ آزموینې واخلي ، په آزموینو کې بریالي شوي علماء کرام به د حاجیانو سره د معلمینو په توګه حرمینو شریفینو ته ولیږل شي. ۷- د حاجیانو د چارو د لا ښه تنظیم او مدیریت او هغوی ته په ښه توګه د حج مناسکو د تعلیم په موخه وزارت په پام کې لري چې د حج بعثې د اعضاوو او ټولو معلمینو لپاره ښوونیز سیمینارونه دایر کړي او ټول هغه شرعي، اداري او تخنیکي موارد چې د حاجیانو د ښه خدمت او هغوی ته د لازمو سهولتونو د رامنځته کولو لپاره ضروروي دي، د هېواد د جیّدو علماء کرامو او مسلکي اشخاصو لخوا ورته تعلیم شي او په دغو سیمینارونو کې د حج بعثې د اعضاوو او ټولو معلمینو ګډون ضروري ګڼل شوی دی. ۸ – سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږد او رالېږد په موخه د آریانا افغان امارتي هوايي شرکت او کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره قراردادونه ترسره شوي دي، چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو (کابل،بلخ ، هرات او کندهار) څخه به د مدینې منورې او جدې هوايي میدانونو ته حاجیان انتقالوي او تر حج اداء کولو وروسته به یې بېرته همدغو زونونو ته رالېږدوي. ۹ – د افغانستان د حاجیانو لپاره د شریعت او حنفي مذهب مطابق د حج لارښود کتاب چې آسان، مختصر، مُدلَّل، مُحقّق او هر اړخیز دی او د حج اړوند مهم اصطلاحات او د مبارکو ځایونو پېژندنه پکې شوې ده، په دواړو (پښتو او دري) ژبو کې  تر بیا چاپ لاندې دی او محترمو حاجیانو ته به وویشل شي. ۱۰– سعودي عربستان ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د لېږل شوي هیئت (سکن هیئت) له لوري د حاجیانو لپاره د استوګنځایونو، تغذیې، ټرانسپورټ او نورو اړینو خدماتو قراردادونه پر وخت او له وړاندې ترسره شوي دي. ۱۱– په مکه مکرمه کې، د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو لپاره عمارې (تعمیرونه) چې په عصري وسایلو او اسانتیاوو سمبال دي مکي حرم شریف ته نږدې په «محبس الجن» سیمه کې نیول شوي دي، یاده سیمه د موقعیت له مخې د ډېرو اسانتیاوو په لرلو سره خورا مهمه او ارزښتمنه ده؛ ځکه له یوې خوا حرم شریف ته ډېره نږدې ده، ترانسپورټ یې عمومي او څلورویشت ساعته دی ، په دې سره حاجیان کولای شي چې له یادې سیمې څخه په ډېرې آسانۍ سره د پنځه وخته لمونځونو او طوافونو اداء کولو لپاره ځانونه حرم شریف ته ورسوي. ددې ترڅنګ په مدینه منوره کې هم سږ کال د حاجیانو ټول تعمیرونه او عمارې له مدني حرم شریف (مسجدِ نبوي) سره متصل په مرکزي ساحه کې نیول شوي دي، حجاج کرام کولای شي چې په مدینه منوره کې هم په ډیرې آسانۍ سره پنځه وخته لمونځونه او عبادتونه په مسجدِ نبوي کې اداء کړي. ۱۲- دا چې زمونږ په لوی شمېر هېوادوالو حج فرض دی او له کلونو راهیسې یې اداء کولو ته منتظر دي، بناءً هغه کسان چې فرضي حج یې مخکې اداء کړی وي، د فرضي حاجیانو د حق د رعایت په خاطر د وزارت له لوري د تېر کال په څېر د سږ کال د حج په پروسه کې هم هغوی ته د نفلي حج د اداء کولو لپاره د تنظیم ګنجایش نشته، مراجعه دې نکوي. د روان کال د حُجاج کرامو لپاره ځینې مهمې توصیې او سپارښتنې: ۱ – د روان کال محترم حاجیان دې د هېواد او سعودي عربستان د روغتیا وزارتونو له لوري ټاکل شوي ټول ضروري واکسینونه پر وخت تطبیق کړي او خپل صحي اسناد دې د سفر پر مهال له ځان سره ولري. ۲ – قدرمن حاجیان دې د مکې مکرمې ، مدینې منورې او مقدسو مشاعرو (مِنٰی، عرفات او مزدلفې) د سپېڅلتیا او ځانګړي حُرمت پوره درناوی وکړي، د ازدحام جوړولو، شخړو، بې‌ نظمۍ او هر ډول ناسم چلند څخه دې په جدي ډول ځانونه وساتي، له صبر، زغم او ښو اخلاقو څخه دې کار واخلي او هلته دې د خپل هېواد ښه استازولي وکړي. ۳ – عزتمند حاجیان دې د حج او حاجیانو په تړاو د سعودي حکومت اړوند قوانین، مقررات او  لارښوونې رعایت کړي. ۴ – د هېواد معزز حاجیان دې له خپلو معلمینو څخه د حج مناسک په سمه توګه زده کړي او له هغوی او د حج بعثې د اعضاوو سره دې په اړوندو چارو کې د لاښه نظم ساتلو په موخه پوره همکاري وکړي. د وزارت لخوا په هېواد کې دننه او په سعودي عربستان کې په شفافه توګه د ټولو اړوندو قراردادونو په ترسره کولو او له ډېر غور او دقت وروسته او د غیر ضروري مصارفو څخه په مخنیوي سږ کال د یو تن حاجي لګښت دوه لکه شپږ شپیته زره او څلور سوه (۲۶۶۴۰۰) افغانۍ ده او د ټولې پروسې لګښت اووه میلیارده ، آته سوه او آتلس میلیونه ، درې لکه، اووه زره او دوه سوه (۷۸۱۸۳۰۷۲۰۰) افغانۍ ټاکل شوی دی. یادونه: د حج د مصارفو تر دقیق سنجش او محاسبې وروسته د في تن حاجي د ذکر شوي لګښت څخه څه باندې (۱۶)  افغانۍ زیاتې راتلې، خو د وزارت په هڅه او کوښښ او د اسلامي امارت په شفقت له هر تن حاجي څخه دغه زیاتي مبلغ د دوی د اسانتیا په خاطر معاف او نه غوښتل کیږي، چې د مجموع لګښت څخه څلور لکه ، نهه آتیا زره ، آته سوه او آتلس ، اعشاریه دولس افغانۍ (۴۸۹۸۱۸،۱۲) معاف شوي دي. او تیر کال د یوتن حاجي د حج لګښت دوه لکه او دوه آتیا زره او نوي افغانۍ (۲۸۲۰۹۰) وو ، او سږکال دوه لکه ، شپږشپیته زره او څلور سوه افغانۍ ده (۲۶۶۴۰۰) نو سږکال د حج مصارف د تیرکال څخه پنځلس زره، شپږ سوه او نوي افغانۍ (۱۵۶۹۰) کم دي. نو له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره ورته د حج نوبت رسېدلی او لومړۍ قسط پیسې یې تحویل کړې دي، هیله کیږي چې د خپل دویم او وروستي قسط پیسې تحویل کړي، همدارنګه د نوې نوملیکنې او امارتي اداراتو د سهمیې حاجیان چې تر اوسه یې د حج د لګښتونو هیڅ مبلغ نه دی تحویل کړی باید د حج د اداء کولو ټولې پیسې په یو ځل تحویل کړي. محترم حاجيان کولای شي له راتلونکې دوشنبې ورځې ۱۴/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، چې د ۱۳/دلو/ ۱۴۰۴هـ ش نېټې سره سمون لري په مرکز کې د حج، عُمرې او زیارتونو له لوی ریاست څخه ، چې په مُجْتمع الحُجاج کې موقعیت لري او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه تعرفه ترلاسه او یاد مبلغ اړوند بانک ته تحویل کړي. وَالسّلامُ علیکم ورحمةُ اللّٰه وبرکاته

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز کابل او ټولو ولایاتو کې د روان کال د حج اداء کولو لپاره د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

چهارشنبه، ۹/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۸/دلو/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو متقاضیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پنځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر دَورو لړۍ پيل شوه

سه شنبه، ۱/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳۰/جدي/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ټول هېواد په کچه په (۴۱۱) لویو نظامي مرکزونو کې د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې. . .

BACK TO NEWS