د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال د قرآن عظیم الشان د ترجمو او تفسیر دورو د څارنې او ارزونې په تړاو لغمان ولایت ته ولاړ.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۶:۴
ترجمه

۲۸ شعبان المعظم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ حوت ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیح الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب د حکم په اساس ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور او ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له هغو نظامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، چې د دغه وزارت له لوري په کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وې او دغه تفسیر او ترجمې به د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) مې نېټې پورې دوام لري.

ددې لیدنو په ترڅ کې د یاد وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال وویل: قرآن کريم ستر لارښود او د هدايت کتاب دی، نو که مونږ وغواړو چې په سمه لار روان شو، بايد مونږ او تاسو د قرآن کریم لمن ونيسو او په قرآن کریم باندې عمل وکړو. ځکه قران کريم دی چې له يوې بدې ټولنې څخه ښه ټولنه، له غير مسلمان څخه مسلمان، له فاسق څخه دينداره او له غير مجاهد څخه مجاهد جوړولای شي.

د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت اړوند په پنځو نظامي مرکزونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دورې تر سره کېږي، چې د یادو نظامي مرکزونو څخه سلگونه تنه مجاهدین د تفسیر او ترجمو په دورو کې گډون کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS