د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرارداد اعلان

bakhshi_admin
ادویه جات

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۴ هـ ش) مالي کال د حج د ملي پروسې لپاره د اړتیا وړ درملو او طبي توکو (۵۴) توکو د برابرولو پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د سرشت سوداګریز شرکت د جواز شمېره (65142) چې په قصبه، مامر کوڅه کابل کې موقعیت لري. د (۳،۴۳۸،۰۴۰) درې میلیونه څلور سوه اته دېرش زره څلوېښت افغانۍ په ارزښت په قراردارد ورکولو کیږي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري، کولای شي چې د خبرتیا له خپرېدو سره سم تر اوو(۷) ورځو پورې خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د (۵۰)مادې مطابق وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده، او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته نه وي رسېدلې.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم لپاره د وزارت د مرکزي ریاستونو د دفترونو د تودولو په موخه د (۲۵۰۰۰)کیلوګرامه مایع ګازو د تهیه او تدارک پروژه

 

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې په تأسی، په دې وسیله عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د ژمي موسم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو واجد شرایطو داوطلبانو څخه چې شرایط پوره کوي، بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۶ هـ ش مالي کال د حج پروسې لپاره د اړتیا وړ (۵۴) قلمه درملو او طبي ملزمو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه

په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان . . .

Back to tenders