د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ټولو مشروطو فضلاوو ته خبر ورکوي چې یاد ریاست په پام کې لري، د ۱۴۴۷ هـ. ق کال د کلنۍ ازموینې په چوکاټ کې له مشروطو فضلاوو څخه ضمني ازموینه واخلي.
ضمني ازموینه به د ۱۶/۳/۱۴۴۸ هـ. ق، چې د ۸/۶/۱۴۰۵ هـ. ش نېټې سره سمون لري، پیل او تر ۲۰/۳/۱۴۴۸ هـ. ق، چې د ۱۲/۶/۱۴۰۵ هـ. ش نېټې سره سمون لري، دوام ولري.
له ټولو مشروطو فضلاوو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې د ټاکل شوې مودې په پام کې نیولو سره، په ټاکلي وخت کې د ازموینې د ګډون لپاره اقدام وکړي او له ټاکل شوې فرصت څخه ګټه واخلي.
