د ارشاد، حج او اوقافو وزیر «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» بین المللي علمي – څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه
یکشنبه، ۲۱/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش
کابل – انټر کانټینینټال
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» تر عنوان لاندې په بین المللي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه.
دغه کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري په کابل کې جوړ شوی ؤ، چې د ازبکستان هېواد د دیني چارو ادارې د مرستیال، مفتي حامد جان ایشمتبیکوف په مشرۍ د څوارلس کسیز هیئت ترڅنګ، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو لوړپوړو مسؤولینو، علماوو، استاذانو، څېړونکو او د بېلابېلو علمي او دیني بنسټونو استازو هم پکې ګډون کړی ؤ.
د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر په دې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال د فقهاء کرامو د مقام او فضیلت او د ستر حنفي عالم امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله تعالیٰ د علمي شخصیت او علمي میراث په اړه خبرې وکړې.
وزیر صاحب وویل: د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د دین د فقهې او د شرعي احکامو زده کړې ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی او د [سورة البقرة د ۲۶۹ آیت] {يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} – ژباړه: ورکوي (الله) حکمت (نافع علم سره له عمله) هر چاته چې اراده وکړي (د ورکولو یې) او هرچاته چې ورکړ شو حکمت (نافع علم سره له عمله) نو په تحقیق سره ورکړی شو (ده ته) خیر ډېر. او نه اخلي پند مګر خاوندان د عقلونو (صافو چې د وهم او نفسي غوښتنو شوائب په کې نه وي) – په اړه د ګڼو مفسرینو له اقوالو څخه څرګندېږي چې حکمت؛ د نافع علم سره له عمله او په ځانګړي ډول د دین د فقهې په معنا هم تفسیر شوی دی.
محترم سرمحقق ثاقب صاحب د رسول الله صلی الله علیه وسلم مشهور حدیث «مَن يُرِدِ اللهُ به خيرًا يُفَقِّهْهُ في الدِّينِ» – یعنې: چاته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، هغه ته په دین کې فقاهت او پوهه ورکوي. – ته په اشارې سره وویل، دغه حدیث امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله په خپلو صحیحینو کې له حضرت معاویة رضي الله عنه څخه روایت کړی دی او محدثینو علماوو یې په هکله ویلي دي، چې په دین کې تفقه او ژوره پوهه د الهي خیر له نښو څخه ده، په دنیا کې له انبیاء کرامو پرته چې څومره انسانان دي هېچا ته دا نه معلومیږی چې الله تعالی د دوی په باره کې څنګه اراده کړې ده، د خیر او که د ضرر او زیان؟ یوازې انبیاء کرام معصوم او مستثنیٰ دي. له انبیاء کرامو پرته تنها د علماوو په هکله د الله تعالی اراده معلومه ده چې هغوی ته یې د خیر اراده کړې ده، د بل هېچا په هکله یې اراده معلومه نده.
د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر د کنفرانس اصلي موضوع ته په اشارې سره د امام برهان الدین ابوالحسن علي بن ابي بکر بن عبدالجلیل الفرغاني المرغیناني رحمه الله علمي مقام او شخصیت په تفصیل سره وڅېړه او ویې ویل، چې نوموړی د حنفي فقهې له سترو امامانو او د اسلامي نړۍ له نوموتو علمي شخصیتونو څخه ؤ.
امام برهان الدین مرغیناني رحمه الله د دوشنبې په ورځ، 8/ رجب المرجب/ 511هـ ق د ماوراءالنهر د فرغانې سیمې په مشهور ښار مرغینان کې زیږېدلی دی، هغه سیمه چې د اسلامي تمدن د ګڼو سترو علماوو او محدثینو د علمي میراث کور هم پاتې شوې ده. او 14/ ذو الحجة الحرام/ 593هـ ق کې وفات شوی او په سمرقند ښار کې دفن شوی دی.
محترم ثاقب صاحب همدارنګه څرګنده کړه چې امام مرغیناني رحمه الله ته د «شیخ الاسلام» لقب له مبالغې او مذهبي تعصب پرته، د هغه د لوړ علمي مقام او ستر خدمت په اعتبار ورکړل شوی دی؛ ځکه نوموړي د اسلامي فقهې، علم او تحقیق په ډګر کې داسې علمي میراث پرېښی چې د پېړیو له تېرېدو سره یې ارزښت لا هم ژوندی دی.
محترم وزیر صاحب د امام مرغیناني رحمه الله د علمي شخصیت د بېلابېلو اړخونو په اړه وویل، چې نوموړي یوازې فقیه نه، بلکې د تفسیر، حدیث، علم الاصول، تحقیق، تدقیق، مناظرې او ادبیاتو په برخو کې یې هم لوړ علمي مقام درلود.
نوموړي د امام مرغیناني رحمه الله د تألیفاتو په هکله زیاته کړه، چې د امام مرغیناني ګڼ علمي آثار د اسلامي علومو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري، چې له جملې څخه یې «التجنیس والمزید»، «مختارات النوازل»، «بدایة المبتدي» او «کفایة المنتهی» یادېږي؛ خو تر ټولو مشهور اثر یې «الهدایة» دی، چې د حنفي فقهې په علمي میراث کې ځانګړی ځای لري.
محترم ثاقب صاحب د «الهدایة في شرح البدایة» ارزښتمن کتاب د تألیف په هکله د امام مرغیناني رحمه الله د علمي اهتمام په اړه وویل، چې نوموړي دغه کتاب په ډېر اهتمام سره لیکلی دی، د تراجمو او طبقات الفقهاء کتابونو ذکر کړي، چې مرغیناني رحمه الله دغه ستر اثر په دیارلسو (۱۳) کلونو کې لیکلی دی او د دغې اوږدې مودې په ترڅ کې هغه صائم (روژه دار) پاتې شوی دی او هڅه یې کړې ده چې په روژه نیولو یې هېڅوک هم خبر نشي.
محترم وزیر صاحب همدارنګه د «الهدایة» مهم کتاب د علمي مقام په اړه د علامه انور شاه کشمیري رحمه الله د نظر یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د هغه له قوله په اسلامي علمي میراث کې څلور داسې کتابونه ځانګړی امتیاز لري چې د خپل علمي مقام له پلوه بې ساري ګڼل شوي، چې یو له هغو څخه د امام مرغیناني رحمه الله «الهدایة» کتاب دی.
محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د امام مرغیناني د علمي شخصیت د ستاینې په ترڅ کې د نوموړي په هکله د هغه د هم عصره علماوو د مدحې یادونه هم وکړه او څرګنده یې کړه چې د امام مرغیناني رحمه الله علمي مقام یوازې د وروستنیو علماوو په نظر نه، بلکې د هغه د زمانې د سترو فقهاوو او علماوو له لوري هم ستایل شوی دی.
نوموړي د حنفي فقهې له مشهورو علماوو څخه د امام حسن بن منصور، چې په «قاضي خان» مشهور دی او د «الفتاوی الخانیة» مؤلف دی، همدارنګه شیخ ظهیرالدین بخاري، د «الفتاوی الظهیریة» مؤلف، او شیخ محمود بن احمد بن عبدالعزیز، د «المحیط البرهاني» مؤلف، د هغو علمي شخصیتونو په توګه یاد کړل چې د امام مرغیناني معاصرین وو او د هغه علمي مقام یې ستایلی دی.
همداراز محترم وزیر صاحب وویل، چې امام مرغیناني یوازې یو فقیه نه ؤ؛ بلکې د اسلامي علومو په ګڼو برخو کې یې پراخ علمي کمالات درلودل. د نوموړي په وینا، د حنفي علماوو د طبقاتو په مشهورو آثارو کې امام مرغیناني رحمه الله د فقیه، مفسر، محدث، محقق، مدقق، اصولي او ادیب په توګه معرفي شوی او د هغه د علمي شخصیت ګڼ اړخونه بیان شوي دي.
محترم وزیر صاحب په پای کې د اسلامي علماوو د علمي میراث د ساتنې، څېړنې او راتلونکو نسلونو ته یې د هغو د انتقال پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د امام مرغیناني رحمه الله په څېر د سترو علماوو علمي آثار د اسلامي تمدن د فکري او علمي هویت مهمه برخه جوړوي. او دعاء یې وکړه چې الله تعالی د امام مرغیناني رحمه الله او نورو سترو اسلامي علماوو علمي میراث تلپاتې وساتي او د اسلامي علومو د دې سترې علمي ذخیرې د ساتنې، څېړنې او د راتلونکو نسلونو ترمنځ د علمي انتقال توفیق ټولو ته ور په برخه کړي
