د وزیر ژوند لیک
شیخ الحدیث محترم مولوي نورمحمد «ثاقب» د مرحوم حاجي سردار خان زوی، هغه د نادر زوی، هغه د میرحسن زوی، هغه د سیداحمد زوی او هغه د نور احمد زوی، اووه پنځوس (۵۷) کاله وړاندې په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د افغانستان د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په تاشقرغان سیمه کې دنیا ته سترګې غړولي، چې بیا د دوه کلنۍ په عمر کې یې کورنۍ کابل ته کډه راوکړه او د کابل ولایت د باګرامیو ولسوالۍ د کوز قلعه حسن خان د «شیخانو» په کلي کې استوګن شول، په قوم دولت زی دی.
لومړنۍ زده کړې:
لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې او د کابل ښار په شور بازار کې او د کابل په اطرافو قلعه لقمان، قلعه احمدخان، سرای خواجه، استالف ته نږدې خواجه حسن، قره باغ او داسې نورو ځایونو کې ترسره کړي دي.
منځنۍ زده کړې:
ده د سردار داؤد د حکومت په وروستي وخت یعنی په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د نورو زده کړو لپاره پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د صوبه سرحد او صوبه پنجاب په بېلابیلو مدرسو کې لکه :
دارالعلوم اسلامیه عربیه ګجرات، دارالعلوم اسلامیه عربیه رستم، دارالعلوم احناف میرزو ـ شبقدر، دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل، مدرسه انوارالعلوم ګوجرانواله، جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک او داسې نورو مدرسو کې د دیني علومو زده کړې وکړې.
له دې وجهې چې دی د ځلانده ذهن او فوق ا لعاده ذکاوت خاوند ؤ نو ده ته د خپلو استاذانو لخوا د «ثاقب» لقب ورکړل شو.
هجرت او جهاد:
نوموړي د زده کړو ترڅنګ د جهاد په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو لکه: کابل، ننګرهار او کونړ کې په متعددو جبهو کې مسلحانه جهاد هم کړی دی، چې په کې ډېر کړاوونه او سخت زخمونه یې هم ګاللي دي.
او کورنۍ یې د کفر د سور سیلاب له وجهې په ۱۳۵۹ لمریز کال کې له خپل وطن څخه پاکستان ته هجرت کړی ؤ.
فراغت او مرتبة الشرف:
په ۱۳۶۳ هـ ش، مطابق ۱۴۰۴هـ ق، مصادف ۱۹۸۴ع کال کې یې په جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې ددغه دارالعلوم له باني او د دارالعلوم دیوبند سابق استاذ الحدیث بقیة السلف شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله او شیخ الحدیث مفتي اعظم حضرت مولانا مفتي محمدفرید رحمه الله او زبدة الاتقیاء استاذ الحدیث حضرت مولانا فضل الهي رحمه الله څخه دورۀ حدیث (لویه دوره) وکړه او فارغ التحصیل شو، چې د وفاق المدارس العربیة د لویې دورې په امتحان کې د الله جلّ جلاله په فضل او کرم په ټول پاکستان کې اول نمبر شو او د مرتبة الشرف اعزاز یې ترلاسه کړ. (الحمدلله حمداً کثیراً) چې په دغه امتحان کې نه تنها د پاکستان د څلورو واړو صوبو، آزاد کشمیر او افغانستان فارغ التحصیل طلباء شامل وو بلکې د لسو، دولسو نورو عجمي او عربي هېوادونو څخه دلته د درسونو لپاره راغلي ډیر فارغین او فضلاء هم په کې شامل وو. نوموړی د فراغت په وخت کې یوویشت(۲۱) کلن ؤ.
استاذان:
د محترم ثاقب صاحب ټول څلوېښت استاذان وو چې دامهال اکثر ددوی وفات شوي دي او ډير کم له دوی څخه په قید دحیات کې دي.
دده استاذان که په افغانستان کې وو او که په پاکستان کې الحمدلله ټول جیّد او بر جسته علماء کرام وو چې ددوی د علمي او معنوي کمالاتو ډیرې خاطرې له نوموړي سره موجودې دي.
تدریس:
نوموړي له فراغت وروسته متّصل په تدریس پيل وکړ، چې د تدریس په اول کال کې په دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل کې غټ او اوچت کتابونه لکه: صدریٰ، مسلّم الثبوت، میبذي (شرح الحکمة)، ملا حسن، سُلّم العلوم او داسې نور دده په تدریس کې شامل وو.
د تدریس په دویم کال په هماغه دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل کې دده په تدریس کې د معقولاتو او منقولاتو د غټو کتابونو ترڅنګ د موقوفةٌ علیها ( وړې دورې ) د کتابونو تدریس هم شامل شو، چې په دې کال د دارالعلوم لخوا د وړې دورې بیضاوي شریف او مشکوة شریف ده ته ورکړل شول.
د تدریس دریم او څلورم کال یې په دارالعلوم هاشمیه باړه کې ؤ، هلته په دویم کال چې د تدریس څلورم کال کېده ده د فنونو د غټو کتابونو او د وړې دورې د کتابونو د تدریس سره د دورۀ حدیث ( لویې دورې ) د کتابونو په تدریس هم پيل وکړ، چې په دې کال د دغه دارالعلوم لخوا د لویې دورې ابو داود شریف ده ته ورکړل شو.
بیا یې شپږ( ۶ ) کاله مُسَلسل یعنې د تدریس پنځم، شپږم، اُووم، اتم، نهم او لسم کلونه د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان په جامعه اسلامیه محمدیه چراټ کې تدریس وکړ، چې هر وخت به د لویو فنونو کتابونه، د وړې دورې کتابونه او د لویې دورې کتابونه دده په تدریس کې شامل وو.
یوولسم کال یې بیا په دویم ځل په دارالعلوم هاشمیه باړه کې ډیر ممتاز او فوق العاده تدریس وکړ.
او دولسم کال د تدریس یې په دارالعلوم حقانیه امینیه جلوزو کې ؤ، چې بیا د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو.
نوموړي به د تعلیمي کلونو په درې میاشتنۍ رخصتۍ کې هم په دوامداره توګه تدریس کاوه، چې د قران عظیم الشان د تفسیر، د علم المیراث د کتابونو، د علم العروض والقوافي د کتابونو او د علم الریاضي د کتابونو دورې په کې ترسره شوې، او بې شمېره طلباوو ورڅخه استفادې وکړې، د علم الریاضي د دورې په وروستي کال کې اُووه نیم سوه(۷۵۰) طالبان په دوره کې شامل وو او دوی به په یوځای د ده درس ته ناست وو.
شاگردان:
د شیخ الحدیث محترم الحاج مولوي نورمحمد ثاقب په زرګونو شاګردان دي، دده په شاګردانو کې به ګڼ شمېر فارغین فضلاء او مدرسین علماء وو، آن تردې چې بعضې شیوخ د احادیثو به هم په کې شامل وو، د نوموړي شاګردان د افغانستان او پاکستان په بیلابیلو سیمو او ځینو نورو هېوادونو کې خواره دي، چې الله تعالی جلّ جلاله د دین د خدمت او د علم د اشاعت بهترین مصدرونه ګرځولي دي.
د حج سعادت:
نوموړی په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې د شپږویشت کلنۍ په عمر حج د بیت الله ته لاړ او د حرمینو شریفینو د زیارت سعادت یې حاصل کړ، چې په ضمن کې یې د سعودي عربستان ګڼ تاریخي مقامات او مقدسه اماکن هم وکتل.
د افتاء امتیازی سند:
د محترم ثاقب صاحب د لوړ استعداد او علمي قابلیت په اساس د ۱۳۷۲هـ ش کال د اسد د میاشتې په ۱۲ نیټه، د ۱۴۱۴هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په ۱۴نیټه او د ۱۹۹۳ع کال د اګست د میاشتې په دریمه نیټه ده ته د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک د شیخ الحدیث او مفتي اعظم حضرت مولانا مفتي محمدفرید صاحب رحمه الله لخوا د افتاء عالي او امتیازي سند ورکړل شو.
په سلوک او طريقت کې خلافت :
محترم مفتي مولوي نورمحمد ثاقب په سلوک او طریقت کې خلافت حاصل کړی دی، د طریقت د پړاوونو د طی کولو وروسته د ۱۳۷۳هـ ش کال د قوس د میاشتې په ۱۶ نیټه، د ۱۴۱۵هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۵ نیټه او د ۱۹۹۴ع کال د دسمبر د میاشتې په ۷ نیټه د شیخ الحدیث او شیخ الطریقت حضرت مولانا مفتي محمدفرید رحمه الله لخوا ده ته په طریقه نقشبندیه کې د خلافت اجازه او سندورکړل شو، چې بیاڅه موده وروسته په درې نورو طریقو (چشتیه، قادریه او سهروردیه)کې هم خلیفه وګرځول شو.
د اسلامي امارت په لومړي دور د حاکميت کې وظائف او مسئوليتونه:
۱ــ د مرکزي دارالافتاء سرپرستي او بيا عمومي رياست:
محترم مفتي مولوي نورمحمد ثاقب د ۱۴۱۷هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په ۲۰، د ۱۳۷۵هـ ش کال د سرطان د میاشتې په ۱۵ او د ۱۹۹۶ع کال د جولای د میاشتې په ۶ نیټه په کندهار کې د افغانستان د مرکزي دارالافتاء د سرپرست په توګه تعیین او مقرر شو.
چې بیا څه موده وروسته د ۱۴۱۷هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰، د ۱۳۷۵هـ ش کال د عقرب د میاشتې په ۳۰ او د ۱۹۹۶ع کال د نومبر د میاشتې په ۲۰ نیټه د افغانستان د مرکزي دارالافتاء د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
۲ــ د سترې محکمې قضائي معاونيت:
بیا د مرکزي دارالافتاء د ریاست سربیره یوازې درې ورځې وروسته د ۱۴۱۷هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳، د ۱۳۷۵هـ ش کال د قوس د میاشتې په ۳ او د ۱۹۹۶ع کال د نومبر د میاشتې په ۲۳ نیټه نوموړی د امیر المؤمنین په فرمان د افغانستان د سترې محکمې د قضائي مرستیال په توګه وټاکل شو.
۳ــ د جنوب غرب حوزې د ټولو محاکمو د قضاتو د عزل، نصب او تبديل مستقل صلاحيت:
د پورته دندو سربیره د ۱۴۱۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹، د ۱۳۷۶هـ ش کال د سرطان د میاشتې په ۱۵ او د ۱۹۹۷ع کال د جولای د میاشتې په ۶ نیټه نوموړي ته د افغانستان د جنوب غرب حوزې د ټولو محاکمو د قاضیانو د عزل، نصب او تبدیل په برخه کې د سترې محکمې پوره او مستقل صلاحیت وسپارل شو.
۴ــ د قاضي القضات او د سترې محکمې د رئيس په توګه ټاکل کېدل:
محترم مفتي مولوي نورمحمد ثاقب د ۱۴۱۸هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۱۲، د ۱۳۷۶هـ ش کال د حوت د میاشتې په ۱۹ او د ۱۹۹۸ع کال د مارچ د میاشتې په ۱۰ نیټه د امیر المؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په ځانګړي فرمان د افغانستان د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په حیث تعیین او وټاکل شو، چې بیا د اسلامي امارت د حاکمیت تر پایه په همدې دندې پاتې ؤ.
۵ ــ د هېواد اساسي قانون او نور قوانين د شريعت د اصولو او احکامو په رڼا کې برابرول:
د هغه وخت قاضي القضات او د سترې محکمې د رئیس محترم ثاقب صاحب په مشرۍ د هېواد جیدو علماء کرامو د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین او مقررات د شریعت د اصولو او احکامو په رڼا کې وڅېړل، د شریعت او حنفي مذهب سره په تطابق او موافقت کې یې برابر او تصویب کړل.
د ۱۴۱۹هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په ۲۵ نیټه د عالیقدر امیر المؤمنین لخوا فرمان صادر شو چې په هېواد کې د شرعي نظم د ټینګښت په خاطر د هېواد ټول قوانین او مقررات دې د سترې محکمې په مشرۍ د علماوو له نظره تېر کړل شي، غیر شرعي او غیر مذهبي مادې دې ترې حذف شي او د امارت د مقام له منظورۍ وروسته دې په رسمی جریده کې نشر شي.
هغه ؤ چې په لوی شمېر کې د افغانستان جید علماء کرام د هېواد له بیلابیلو برخو څخه راجمع کړل شول، د قاضي القضات او د سترې محکمې د رئیس په مشرۍ د افغانستان د جیدو علماء کرامو شوری په ارګ کې جوړه شوه.
دغې شورا د ۱۴۱۹هـ ق کال د ربیع الأول د میاشتې په ۸، د ۱۳۷۷هـ ش کال د سرطان د میاشتې په ۱۱ او د ۱۹۹۸ع کال د جولای د میاشتې په دویمه نیټه په کار پيل وکړ، چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ او حرم سرای کې د شپاړس ورځو پرلپسې غونډو په ترڅ کې دغه کار په بریالیتوب سره سرته ورسېد.
د هېواد د قضائيه قوې د استقلال تسجيل او اعلان:
د هغه وخت قاضي القضات او د سترې محکمې د رئیس محترم مولوي نورمحمد ثاقب د هر اړخیزو او پرلپسې هڅو له امله، د دارالافتاء د ۱۴۲۰هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې د ۲۴ نیټې د ۵۸۵ ګڼې شرعي فتوی او د سترې محکمې د عالي شوری د ۱۴۲۰هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې د ۸ نیټې د ۴۲۴ ګڼه تصویب له مخې، د امیر المؤمنین د ۱۴۲۰هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې د ۱۱، د ۱۳۷۸هـ ش کال د سلواغې د میاشتې د ۲۸ او د ۲۰۰۰ع کال د فبروري د میاشتې د ۱۷ نیټې په ۶۴ مه ګڼه فرمان د قضائیه قوې استقلال د اجرائیه قوې ( ریاست الوزراء ) او مُقنّنه قوې په ردیف کې تسجیل او اعلان شو.
د امارت د مقام لخوا لومړۍ درجه تقديرنامه:
محترم ثاقب صاحب ته د ۱۴۲۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳، د ۱۳۷۹هـ ش کال د میزان د میاشتې په ۱۹و د ۲۰۰۰ع کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۰ نیټه د قضائیه قوې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسو په پوره او اغیزناکه توګه د تطبیقولو، په مدرسینو علماوو او ډاډمنو کدرونو د محکمو د فعالولو، په قضائي چارو کې د ښه سمون او د قضائي مرافقو د توحید د رامنځته کولو له امله د افغانستان د اسلامي امارت د مقام لخوا لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړل شوه.
د قضاوت پوه په درجه فائز کېدل:
محترم مولوي نورمحمد ثاقب ته د قضائي کادر د درجو د تثبیت د مؤظف کمیسیون لخوا د اصولي او قانوني معیارونو په نظر کې نیولو سره د قضائي کادر نهائي درجه( قضاوت پوه ) تثبیت شوه، چې د ۱۴۱۹هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۶ نیټه او د ۱۳۷۷هـ ش کال د اسد د میاشتې په ۲۷ نیټه د افغانستان اسلامي امارت لخوا دغه درجه تأیید او منظور شوه.
د دکتورا په مرتبه فائز کېدل:
د قضاوت پوه محترم مولوي نورمحمد ثاقب د لوړو سندونو، ژور علمیت او غوره علمي خدماتو په اساس ده ته د « دکتورا» علمي سویه تثبیت شوه، چې د ۱۴۲۰هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۴ نیټه، د ۱۳۷۸هـ ش کال د ثور د میاشتې په ۲۰ نیټه او د ۱۹۹۹ع کال د می د میاشتې په ۱۰ نیټه د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمي د عمومي ریاست، د سترې محکمې، د عدلیې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، او د کابل پوهنتون ریاست په ګډون د علماوو د علمي سویې د تثبیت د عالي کمېسیون لخوا دده د وفاق المدارس العربیة د فراغت د هغه عالي سند له مخې چې د لویې دورې په امتحان کې د لسو څخه د زیاتو عجمي او عربي هېوادونو فارغینو او فضلاوو ګډون درلود او نوموړی پکې په اول نمبر راغلی ؤ او هم دده د افتاء د تخصص د عالي او امتیازي سند له مخې او دغه راز دده د اوو کالو د احادیثو د لویې دورې د کتابونو د تدریس په نظر کې نیولو سره؛ ده ته علاوه پر درجه د ممتاز لیسانس او ممتاز ماستري، دکتورا هم تثبیت او ورکړل شوه.
خارجي هېوادونو ته سفرونه:
دکتور قضاوت پوه محترم مولوي نورمحمد ثاقب چې کومو خارجي هېوادونو ته سفرونه کړي دي په لا ندې توګه یې یادوو:
هنګري ( مجارستان )، قطر، متحده عرب امارات، سعودي عربستان او پاکستان.
نوموړي د هنګري د سفر په جریان کې د هالینډ، جرمني، ایټالیا، اتریش، بلجیم، جنوبي افریقا، مصر، ایران، هندوستان او نورو هېوادونو له استازو سره جلا جلا لیدنې کتنې او مُفصّلې خبرې ترسره کړې وې.
د اسلامي امارت د لومړي دور د حاکميت پروخت په امارتي تشکيلاتو کې دده شاګردان:
د افغانستان اسلامي امارت د لومړي دور د حاکمیت په دوران کې د محترم دکتور قضاوت پوه الحاج مولوي نورمحمد ثاقب ډیر شاګردان په لوړو ملکي او نظامي دندو فائز وو، چې د هغه وخت رئیس الوزراء او د هغه مرستیال، د کابینې یو شمېر غړي او وزیران، د وزارتونو ګڼ مُعینان، ځینې تنظیمه رئیسان، د قول اردو ګانو یو شمېر قومندانان، ډیر فرقه مشران، د هوايي ډګرونو مسئولین، د محاکمو ډیر رئیسان او قاضیان، ګڼ شمېر والیان او امنیه قومندانان او نور لوی لوی رئیسان په کې شامل وو.
د اسلامي امارت د لومړي دور د حاکميت له سقوط نه بعد د نوموړي وظائف او مسئوليتونه:
۱ــ د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شوری رکنيت :
په ګران هېواد افغانستان باندې د امریکا او ناټو د صلیبي یرغل او د اسلامي امارت د حاکمیت له سقوط وروسته، کله چې اسلامي امارت بیا د منظم کېدو په حال کې ؤ؛ نو د اسلامي امارت رهبري شوری جوړه شوه.
چې د سه شنبې ورځ د 1424 هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په 17 ، د 1382 هـ ش کال د جوزا د میاشتې په 27 او د 2003 ع کال د جون د میاشتې په 17 نیټه شیخ الحدیث مفتي مولوي نورمحمد ثاقب د افغانستان د اسلامي امارت د رهبري شوری رکن وټاکل شو.
۲ــ د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کميسيون عمومي رياست:
د سه شنبې ورځ د ۱۴۳۰ هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې لومړۍ نیټه، ۱۳۸۷هـ ش کال د دلوې(سلواغې) د میاشتې په ۸ نېټه او د ۲۰۰۹ع کال د جنوري د میاشتې په ۲۷ نېټه محترم شیخ ثاقب صاحب د رهبري شوری د رکنیت سربیره د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د عمومي رئیس په توګه هم وټاکل شو.
۳ــ د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون عمومي رياست:
د چهارشنبې ورځ د ۱۴۳۲هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۵، د ۱۳۹۰هـ ش کال د سرطان د میاشتې په ۱۵ او د ۲۰۱۱ع کال د جولای د میاشتې په ۶ نیټه نوموړی د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د عمومي رئیس په حیث وټاکل شو.
۴ــ د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کميسيون عمومي رياست
او په ديني چارو کې د امير المؤمنين خاص مشاوريت:
د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۰هـ ق کال د جمادی الثانیة د میاشتې په ۲ نیټه، د ۱۳۹۷هـ ش کال د دلوې د میاشتې په ۱۸ نیټه او د ۲۰۱۹ع کال د فبروري د میاشتې په ۷ نیټه محترم شیخ ثاقب صاحب د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون عمومي رئیس او په دیني چارو کې د امیرالمؤمنین خاص مشاور وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې شیخ الحدیث مفتي مولوي نورمحمد ثاقب د پورته دندو او مسئولیتونو په دوران کې هم د تدریس سلسله جاري ساتلې وه، چې د ځینو نایابه علمي کتابونو درسونه او د صحیح البخاري درسونه په کې وشول او هم د سیمینارونو په شکل کې علماوو ته د افتاء د اصولو او ضوابطو درسونه ورکول شول.
او په عین حال کې یې د تحریر او تألیف کار هم ورسره روان کړی ؤ.
د نوموړي تأليفات او تصنيفات:
۱ــ تُراث العلماء الحَنفَیّة في اُصُول الحدیث وعُلُومه، په دغه کتاب کې په علم اصول حدیث کې د احنافو علماوو یو زر (۱۰۰۰ ) تألیفات راجمع شوې دي ( مطبوع دی).
چې د کتابي شکل نه وړاندې د مضامینو په بڼه سلسله وار په « الحق » او « دُرَرالفرید» مُجلو کې نشر شوی ؤ.
۲ــ د صحیح البُخاري درس، پنځه سوه (۵۰۰ ) صفحات (کمپوز غیر مطبوع ).
۳ــ علم اُصُول الحدیث ( مُصطلح الحدیث )، ( مُرتّب غیر مطبوع ).
۴ــ علم اُصُول حدیث کی اقسام و انواع، چې دوه قسطونه یې په « الحق » او « دُرَر الفرید» مُجلو کې نشر شوي دي.
۵ ــ شأن الامام أبي حنیفة في الحدیث ( مُسوّده ).
۶ ــ بدر الفتاوی فی الفقه الحنفي، پنځه ( ۵ ) جلدونه، د نوموړي تر مشرۍ لاندې د مرکزي دارالافتاء فتاواوې، د ده په دقیق نظر ثاني او تصحیح سره، درې جلدونه طبع شوي او دوه نور یې د طبع لاندې دي.
۷ ــ مسائل نادره مُهمّه، د مطالعې د یاد داشتونو مسائل او فتاواوې، مُرتّبه تقریباً په ( ۷ ) جلدونو کې برابریږي ( مُسوّده ).
۸ ــ مصباح الاهتداء في اُصُول الافتاء ( مُسّوده ).
۹ــ د افتاء اُصُول، ضوابط او آداب، د نوموړي لخوا د ساحوي فقهي مجالسو امیرانو ته په ماهانه مرکزي فقهي مجالسو کې د سیمینار په شکل بیان شوی موضوعات او مسائل (مجموعه).
۱۰ ــ فضیلة الفقه وشأن الفقهاء ( مُسوّده ).
۱۱ ــ د تصوف او بیعت متعلق کتاب ( مُسوّده ).
۱۲ ــ د تألیف او تصنیف د نوعیت او کیفیت په اړه کتاب ، پنځه سوه ( ۵۰۰ ) صفحات ( مُسوّده ) .
۱۳ ــ د خپل د ژوند حالات، له ۱۴۰۴هـ ق، مطابق ۱۹۸۴ع کال څخه را شروع، چې ( ۶۰ ) صفحې فهرست یې تیار شوی او په نورو کار روان دی ( مُسوّده ).
۱۴ ــ په تحریک او امارت کې رول، په څلور سوه او نولس (۴۱۹) صفحاتو کې اجمالي یادښتونه ( مُسوّده ).
۱۵ ــ د ملا جلال او میر زاهد تقریر، چې متداول بین العلماء والطلباء دی او په بازارانو کې یې زرګونه نسخې فوټوکاپي شوې دي.
۱۶ ــ د سلّم العلوم تقریر، چې متداول بین العلماء والطلباء دی او په بازارانو کې یې زرګونه نسخې فوټوکاپي شوې دي.
دغه راز په متعددو کتابونو د نوموړي مبسوطې مُقدّمې، تقاریظ، علمي او تحقیقي مضامین چاپ شوي دي.
او په سلګونو اخبارونو، مجلونو، رسالو او کتابونو کې د نوموړي علمي، جهادي او سیاسي تقاریر او بیانات نشر شوي چې په غونډو، اجتماعاتو او شوری ګانو کې او دغه راز د رادیو ګانو، اخبارونو او آژانسونو سره په مرکو کې او نورو مختلفو مواردو کې یې کړي دي.
د اسلامي امارت د دويم دور د حاکميت د راتلو سره سم د ارشاد، حج او اوقافو د وزير په توګه ټاکل کېدل:
د یکشنبې ورځ د ۱۴۴۳هـ ق کال د محرّم الحرام د میاشتې په ۲۰ نیټه، د ۱۴۰۰هـ ش کال د سنبلې د میاشتې په ۷ نیټه او د ۲۰۲۱ع کال د اګست د میاشتې په ۲۹ نیټه شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د محترم امیر المؤمنین په فرمان د ارشاد، حج او اوقافو د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.
چې بیا د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۳هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په ۲ نیټه، د ۱۴۰۰هـ ش کال د سنبلې د میاشتې په ۱۸ نیټه او د ۲۰۲۱ع کال د ستمبر د میاشتې په ۹ نیټه نوموړی په یوه شانداره او پُرتمینه غونډه کې د رهبري شوری د غړي شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني لخوا د وزارت کار کوونکو او منسوبینو ته رسماً ور وپيژندل شو.