۱۴۰۴ مالي کال کې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د (۳۰۳۰۰) تنو حاجیانو د لیږد او رالیږد هوایی ترانسپورت پروژی تدارک

bakhshi_admin
hojaj

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د داوطلبی پروسه په ( ۱۴۰۴ مالي کال کې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د (۳۰۳۰۰) تنو حاجیانو د لیږد او رالیږد هوایی ترانسپورت پروژی تدارک) د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د اعلامیې له خپریدو سره سم تر (۲۱) ورځو پورې خپل تړلي وړاندیزونه د قرارداد له طرز العمل سره سم وړاندي کړي.

تاسو کولی شئ چې شرطنامه له لاندي ادرس څخه ترلاسه کړئ:

کابل شهر نو د فیض محمد خان څلور لاری، دارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست.

به شرطنامه کې شامل شوي مواد د رسمي وخت په جریان کې د سي ډي او فلش له لاری ترلاسه کولی شئ.

د آفرگشايي په وخت کې د داوطلبانو دستور العمل لپاره د صفحی محتوا شرط پایه ده.

هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې مودې څخه وروسته موږ ته سپارل کیږي یا د انترنيت له لارې دې دفتر ته ليږل کیږي د منلو وړ ندي.

د داوطلبی د معلوماتو پاڼی د محتوياتو له مخې د (٦٤٧٠۰۰۰۰۰) څلور شيپته

میلیونه او اوه سوه زره افغانی د بانکي تضمين په توگه اخيستل کېږي.

نوت: که چیری د شرطنامی متن او د داوطلبي په بلنه کې توپیر شتون ولري د شرطنامی متن د اعتبار وړ دی.

د اړیکې شمېره : ۰۷۸۹۵۲۰۵۵۰

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرارداد اعلان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۴ هـ ش) مالي کال د حج د ملي پروسې لپاره د اړتیا وړ درملو او طبي توکو (۵۴) توکو د برابرولو پروژه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقر . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرارداد اعلان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د (۱۴۰۴ هـ ش) مالي کال د حج د ملي پروسې لپاره (۱۰) عراده موټر ماډل (۵۸۰) چې د حاجیانو لیږد رالیږ له مجتمع څخه د کابل نړیوال هیوایي ډګر ته او . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د حج ملي پروسې (۱۰) قلمه د لباسي او نورو اړېنو توکو چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ اعلان

دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د حج ملي پروسې لپاره د (۱۰) قلمه د لباسي توکو او نورو اړینو توکو د چمتو کولو د . . .

Back to tenders