د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه
سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت د ټولو ولسوالیو له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د وزارت د مسلکي معین محترم مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ، د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د جوزجان ولایت د مقام معاون محترم قاري محمد نسیم عزت، د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، اطلاعاتو او فرهنګ، مرافعې محکمې او د علماوو شوریٰ رئیسانو او د جوزجان ولایت د ټولو لسو (۱۰) ولسوالیو لسګونو تنو غیر رسمي علماء کرامو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه ورپسې د وزارت اداري او مالي عمومي رئیس محترم مولوي سیف الدین عزیزي افتتاحیه وینا وکړه او د غونډې په تړاو یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
تر هغې وروسته د جوزجان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس محترم مفتي نصرت الله منصور، علماء کرامو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پیغام واوراوه، همدارنګه د کلان ابو سلیمان جوزجاني مدرسې، جلالیه مدرسې، شاهین دارالعلوم، سادات مدرسې او د دشت لیلې د شهیدانو مدرسې محترمو مهتممینو او یو شمېر نورو علماء کرامو د اسلامي نظام د اهمیت، د ټولنې په اصلاح کې د محراب او منبر د رول او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د علماء کرامو د مسؤولیتونو په اړه خبرې وکړې، ویناوالو همدارنګه د ټولنیزو ستونزو او شخړو پر حل، د ماشومانو پر سالمې اسلامي روزنې، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر اهمیت او له ناوړه رواجونو، فتنو او تعصباتو څخه د اجتناب او مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د اولو الامر اطاعت یې د اسلامي نظام د استحکام له مهمو مسؤولیتونو څخه وباله.
ورپسې د وزارت مسلکي معین ښاغلي حسیب صاحب ګډونوالو ته وینا وکړه، هغه له غیر رسمي علماء کرامو سره د غونډو جوړولو په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه اللّٰه تعالیٰ ځانګړي پیغام ته په اشارې سره وویل، چې له علماء کرامو سره اړیکې یوازې د ارشاد، حج او اوقافو تر وزارت پورې محدودې نه دي، بلکې د پوهنې، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، محاکمو او د علماوو شوری هم ورسره مستقیم تړاو لري.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي نظام د شهیدانو د وینو او مجاهدینو د سرښندنو په پایله کې رامنځته شوی او مونږ افغانانو ته چا د تحفې په توګه نه دی راکړی؛ له همدې امله یې په ساتنه، بقا او د استحکام په برخه کې د علماء کرامو مسؤولیت تر نورو زیات دی.
ښاغلي حسیب وویل، چې په اسلامي امارت کې د ټولو قومونو، ژبو او سیمو خلک برخه لري او نظام پر ټول هېواد بشپړ حاکمیت لري، هغه ټینګار وکړ چې د نظام د چارو په سمون او پرمختګ کې د بهرنیو او پردیو د مشورو پر ځای د هېواد د علماء کرامو مشورې، ملاتړ او همکاري اړین دي.
ورپسې د وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام معین محترم سعادت صاحب، د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د هېواد تېر وضعیت ته په اشارې سره یې وویل، چې افغانانو د ظلم، جبر او نا امنۍ ترخې تجربې تېرې کړې دي، نوموړي د دشت لیلې د شهیدانو یادونه وکړه او د اسلامي نظام رامنځته کېدل یې د علماء کرامو، مدرسینو، ځوانانو، مجاهدینو او د ولس د قربانیو پایله وبلله.
نوموړي د اسلامي نظام د ساتنې او استحکام په برخه کې د علماء کرامو پر مسؤولیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې علماء کرام باید د محراب او منبر له لارې د اسلامي شریعت د احکامو د بیان، د اختلافاتو د مخنیوي او د ناسمو آوازو پر وړاندې د حقایقو د روښانولو لپاره خپل مسؤولیت اداء کړي.
ښاغلي معین صاحب، د هېواد د پرمختیايي پروژو، لکه د قوش تېپې کانال او د آقینې بندر اقتصادي اهمیت ته په اشارې څرګنده کړه، چې د هېواد پرمختګ او د نظام پیاوړتیا د ولس او حکومت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري، نوموړي په دې برخه کې د علماء کرامو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هغوی د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت، د خلکو د ستونزو په انعکاس او د باور او همغږۍ په پیاوړتیا کې خپل مسؤولیت په عملي توګه اداء کړي.
د غونډې په پای کې د جوزجان ولایت معاون، قاري محمد نسیم عزت، له ګډونوالو څخه مننه وکړه، د غونډې بحثونه یې ګټور وبلل او د علماء کرامو نظریات او وړاندیزونه یې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او استحکام لپاره مهم و ارزول، مجلس په دعاء ویلو سره پای ته ورسېد.
