د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت اړوندو وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ (۳۰۷) قلمه پرزې او تېل

bakhshi_admin
پرزه جات

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د وزارت اړوندو وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ (۳۰۷) قلمه پرزې او تېل د خدمات لوژستیکي ویدا ویرا شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۶۸۶۹۹) ده او د کابل ښار د لسمې ناحیې په قلعه موسیٰ کې موقعیت لري، د مجموعي (۴,۰۶۷,۰۹۷) څلور میلیونه، اوه شپېته زره او اووه نوي افغانۍ په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض له دې اعلان څخه د اوو (۷) تقویمي ورځو په موده کې، له اړینو دلایلو سره یو ځای د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې په لیکلي ډول وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري او تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه نه شي او قانوني مراحل پای ته ونه رسېږي، قرارداد به لاسلیک نه شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۱۹مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

Back to tenders