د 1403 مالی کال لپاره د دریمی او څلورم ربع د تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه

bakhshi_admin
تیل

Publish Date

Closing Date

د ارشاد حج اوقافو وزارت  پر شراېطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې وزارت د 1403 مالی کال لپاره د دریم و څلورم ربع دوو تیلو ټانکونو (پطرول او دیزل) چمتو کولو او رسولو پروژه په پرانيستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرط‌لیک سافټ په وړیا ډول د دې وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه چې د لسمې ناحیې اړوند، نوی ښار، د عصمت مسلم په څلور لارې  کې موقعیت لري ترلاسه کړي.

پر شراېطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرط لیک کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې د نه لسم نېټې پنج شنبه ورځ د سهار ۱۰ بجو پورې د دې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په ډول (112,000) یو لکه دوه لس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د 5 شنبه په ورځ، د روان کال د میزان میاشتې په نه لسم نېټه، سهار ۱۰ بجې د ارشاد حج اوقافو وزارت   د تدارکاتو په ریاست کې دایرېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۲
Background image

د (۱۴۴۷ هـ ق) د کال د حج لپاره د افغانستان څخه تر سعودي عربستان  د (۳۰،۳۰۰) تنو حاجیانو د هوايي انتقال پروژه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغه داوطلبانو څخه بلنه ورکوي چې د شرایطو درلودونکي وي، تر څو د داوطلبۍ په پروسه کـــــې برخه واخلي چې موخه یې د (۱۴۴۷ هـ ق) د کال د حج لپاره د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو محترمې ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات د جوړېدو پروژه

دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال کې (د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو محترمې ادارې په انګړ کې د یو محراب جومات د جوړېدو پروژه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۲۵
Background image

د ژمي موسم لپاره د وزارت مرکزي ریاستونو د اړتیا په موخه د (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره کیلو مایع ګاز

دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال کې (د ژمي موسم لپاره د وزارت مرکزي ریاستونو د اړتیا په موخه د (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره . . .

Back to tenders