د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قباء جامع جومات د ترمیم پروژه په ۱۴۰۴

bakhshi_admin
مسجد قبا

Publish Date

Closing Date

تدارکاتو د قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو خلکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په پام کې لري د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قباء جامع جومات د ترمیم پروژه په ۱۴۰۴ لمریز مالي کال کې عابد شعیب ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره یې (۶۵۲۳۹) ده او دمیدان ښار دنرخ په سرک کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت (۴۶۴۸۰۶۴) څلور میلیونه، شپږ سوه او اته څلویښت زره او څلور شپېته افغانۍ په قرار داد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول له خپلو دلایلو سره د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د قرارداد معنا نه لري او تر یادې مودې د بشپړېدو او قانوني مراحلو له تکمیل کېدو وړاندې قرارداد نه‌شي منعقد کېدای .

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل) په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل سر بند آفرونه د شرطنامې . . .

Back to tenders